نیاز علي په کراچۍ کې د مشال راډیو خبریال دی او هلته پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي چارو رپورټونه جوړوي.
په کراچۍ ښار کې خلک شکایت کوي چې له وروستیو بارانونو نه پس په لارو، کوڅو او سړکونو باندې اوبه ډنډ ولاړې دي او د هغوی ژوند یې اغېزمن کړی دی. دوی له انتظامیې غوښتنه کوي چې دا مسله دې ورته هواره کړي. بل پلو انتظامیه وايي، لاس پکار ده او د اوبو د نکاسۍ هڅه کوي. نور تفصیل په دې ویډیويي راپور کې
د پاکستان په سیند او بلوچستان صوبو کې وروستیو بارانونو او له وجې یې راغلو سیلابونو لږ تر لږه ۳۱ کسان وژلي او خلک وايي، ژوند یې سخت اغېزمن شوی دی.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند یوه مخکښ مشر اسد عمر، د سیند پخواني ګورنر عمران اسماعیل او جماعت اسلامي د بلدیاتي انتخاباتو پر ځنډولو خواشیني ښوولې او دا یې د واکمن پیپلز ګوند او ملګرو "سازش" بللی دی. صوبايي حکومت د دې تور په غبرګون کې څه نه دي ویلي.
د جولای پر پینځمه د سيند د اطلاعاتو وزير شرجيل انعام مېمن او د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې مشرانو په يو ګډه خبري غونډه کې ويلي ول چې په کراچۍ پوهنتون کې پر چينايي وګړو د ځانمرګي بريد يو مرسته کوونکی داد بخش يې نيولی دی.
د قادر خان اېډوکېټ په وينا د علي وزير پر ضد په کراچۍ کې څلور مقدمې جوړې شوې دي. په دې ټولو مقدمو کې د هغه پرضد د رياست ضد وينا او خلکو پارولو تورونه دي چې هغه تل انکار ورڅخه کړی دی.
د تاوتریخوالي پېښې تر هغې وروسته شوې دي چې د جولای پر ۱۲مه د حیدراباد له بایپاس سړک سره نېږدې په یوه رستوران کې نښته شوې وه چې پکې په ډزو کې یو سیندی وګړی بلال کاکا ووژل شو.
د محمد وسيم د تره زوی شاکر الله د جولای پر ۱۴مه مشال راډيو ته وويل چې وسيم د لوی اختر پر دویمه ورځ (د جولای پر ۱۱مه) له خپل کور بهر ناڅاپه ورک شو. د هغه په وينا، د جولای پر ۱۳مه پوليسو خبر ورکړ چې له ملير کینټ سره نېږدې سيمه کې يې د محمد وسيم مړی موندلی او هغه پر سر دوه ډزه ويشتل شوی دی.
د صوبې اعلاوزیر مراد علي شاه د حیدراباد پر پېښه خپګان ښوولی دی او د بشپړو پلټنو ډاډ یې ورکړی دی.
د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارو د کسانو په زوره لادرکه کولو کې لاس لرل په وار وار رد کړي دي. د ۲۰۲۱ د فبرورۍ پر ۲۴مه د پاکستان پوځ د عامه اړيکو څانګې مشر ميجر جنرل بابر افتخار ويلي وو چې په هغه هېواد کې د ورکو کسانو مسله حلېدو ته نيږدې شوې.
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د وسې بارانونو له وجې د ريل پټلۍ هم خرابې شوې دي چې د ريل ګاډو تګ راتګ ورسره اغېزمن شوی دی. د اختر لپاره خپلو سيمو ته تلونکي په زرګونو مساپر د هېواد په بېلا بېلو تمځايونو کې د ريل ګاډو په انتظار دي. ویډیويي رپورټ.
د پاکستان دولتي بانک مشر د جولای پر اوومه د نوې مالیاتي تګلارې (مانېټري پالیسۍ) د اعلانولو پر مهال وویل، د بانک پر پورونو سود ۱.۲۵ فیصده لوړوي چې ورسره به د سود ټول کچ ۱۵ فیصده ته وخېژي.
د کراچۍ اوسېدونکې علیشه وايي د پلار تر مړینې وروسته یې رکشه ورپاتې شوه او په دې توګه یې د کورنۍ کفالت ذمه واري هم تر غاړې شوه. ۱۷ کلنه علیشه وايي، یوشمېر خپلوان یې پېغورونه ورکوي، خو له کار کولو پرته بله چاره نه لري. ویډیويي رپورټ.
د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د اپرېل پر ۱۱مه تر خپلې ټاکنې ۱۲ ورځې وروسته کوټې ته تللی وو او هلته یې د ورکو کسانو له کورنيو سره ژمنه وکړه چې دا مسله به څېړي. هغه زیاته کړې وه چې په دې اړه به "له بااختیاره کسانو" سره خبرې کوي.
نور وښیئ