په کراچۍ کې د پولیسو پر ډزو د وژل شوي وزیرستاني ځوان ارسلان مسید کېس اورېدنه کې عیني شاهدانو د پېښې ملزمان پیژندلي دي.
د ۱۷ کلن وژل شوي ځوان د کورنۍ وکیل قادر خان مندوخیل د ډېسمبر پر ۱۷مه مشال رېډيو ته وویل چې ټول ملزمان او د پېښې عیني شاهدان عدالت ته وړاندې شول. عیني شاهدانو د مجسټریټ مخې ته خپل بیانونه ریکارډ کړل او په پېښه کې د لاس لرونکو ملزمانو شناخت یې هم وکړ.
ارسلان مسید د روان کال د ډېسېمبر پر شپږمه د اورنګي ټاون په اتحاد ټاون سیمه کې هغه مهال پولیسو پر ډزو ووژلو چې له ټیوشن سنټر نه کور ته په لاره و. د هغه بل ملګری یاسر اپریدی په هغه پېښه کې ژوبل شوی و.
کومو عیني شاهدانو چې د پېښې تر شا د لاس لرونکو کسانو پېژندګلوي کوله په هغو کې یاسر اپریدی هم شامل و او دوه نور بیا هغه کسان وو چې د پېښې پر مهال پر سړک روان ول.
عیني شاهدانو چې د کومو کسانو پېژندګلوي کړې په هغو کې د کراچۍ د ځايي تاڼې ایس ایچ او اعظم ګوپانګ، یو سپاهي توحید او یو بل تن عمیر شامل دي.
د ارسلان مسید وکیل وايي چې د وژونکو په ډله کې شامل دریم تن پولیس نه بلکې یو ترهګر دی. د وژل شوي ځوان تره باچا خان د ډېسېمبر پر ۱۷مه، مشال رېډيو ته وویل، اوس چې د ټولو ملزمانو شناخت وشو نو دوی په تمه دي چې انصاف به ورته ورکړل شي.
د پولیسو مشر (ډي ایي جي) ناصر افتاب مخکې مشال رېډیو ته ویلي وو چې په پېښه کې د ککړو پولیسانو خلاف د ترهګرۍ د مادو لاندې مقدمه درج شوې ده او ایس ایچ او یې معطل کړی دی.
د ډېسېمبر پر ۱۷مه چې په عدالت کې عیني شاهدانو د پېښې تر شا د لاس لرونکو کسانو پېژندګلوي کوله، له عدالته د باندې ګڼ شمېر کسان جمع شوي وو او ارسلان مسید ته د انصاف د ورکولو شعارونه یې ورکول. د مشال راډیو خبریال وايي، دوی ټول پښتانه وو او شمېر یې په سلګونو کې و.
د کراچۍ پر پولیسو تورونه دي چې تر دې وړاندې یې هم ګڼ شمېر پښتانه ځوانان د جعلي پولیس مقابلو په پلمه وژلي دي. په دغو کې یوه پېښه په ۲۰۱۸ز کال کې مخې ته راغلې وه. هغه مهال یو وزیرستانی ځوان نقیب الله مسید د ملیر د پولیسو لخوا وژل شوی و.
د پولیسو په وینا نوموړی د هغوی سره د مقابلې پر مهال وژل شوی و خو وروسته له حکومتي پلټنو معلومه شوه چې نقیب الله مسید په جعلي پولیس مقابله کې وژل شوی و. په هغه دوسیه کې د ملیر د پولیسو پر مشر راو انوار او له ۲۰ و زیات په نورو کسانو مقدمې درج شوې وې. هغه مقدمه اوس هم روانه ده. راو انوار او له هغه سره پنځه نور کسان په ضمانت خوشې شوي، ځیني یې مفروران او ځیني بیا په جېل کې دي.