نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.
د سوات اندراب ډنډ ته ځايي اوسېدونکي کو ډنډ وايي. هلته هر کال یوازې هغه سیلانیان ورځي چې پر غره د ختو په چل پوهېږي. سیلانیان وايي، ډنډ ته د ورتګ پر مهال یوه شپه په لاره کې کوي. نور په ویډیويي رپورټ کې.
په سوات کې د انتخاباتو کمېشن دفتر د جون پر ۲۶مه په یو بیان کې ویلي چې د غیر حتمي نتیجو ترمخه د تحریک انصاف ګوند فضل مولا ۱۷،۳۹۵ او ورپسې بیا د عوامي نیشنل ګوند احمد حسین چې په خان نواب مشهوره دی، ۱۴،۴۰۶ رایې ترلاسه کړي دي.
په سیند او سوات کې د رايې اچولو بهیر د جون پر ۲۶مه د سهار پر اته بجې پيل شوی چې بې له ځنډه به د مازیګر تر پینځو بجو پورې روان وو.
د خیبر پښتونخوا د ځنګلاتو ادارې په یوه رپورټ کې ویلي چې په وروستیو اوونیو کې د صوبې په یوشمېر ځنګلونو کې د اور لګېدو تر ۲۰۰ زیاتې پېښې وشوې چې پکې لسګونه یې خلکو بل کړي ول او ځینې یې د وچکالۍ او سختې ګرمۍ له کبله لګېدلي. اخوا د ملاکنډ ډېوېژن د سوات، بونېر او دیر په ګډون په یوشمېر ځنګلونو کې لا هم
ګڼ کارکوونکي هر سهار د سوات د الوچو باغونو ته ورځي، پخې الوچې شوکوي، په کرېټونو کې یې بندوي او بیا یې منډيي ته وړي. د زرعي چارو پوهان وايي، په سوات کې یوشمېر قسمه الوچې پیدا کېږي چې ښه خوند لري. خو باغوانان واي، د باغونو لګښت زیات او ګټه یې کمه ده. ویډیويي رپورټ.
د سوات قامي جرګه وايي، حکومت ته هيڅکله اجازه نه ورکوي چې له چکدرې تر فتح پوره دې د "سوات اېکسپرېس وې" په نوم لوی سړک د هغوی د ذرعي ځمکو په مينځ کې تېر شي. د جون پر شپږمه د يادې جرګې ګډونوالو وويل، که حکومت پر ۱۰ ورځو کې دننه د سيند پر غاړه د سړک جوړولو امر ور نکړ نو پراخ احتجاجونه به پيل کړي.
د سوات قامي جرګې مشر مختيار خان یوسفزی وايي حکومت دې د کرهڼې د ځمکو په مينځ کې د لویې لارې له تېرولو تېر شي او د سیند پر غاړه دې دا لاره پر همهغه نقشه جوړه کړي چې د اوبه خور محکمې لخوا جوړه شوې ده.
د سوات د چارباغ تحصیل په چونګۍ کلي کې د یو ابتدايي ښوونځي وداني له شاوخوا پینځو کلونو راهیسې نیمګړې ده چې له وجې یې ماشومان په خیمو کې زده کړو ته اړ شوي دي. ځینې ماشومان د سکول په کوټو کې پر ځمکه ناست وي او ټغر یا مېز او څوکۍ نه لري. چارواکي د دې ستونزو د هواري ژمنه کوي. ویډیويي رپورټ.
د سوات خوازه خېلې په يو شخصي سکول کې د ساينس په نندارتون کي ماشومانو د لاس جوړ کړي شيان نندارې ته وړاندې کړي دي. زده کوونکي وايي، له دې نندارتونه يې داسې ډېر څه زده کړي چې په راتلونکې کې به يې په کار ورشي.
دوی د سوات په یوه ځايي هوټل کې سره راټول وو او د خیبر پښتونخوا له اعلا وزیر او نورو چارواکو نه یې غوښتنه کوله چې په سوات کې له چکدرې تر فتح پوره د ایکسپریس وی په موجوده نقشې دوی تحفظات لري.
شهباز شریف ویلي چې د تير حکومت د ناکاره تګلارو له کبله په ملک کې ګراني او بي روزګاري زياته شوې ده خو د تحریک انصاف د لرې کړل شوي حکومت چارواکو دریځ درولود چې خراب اقتصاد ورته له پخوانیو حکومتونو پاتې وو.
د کوچني اختر په ورځو کې سوات ته د پاکستان له نورو برخو څخه ګڼ سیلانیان ورغلي دي. هغوی وايي، د سوات موسم هم ښه دی او ولس یې هم مینه ناک دی. نور په ویډیويي رپورټ کې.
د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد، پېښور او سوات په ګډون په یوشمېر ښارونو کې ګڼو خلکو د تحریک انصاف د وفاقي حکومت او له وزیراعظمۍ څخه د عمران خان د ګوښه کېدو ضد مظاهرې کړې دي. د اپرېل پر ۱۰مه ماخوستن مهال احتجاجونه تر هغې وروسته وشول چې د خالي او اتوار ترمینځ نیمه شپه د قامي اسمبلۍ له ۳۴۲ څخه ۱۷۴ غړو د
د سوات په سیدو شریف کې د خپل کور وېلېج یا کلي په نوم د یوې ادارې په ودانۍ کې لسګونه یتیم ماشومان اوسي. د هغې ادارې مشر وايي، په ودانۍ کې یې ماشومانو ته د کور په څېر چاپېریال جوړ کړی او هلته یې ښځې ګومارلې دي چې ماشومان د میندو غوندې وروزي. ویډیويي رپورټ.
د مارچ پر ۳۱مه د هغې صوبې د څلورو قبایلي سیمو په ګډون په ۱۸ ضلعو کې بلدیاتي انتخابات وشول چې له نارسمي نتیجو سره سم، د ملاکنډ ډېوېژن د اووه ضلعو زیاتره تحصیلونه واکمن تحریک انصاف ګوند ګټلي دي.
د خېبر پښتونخوا په سوات ميادم کې درې ورځنۍ کلتوري ميله شوې چې د بيلابيلو لوبو تر څنګ پکې د موسيقۍ پروګرام هم وشو. د مېلې تابيا کونکي وايي چې مقصد يې د پښتنو کلتور نړۍ ته ښودلو سره سيلګرۍ ته وده ورکول دي. د ميلې په اړه د مشال راډيو ويډيويي راپور وګورئ
د سوات د بېلابېلو سیمو اوسېدونکو له تېرو درو میاشتو راهیسې مظاهرې، لاریونونه، جرګې او جلسې کوي چې پکې له حکومته غواړي چې د لویې لارې جوړولو پروخت دې د خلکو کرنیزې ځمکې او باغونه نه لاندې کوي. دوی وايي، حکومت دې د سوات اېکسپرېس وې په نوم د لویې لارې نقشه بدله کړي. ویډیويي رپورټ.
د سوات په ګبين جبه کې پر واورو د لوبو مېلې تر سره شوه. حکومتي چارواکي وايي چي ګبين جبه د سيلګرۍ لپاره يو نوی ځای دی. مېلې ته ورغلي سيلانيان او ځايي ولس وايي چې راتلونکي وخت کې ګبين جبه د سيلګرۍ يو لوی مرکز ګرځېدلای شي. د مشال راډيو خبريال نياز احمد خان يې په اړه ويډيويي راپور راکوي.
نور وښیئ