نجیب الله الوخېل په خوست کې د مشال راډیو خبریال دی او د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر پر حالاتو رپورټونه جوړوي.
د پکتیا د پوهنې ریاست چارواکي وايي، د یادو ښوونځیو څخه ۶ يې د نوري فایبر له انټرنیټي سیستم سره هم وصل کړي، تر څو زده کوونکي د خپلو مالوماتو د ډېرولو لپاره له ویب سایټونو ګټه واخلي.
په دې مشاعره کې د خوست سربیره د پکتیا، پکتیکا، لوګر، کابل، ننګرهار او نورو ولایتونو ګڼو شاعرانو او د مشاعرې مینه والو هم برخه اخیستې وه.
په ګلان کېمپ کې د میشتو وزیرستانیو کډوالو ماشومان، زده کوونکي او ښوونکي له افغان حکومت او د کډوالو په برخه کې له مرستندویه ملي او نړیوالو بنسټونو غواړي، چې په دې کېمپ کې ماشومانو ته د زده کړو د دوام زمینه برابره کړي. دوی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د ناروې د کډوالو شورا یا NRC زیرستانیو کډوالو ل
دوی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د ناروې د کډوالو شورا یا NRC وزیرستانیو کډوالو لپاره خپل تعلیمي پروګرام د مارچ په ۳۱مه پای ته ورساوه، چې له کبله يې تر پنځم ټولګي پورې د دوی نجونې او هلکان له زده کړو پاتې شوي دي.
ددې برنامې تابیا کوونکو وویل، له دې کاره يې موخه داده چې نور ځوانان لوړو زده کړو ته وهڅول شي او هغوی چې لوړې زده کړې يې کړي دي، په ښه توګه خپلې پوهې او مسلکي وړتیاوې نورو سره شریکې کړي.
ددې سیمې خلک وايي، له دې مخکې د شمل دوه منده، المرې او نادرشاه کوټ ټولې اوبه په دوی راتلې او ډول، ډول ستونزې به يې ورته جوړولې.
دوی د مارچ پر ۳۱مه په یوه خبري ناسته کې غوښتنه وکړه، چې د دې ولایت د ښوونځیو او زده کوونکو شمیر ته په کتو دې، خوست ته د ۲نیم زره نویو ښوونکو د ګومارنې لپاره تشکیل ورکړل شي.
د مارچ پر ۲۸مه په خوست کې زرګونو خوستوالو د یوې ولسي غونډې له لارې د جمهوریت ملاتړ اعلان کړ او له حکومت او نړیوالو يې وغوښتل چې د وروستیو شلو کلونو په لاسته راوړنو دې معاملې نه کېږي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.
دوی له خلکو غواړي هغه هلکان او نجونې چې په ښوونځي کې د شاملولو عمرونه يې پوره کړي وي، د خپلو سیمو په نېږدې ښوونځیو کې دې شامل کړي.
د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان جنرال میرویس ساپي وویل، دا مهال د سویل ختیزو ولایتونو جوپې-جوپې ځوانان د ملي اردو لیکو ته ور روان دي او دوی د ځوانانو په دې روحیه ویاړي.
په ګردیز کې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي، په حکومتي ادارو کې د نارینه وو غوندې د ښځینه وو کارونه پرمخ نه ځي.
دوی یادې څرګندونې د مارچ پر ۱۶مه "د اسلامي معارف، افغاني معارف او غیر سیاسي معارف" تر شعار لاندې د عامه پوهاوي د کمپاین لپاره د دیني عالمانو او د پوهنې د چارواکو به ګډه غونډه کې وکړې.
د خوست د لکڼو اړوند د سرکي بوړيو په غریزه سیمه کې د زده کوونکو لپاره درې پوړيزه ودانۍ جوړه شوه. د دې سيمې هلکانو او نجونو له دې مخکې تر ګورګورو لاندې په ازاده فضا کې زده کړې کولې. په خوست کې تېر يو کال کې د ۱۱۶ ښوونځیو لپاره لويې او وړې ودانۍ جوړې شوي،
دوی زیاتوي، اوسمهال د افغان ښځو سیاسي پوهه لوړه شوې او کولای شي، د هېواد د لویو او مهمو مسایلو په پرېکړو کې ونډه واخلي او د ښځو د حقونو مساله په کې مطرح کړي.
چارواکو یادې څرګندونې نن ( د مارچ پر ۱۰مه) په دې ولایت کې د حوت د شلمې یا د فرهنګي میراثونو د ساتنې د ملي ورځې په پار جوړه شوې غونډه کې وکړې.
خوستي ویناوال وايي، که چیرې ځوانان یو لاس شي نو دوی کولای شي د جګړې ښکیلې خواووې او نړیواله ټولنه په دې هیواد کې د جګړې بندیدو او دایمي سولې ته وهڅوي. دوی یادې څرګندونې په خوست کې د سولې په موخه په هغه غونډه کې وکړې، چې د یو شمېر نورو ولایتونو ځوانانو هم برخه په کې اخیستې وه.
د خوست ولایت چارواکي او اوسېدونکي وايي، ولس د سوکاله ژوند لپاره د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو سرښندنې ستايي او ملاتړ یې کوي. د فبرورۍ پر ۲۷مه چې د افغانستان د کب میاشتې له نهمې سره سمون خوري، د افغان ملي ځواکونو د ورځې په توګه ولمانځل شوه. د لمانځغونډې په اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.
په دې لمانځغونډه کې د ننګرهار پر چارواکو سربېره د بېلابېلو ولسواليو یو شمېر قومي مشرانو، دیني عالمانو او په سلګونو ځوانانو برخه اخيستې وه.
د فبرورۍ پر ۲۵مه د خوست ښار د ځوانانو په تفريحي غونډۍ کې د زرغون خوست د نيالګيو د کېنولو درې ورځنی اشر او هنري میله، د خلکو او ځوانانو په پراخ ګډون سره پیل شوه. چې ورته د سوونو په شمېر کې ځوانان ورځي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې
د خوست نړیوال هوايي ډګر د ټرمینل ودانیزې چارې په بشپړېدو دي او په راتلونکو څو میاشتو کې به يې پرانیسته وشي. چارواکي وايي، د خوست هوايي ډګر ټرمینل د افغانستان تر ټولو لوی او د نړۍ د اوسمهالي معیارونو برابر ټرمینل دی. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.
نور وښیئ