د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې نوي فارغ شوي ډاکټران د دندو غوښتنه کوي


خوست کې د احمدشاه ابدالي د طب د لوړو زده کړو له موسسې څخه فارغه شوې يوه ډاکټره بری ليک تر لاسه کوي. د ۲۰۲۲ز کال د مارچ ۱۸مه
خوست کې د احمدشاه ابدالي د طب د لوړو زده کړو له موسسې څخه فارغه شوې يوه ډاکټره بری ليک تر لاسه کوي. د ۲۰۲۲ز کال د مارچ ۱۸مه

په خوست کې نويو فارغ شويو ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو د طالبانو له حکومته غوښتنه کړې چې دوی ته دې په شخصي او حکومتي څانګو کې د کار کولو زمینې برابرې کړي.

فارغانو زیاتوله، د خلکو لپاره د ښو روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په خاطر دې د دوی لپاره د تخصصي زده کړو شرایط هم برابر شي.

فارغو شویو ډاکټرانو او نرسانو دا غوښتنې نن (مارچ ۱۸مه) د احمدشاه ابدالي د طب د لوړو زده کړو د موسسې د شپږمې دورې د فارغانو د مراسمو په څنډه کې مشال راډیو ته وکړې.

خوست کې د احمدشاه ابدالي د طب د لوړو زده کړو له موسسې څخه فارغ شوي ډاکټران او نرسان. د ۲۰۲۲ز کال د مارچ ۱۸مه
خوست کې د احمدشاه ابدالي د طب د لوړو زده کړو له موسسې څخه فارغ شوي ډاکټران او نرسان. د ۲۰۲۲ز کال د مارچ ۱۸مه

د معالجوي طب فارغ ډاکټر کبیر زیارمل د طالبانو له حکومت غواړي، چې فارغو شویو ځوانانو ته دې د کارموندني په برخه کې خپله پاملرنه ډېره کړي.

نوموړی زیاتوي، دې ځوانانو په سختو شرایطو کې خپلې زده کړې بشپړې کړي او کورنۍ هم په دې تمه دي، چې دوی به اوس په اقتصادي لحاظ ورسره مرسته وکړي.

د معالجوي طب فارغ ډاکټر زاهدالله ځلاند وویل، د دې لپاره چې هېواد يې د روغتیا په برخه کې د نورې نړۍ له احتیاجۍ خلاص شي، لاره يې دا ده چې پانګوال په طبي څانګه کې پانګونه وکړي.

نوموړي زیاته کړه: "له ټولو پانګوالو څخه غوښتنه کوو، چې دوی دې د بهر پر ځای په خپل هېواد کې پانګونه وکړي او پيسې دې داسې ځای ولګوي، چې خوستوالو او هېوادوالو ته يې ګټه ورسیږي، نور به تر کومه پورې بهرنیو هېوادونو ته خپل ناروغان لیږو، تر کومه به ځوریږو او کړیږو، راشئ چې لاسونه سره ورکړو، دا وران او ویجاړ افغانستان اباد کړو. "

خوست کې د احمدشاه ابدالي د طب د لوړو زده کړو له موسسې څخه فارغه شوي ډاکټرانې او نرسانې. د ۲۰۲۲ز کال د مارچ ۱۸مه
خوست کې د احمدشاه ابدالي د طب د لوړو زده کړو له موسسې څخه فارغه شوي ډاکټرانې او نرسانې. د ۲۰۲۲ز کال د مارچ ۱۸مه

د احمدشاه ابدالي د لوړو زده کړو موسسې د امتیاز خاوند پوهاند بادشاه زار عبدالي وویل، چې د دوی موسسې په خپله شپږمه دوره کې ۵۷ ډاکټران او ۲۸ نرسان فارغان ورکړل، چې ۲۱ يې نجونې وې.

په خوست کې داسې مهال احمدشاه ابدالي د لوړو زده کړو موسسې ۸۵ تنه ډاکټران او نرسان فارغان ورکوي، چې تر دې يوه ورځ وړاندې په دې ولایت کې د پامیر د لوړو زده کړو موسسې د کمپيوټر ساینس، اقتصاد، حقوقو او انګلیسي ادبیاتو له څلورو پوهنځیو څخه هم ۱۴۲ تنه فارغ شول.

XS
SM
MD
LG