نیاز علي په کراچۍ کې د مشال راډیو خبریال دی او هلته پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي چارو رپورټونه جوړوي.
شهباز شریف دا څرګندونې، د مې پر ۲۰مه، په کراچۍ کې د تاجرانو ټولنې ته کړې دي او له هغوی یې غوښتي چې د صبر او زغم څخه دې کار واخلي، ځکه چې د هغه په وینا حکومت لاس په کار دی او اړین اقدامات یې پیل کړي دي.
د علي وزير وکيل قادر خان ايډوکېټ د مې پر ۱۴ مه مشال راډيو ته وويل چې دا مقدمه په کال ۲۰۱۸ز کې دکراچۍ په بوټ بيسن تاڼه کې درج شوې وه او تر دې مخکې ورته پولیسو په دې اړه څه نه وو ويلي.
پښتونخوا ملي عوامي ګوند او پښتون ژغورنې غورځنګ د مې پر ۱۲مه په کراچۍ کې د ۲۰۰۷ز کال د تاوتریخوالي او نښتې هغې پېښې ضد لاریون وکړ چې پکې ۵۰ کسان وژل شوي او ۱۳۰ ژوبل شوي ول. په ۲۰۰۷ز کال کې د چيف جسټس محمد افتخار چودري د بحالۍ لپاره وکيلانو تحريک پيل کړی وو چې سیاسي ګوندونه هم ورسره ملګري شوي ول. پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف نوموړی له دندې ګوښه کړی وو چې پرضد یې تحریک پیل شو. پر هغه ورځ چودري کراچۍ ته سفر لاره چې د تاوتریخوالي پېښه وشوه. متحده قامي موومنټ (اېم کیو اېم) ګوند د مشرف د حکومت برخه وو او په سیند کې واکمن وو. سیاسي ګوندونه د مرګ ژوبلې لپاره اېم کیو اېم ملامتوي چې هغه ګوند یې ردوي خو اوسني مشر یې په ۲۰۲۱ز کال کې په کوټه کې د مې ۱۲مې پر پېښې بښنه غوښتې وه. د هغې پېښې په تړاو اوس هم ۲۰ مقدمې په عدالتونو کې دي. ویډیويي رپورټ.
تر چاودنې لږ ساعت مخکې له هغه ځایه د ساحلي ساتونکو (کوسټ ګارډ) ګاډی تېر شوی وو خو هغه ځواک وايي، ګاډي او سرتېرو ته یې زیان نه دی اوښتی. همداراز د پېښې له ځای سره نېږدې د پولیسو او امنیتي ادارو دفترونه هم دي.
پښتونخوا ملي عوامي ګوند چې په دې نښتو کې یې ګڼ غړي وژل شوي ول، د مې ۱۲مه توره ورځ او هغه پېښه د ریاست له خوا پر "ولسي وګړو جبر" بولي.
تېره میاشت په کراچۍ پوهنتون کې په ځانمرګي برید کې د وژل شویو چینايي استادانو وروستي مراسم ترسره شول. د هغو درې چینايي استادانو مړي د مې پر نهمه د کراچۍ شمشان ګاټ کې وسوځول شول. د اپرېل ۲۶مې برید ذمه واري بلوڅ بېلتونپالې وسله والې ډلې، بلوچ لېبرېشن ارمي، منلې وه. ویډیويي رپورټ.
د اپریل پر ۲۶مه په کراچۍ کې پر چینایي وګړو کوم ځانمرګی برید ترسره شوی و، پکې یو پښتون هم خپل ژوند بایللی و. خالد نواز د چینایانو سره موټر چلولو. د هغه ورور ربنواز مشال راډیو ته وویل، هغوی د هنګو اوسیدونکي دي خو په کراچۍ کې ژوند کوي. هغه مشال راډیو ته دا هم وویل چې د ورور واړه واړه بچیان یې یتیمان پاتې دي. نوموړی وايي پر کورنۍ یې لوی قیامت تیر شوی دی.
د اپریل پر ۲۹مه، د کنفیوشیس انستيټیوټ زده کوونکو په کراچۍ کې د مظاهرې پر مهال له حکومته غوښتنه وکړه چې د چینايي استادانو په وژنه اوبرید کې د ککړو کسانو پر ضد دې ګامونه پورته کړي، خپلو تګلارو ته دې له سره کتنه وکړي او د دې پوښتنې ځواب دې ووايي چې ولې په بار بار دا ډول بریدونه ترسره کېږي؟
په کراچۍ کې بلوچ بریدګره څوک وه او څنګه یې دا حمله وکړای شوه؟ شاري بلوچ چې په برمش هم يادېده په کراچۍ کې د ځانمرګي برید په کولو ۳ چينايان او د هغوی پاکستانی ډرېور ووژل. بلوڅ بېلتونپالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي د اپرېل په ۲۶مه شوې د دې حملې زمه واري واخیسته او وې ويل چې دغه ښځه د دوو ماشومانو مور وه. په دې ويډيو کې وينئ چې هغه څنګه پر چينايانو برید کوي. د بشير ګواښ رپورټ.
د مفتي تقي عثماني په لیک کې راغلي چې "دا مهال په افغانستان کې یوه لویه ستونزه د نجونو د تعلیم ده، زموږ رایه داده چې په شرعي چوکاټ کې دننه د نجونو د تعلیم لپاره مناسب انتظام کول اړین دي."
د پاکستان تحریک انصاف مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان یو ځل بیا تور پورې کړی چې د بهرني سازش له لارې یې حکومت ړنګ شو. دا خبره نوموړي د اپرېل ۱۶مې پر ماخوستن په کراچۍ کې د خپلو پلویانو احتجاجي جلسې ته په وینا کې وکړه. جلسې ته د ګوند ګڼ غړي او ملاتړي ورغلي ول.
د بلوچستان په حب سيمه کې د سمندر پر غاړه د ګاډو د ځغل سيالي وشوه. دغه ځغل کې د سړو تر څنګ ښځو موټر چلوونکو هم برخه واخيسته. د دې ځغل لپاره ۵۰ کلوميټره لاره چمتو کړل شوې وه. نور حال په دې ويډيويي راپور کې.
جميعت علماء اسلام ف ګوند او پاکستان مسلم ليګ ن د حکمران پاکستان تحريک انصاف ګوند د مارچ ۲۴مې څخه خپل لانګ مارچ له کراچۍ پېل کړو. بلخوا تحريک انصاف ګوند د مارچ په ۲۷مه اسلام اباد کې د جلسې کولو اعلان کړی دی. تفصيل په ويډيويي رپورټ کې.
نور وښیئ