نیاز علي په کراچۍ کې د مشال راډیو خبریال دی او هلته پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي چارو رپورټونه جوړوي.
د کراچۍ اوسېدونکې علیشه وايي د پلار تر مړینې وروسته یې رکشه ورپاتې شوه او په دې توګه یې د کورنۍ کفالت ذمه واري هم تر غاړې شوه. ۱۷ کلنه علیشه وايي، یوشمېر خپلوان یې پېغورونه ورکوي، خو له کار کولو پرته بله چاره نه لري. ویډیويي رپورټ.
د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د اپرېل پر ۱۱مه تر خپلې ټاکنې ۱۲ ورځې وروسته کوټې ته تللی وو او هلته یې د ورکو کسانو له کورنيو سره ژمنه وکړه چې دا مسله به څېړي. هغه زیاته کړې وه چې په دې اړه به "له بااختیاره کسانو" سره خبرې کوي.
د سيند انتخاباتي کمېشن چارواکي اعجاز احمد چوهان د جون پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل چې د سیاسي او مذهبي ګوندونو ترمنځ په نښتو کې دا کسان په ټنډو ادم او سکر سیمو کې وژل شوي دي.
په سیند او سوات کې د رايې اچولو بهیر د جون پر ۲۶مه د سهار پر اته بجې پيل شوی چې بې له ځنډه به د مازیګر تر پینځو بجو پورې روان وو.
وزیر د جون پر ۲۲مه ناوخته ويلي ول چې په روغتون کې يې ژوند په خطر کې دی او "دوه ځلې" ورباندې "بريد" شوی دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مخکښ او د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان استازی علي وزير د جون پر ۲۳مه له روغتونه بېرته زندان ته ولېږدول شو. نوموړي د جون پر ۲۲مه ناوخته ويلي وو چې په روغتون کې يې ژوند په خطر کې دی او "دوه ځلې" ورباندې "بريد" شوی دی.
هلته موجودو پوليس افسرانو په روغتون کې پر علي وزير د بريد د ادعا په اړه مشال راډيو ته هېڅ و نه ويل. مشال راډیو د سيند حکومت له وياند مرتضا وهاب او د اطلاعاتو له صوبايي وزير شرجيل انعام مېمن سره هم د تماس نيولو هڅه وکړه خو هغوی ټېلېفون ته ځواب و نه وايه.
دا امر سپیکر راجا پروېز اشرف، چې د پيپلز ګوند غړی دی، د جون پر ۲۲مه د محسن داوړ په مشرۍ د قامي اسمبلۍ د ځینو غړو له خوا تر درخواست دایرولو وروسته کړی دی.
د کراچۍ پوليسو سي ټي ډي تر اوسه د دې ادعاوو او د لادرکه بلوڅانو په اړه څه نه دې ويلي. په تېرو وختونو کې پولیسو د خلکو تر غيبېدو وروسته د نامعلومو کسانو پر ضد مقدمې درج کړي خو د ډېرو یې څه نتيجه نه ده راوتلې.
د کراچۍ په لياقت اباد سيمه کې فعالان بې وزله خلکو ته په کمو پیسو خواړه ورکوي. د دسترخوان منتظمین وايي چې د ګرانۍ له زیاتېدو سره ګڼ کسان د ارزان بیه خوړو اخیستو ته ورځي. دوی وايي، دا کار ځکه کوي چې خلک خیر و نه غواړي. د سیمې بې وزله اوسېدونکي دا نوښت ستايي. ویډیويي رپورټ.
پر دغه څوکۍ د ۲۵ نوماندانو تر مينځ مقابله وه چې د متحده قومي مومېنټ پاکستان محمد ابوبکر، د تحريک لبيک پاکستان شهزاده شهباز، د پاکستان پيپلز ګوند ناصر رحيم او د پاکستان سرزمين ګوند پر نوماند شبير احمد قايمخاني سربېره د نورو سياسي ګوندونو او ازاد نوماندان شامل ول.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين د قاضي طاهر مسید په خوشې کېدو خوښي ښوولې او پر ټوېټر یې ليکلي چې نوموړي ته د "عمر قيد سزا د داسې يوې مظاهرې په بنسټ اورول شوې وه" چې هغه "پکې موجود هم نه وو."
د نفیس نعيم د تښتول کېدو ويډيو پر سوشل ميډيا هم خپره شوې ده. په دې ويډيو کې ښکاري چې په ساده کپړو کې څو کسان نفیس نعيم ګاډي ته په زوره خيژوي.
د ورکو بلوڅانو د خوشې کولو لپاره مبارزه کوونکي سازمان (وايس فار بلوچ ميسينګ پرسنز) مشر نصرالله بلوڅ د جون پر ۱۴مه پر ټويټر پاڼه د دودا بلوڅ او ګمشاد بلوڅ په خوشې کېدو خوښي ښودلې او دا یې يو "ښه خبر" بللی.
نور وښیئ