نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.
د سوات د کبل خلکو، د سېپټېمبر پر ۱۶مه د لاریون او جلسې پر مهال له حکومته غوښتنه وکړه چې د بدامنۍ، هدفي وژنو او قلنګ اخېستو مخه دې ونیسي.
په دې لاریون او جلسه کې ځايي خلکو، قامي مشرانو، د سیمې مخورو او همدا رنګه د سیاسي ګوندونو استازو برخه واخیسته. غونډې ته د صوبايي اسمبلۍ پخواني غړي رحمت علي، مخور مشر شیرشاه خان، د ځوانانو مشر فواد خان او نورو ویناوې وکړې.
د چارباغ تاڼې مشر علي باچا تر پېښې وروسته مشال راډیو ته وویل چې د دکوړک سیمې اوسېدونکی او د امن کمېټۍ پخوانی غړی محمد شیرین د سېپټېمبر پر ۱۴مه د ماخوستن تر لمانځه وروسته کور ته پر لاره وو چې وسله والو وویشت.
په سوات کې یوه خبریال فضل خالق مشال راډیو ته وویل چې د امن کمېټۍ او لښکر مشر محمد ادریس خان په خپل شخصي کار پسې د کبل تحصیل کوټکۍ سیمې ته تللی وو او چې کور ته ستنېده نو ګاډی یې پر لار د رېموټ کنټرول بمي برید ښکار شو.
د خیبر پښتونخوا حکومت د سوات ګبین جبه د نوې سیلانۍ سیمې په توګه معرفي کړې ده. سیلانیان وايي، ګبین جبې ته یوازې جیپ ډوله ګاډي تللای شي او همداراز، ځینې خلک پر آسونو سپاره ورځي. په دې ویډیويي رپورټ کې مو د ګبین جبې سیل ته بیایو.
د خيبر پښتونخوا د سوات چارواکي وايي چې هلته د اګست تر ۲۷مې سېلاوونو لږ تر لږه ۱۵ کسان وژلي دي. د سوات مرستيال کمېشنر ويلي چې اوسنی سېلاو د سوات د تاريخ يو تر ټولو لوی سېلاو دی. په سوات کې د سېلاو او هلته د مرستندويه کارونو په اړه نياز احمد خان راپور راکوي.
د خیبر پښتونخوا د سوات په مينګوره کې د اګست په ۲۴مه سیلابونو دکانونو او کورونو ته زیان رسولی دی. د دې ځای خلک وايي په مينګوره کې په تېرو ۱۲ کلونو کې دومره زورور سیلاب کله نه وو راغلی. دوی له حکومته غوښتنه کوي چې زر تر زره دې مرستې ورسره وکړي. په اړه یې د نیاز احمد خان ويډيو راپور وګورئ
د ملا بابا سیمې اوسېدونکي شوکت علي مشال راډیو ته وویل، سېلاو یې حجره اغېزمن کړې ده. دی وايي، د هغې سیمې شاوخوا ټولې کورنۍ سېلاو ځپلې دي خو په وینا یې، اوس د سېلاو شدت کم شوی دی او د سیمې زیاتره اوسېدونکي له کورونو څخه اوبه باسي.
د مينه کماري په نانه نجلۍ وروسته له خپل مبينه مسلمان خاوند سره یو ځای له خبريالانو سره خبرې وکړې او ویډیو یې خپره چې د دې په وینا، "مسلمانه شوې ده او د خوښې واده یې کړی دی."
د سوات قامي جرګې له حکومته غوښتي دي چې په سیمه کې دې د ناامنۍ مخنیوي لپاره کوټلي اقدامات وکړي. د اګست پر ۱۷مه په مینګوره کې جرګې ته د یوشمېر ګوندونو ګڼ سیاستوالان او قامي مشران ورغلي ول. دا په داسې حال کې ده چې د اګست په لومړۍ اوونۍ کې سیمې ته د وسله والو د ورتګ خبرونه خپاره شول.
د جرګې اېجنډا په سوات کې د طالبانو بیا راڅنګندېدل او په دې ضلع کې د موټروې سړک د خلکو په کرهڼيزو سيمو کې د تېرلو مخالفت وو.
د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د اګست پر ۱۳مه په بیان کې ویلي دي چې په سیمه کې تر پلټنو وروسته "ثابته" شوې چې هلته د وسله والو د فعالیتونو په اړه راپورونه " پر مبالغې ولاړ او ناسم" دي.
د خيبر پښتونخوا په سوات کې ځايي ولس هلته د امنيت ټينګ ساتلو لپاره مظاهره کړې ده. د اګست پر ۱۲مه په خوازه خېله او کبل کې سلګونه ځايي خلکو "موږ پر خپله خاوره امن غواړو" تر شعار لاندې دا مظاهره وکړه
د خيبر پښتونخوا د سوات په مټه کې يو ځايي کرونده ګر شريف الله د اروپايي هېواد ايټاليې پر طرز د مېوو باغونه لګولي دي. نوموړی وايي، له دې لارې يې له لږ ځمکې د دوديزو لارو پرتله څلور چنده حاصل تر لاسه کوي. نور حال نياز احمد خان په ويډيويي راپور کې راکوي.
په بیان کې راغلي چې د مټې تحصيل ډي اېس پي پير سيد د شور او سردان په غرونو کې د وسله والو پرضد عملیات کول چې نښته وشوه چې پکې نوموړی ژوبل شو. دا لا نه ده معلومه چې هغه څومره ټپي دی او د درملنې لپاره چېرې لېږدول شوی دی.
د صوبايي اسمبلۍ د غړي خوریي ارشاد علي خان د اګست پر اوومه مشال راډيو ته وویل چې وسله وال ورته پر لاره ناست ول او چې کله یې ګاډی له کور سره نېږدې پر خام (کچه) سړک ورو شو نو هغوی ورباندې "له څلورو اړخونو ناتاره ډزې" وکړې.
د سوات په بحرین کې د چوکېل نومي ورشو (سبزه زار، څړځای یا وښیاڼه هم بلل کېږي) د بحر له سطحې شاوخوا ۹،۰۰۰ فوټه لوړ دی. همدا لامل دی چې هغه ځای ته یوازې له جونه تر اګست پورې تګ شونی دی ځکه چې په نورو میاشتو کې هلته واورې پرتې وي. په دې ویډیو کې مو د سیلانیانو له یوې ډلې سره چوکېل ته بیایو.
دا ۳۰ کسیزه ډله د پاکستان د نورو هغو سیمو په شان چې پکې د بودایانو د لرغوني مذهب "بد مت" اثار پکې موندل کېږي، له سوات څخه هم لیدنه کوي. د پلاوي مشر مشال راډیو ته وویل، په سوات کې د هغوی د مذهب پاتې شونې اثار هغوی ته د عقیدت وړ دي. نور تفصیل په دې ویډیويي راپور کې.
د خيبر پښتونخوا د سوات په بېلا بېلو کليو کې اوس هم خلک د اوبو په ژرندو دانې اوړه کوي. ځايي اوسېدونکي وايي چې د ژرندې اوړه که يو خوا پاک وي نو بلخوا د بازار پرتله ارزانه ورته پرېوځي ځکه زياتره خلک خپلې هغه دانې ورباندې اوړه کوي چې د دوی په پټو کې شوې وي.
د رېسکیو ۱۱۲۲ بیان وايي، ګاډی په لاړکو کې په یو موړ کې د ډرېور له کنټروله ووت او سلګونه فوټه ژورې کندې ته پرېوت.
نور وښیئ