پامیر ساحل د مشال راډیو خبریال دی چې د سیمې پر امنیتي او سیاسي موضوعاتو رپورټونه جوړوي.
د پاکستان د برېښنايي رسنیو د انتظام ادارې (پاکستان الېکټرانېک میډیا رېګولېټري اتارټي یا پېمرا) ټېلېوېژنونو ته امر کړی دی چې د مارچ پر ۲۷مه دې "د یوې ورځې" لپاره په اسلام اباد کې د "غونډو، لاریونونو او جلسو" په اړه ژوندۍ خپرونې نه کوي.
دا پرمختګونه تر هغې وروسته شوي دي چې د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان د مارچ پر پینځمه د لاهور په زمان پارک کې له خپل کوره د تحریک انصاف مشرانو او غړو ته وینا وکړه چې د هېواد یوشمېر رسنیو ژوندۍ خپره کړه.
د درو کسانو په وژنه تورن سردار عبدالرحمان کېتراڼ تر نیول کېدو وړاندې مشال راډیو ته وویل چي دا د ده خلاف یو لوی سازش دی او دی هغه تور په "کلکه" ردوي.
روسیې او شپږو نورو هېوادونو چې پکې بېلاروس، شمالي کوریا، ارېټریا، مالي، نېکاراګوا او سوریه (شام) شامل دي، د هغه قرارداد پرضد رایه ورکړه. بلخوا د چین، هند، ایران او جنوبي افریقا په ګډون ۳۲ هېوادونو خپله رایه و نه کاروله.
قاضي بندیال او نورو قاضیانو اورېدنه تر هغې وروسته کړې چې د پاکستان ولسمشر په وروستیو کې په خیبر پښتونخوا او پنجاب کې د اپرېل نهمه د انتخاباتو نېټې په توګه اعلان کړه خو وفاقي حکومت وايي، عارف علوي د انتخاباتي کمېشن له مشورې پرته د دې اقدام واک نه لري.
پاکستان له ۲۰۱۹ز کال راهیسې له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی او په هم هغه کال کې یې له ای اېم اېف سره د شپږ اربه ډالرو پور درې کلن تړون لاسلیک کړی وو.
لېویز ځواک د فبرورۍ ۲۳مې په بیان ویلي دي چې په چاپو کې یې څوک نه دي نیولي ځکه چې تښتوونکي وار له مخه خبر شوي ول او له هغو ځایونو څخه تللي ول نو ځکه سرتېري له هېڅ مقاومت سره مخامخ نه شول.
د اصف په مشرۍ پلاوی چې پکې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی صادق خان او د استخباراتي ادارې ای اېس ای مشر جنرال ندیم انجم هم شامل دي، د فبرورۍ پر ۲۲مه کابل ته ورسېد.
د ښځو ۲۰ اووره نړیوال جام په سیالیو کې ۱۰ لوبډلو برخه واخیسته او ټاکل شوې چې نیمه پایلوبه یې د فبرورۍ پر ۲۶مه وشي.
محمد عارف علوي دا اقدام د فبرورۍ پر ۲۰مه تر هغې یوه ورځ وروسته کړی دی چې انتخاباتي کمېشن ورته په لیک کې ویلي ول چې په پنجاب کې د انتخاباتو معامله په عدالت کې ده نو ځکه یې په اړه د پرېکړې واک نه لري.
په بیان کې راغلي دي چې امینې محمد وویل چې په ډېریو برخو کې د ښځو د کار او فعالیت اړتیا ده نو له همدې امله دې مسایل د خبرو له لارې حل شي.
د لېډي رېډنګ روغتون ویاند محمد عاصم مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو اپرېدی د جنورۍ پر ۱۶مه ماسپښین مهال په پېښور های کورټ کې وویشت.
د هوايي چلند اداره وايي چې د یتي هوايي شرکت الوتکه د نیپال پر وخت سهار ۱۰ نیمې بجې له پلازمېنې کټمنډو څخه والوته او د هېواد لویدیځ پوخارا ښار ته تر رسېدو مخکې د پېښې ښکار شوه.
د پنجاب اعلاوزیر پروېز الهي د جنورۍ پر ۱۲مه په لاهور کې د خپل حکومت د اتحادي ګوند له مشر عمران خان سره تر لیدو وروسته ګورنر ته لیک استولی دی.
د اسلامي دولت (داعش) ډلې خراسان څانګې د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ مخې ته د حملې ذمه واري منلې ده. رویټرز اژانس او سي بي سي نیوز ته سرچینو ویلي، یوه ځانمرګي بریدګر غوښتل بهرنیو چارو وزارت ته ننوځي، خو مخه یې ونیول شوه او د وزارت مخې ته یې په ځان پورې تړلي بارود وچوول.
په وزارت کې یو چارواکي له رسنیو سره د خبرو اجازې نه لرلو له وجې د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د پېښې پر مهال د بهرنیو چارو په وزارت کې له چینايي ډېپلوماټانو سره غونډه روانه وه.
پخواني وزیراعظم عمران خان د اسلام اباد غونډې ته په وینا کې زیاته کړه چې د ۲۰۲۱ز کال په وروستیو میاشتو کې د ده په واکمنۍ کې له ناقانونه ډلې ټي ټي پي سره د مذاکراتو کولو پرېکړه "ټولو برخوالو" په شریکه کړې وه.
د فوټبال لسګونه مینه والو د فوټبال د پخواني نومیالي لوبغاړي دییېګو مرادونا کور مخې ته خوشالۍ وکړې. نوموړي په ۱۹۸۶ز کال کې د خپل هېواد لپاره نړیوال جام ګټلی وو او په ۲۰۲۰ز کال کې ومړ.
نور وښیئ