نجیب الله الوخېل په خوست کې د مشال راډیو خبریال دی او د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر پر حالاتو رپورټونه جوړوي.
د افغانستان د نورو ولایتونو په څېر په خوست کې هم د فبرورۍ له شپږمې راهیسې صرافانو کاربندیز اعلان کړی دی. خوستیو صرافانو د فبرورۍ پر ۲۰مه په احتجاجي غونډه کې له افغان حکومته وغوښتل چې ورته دې د جوازونو په انتخاب کې حق ورکړي.
دوی زیاتوله، ټولې صرافۍ په یوه کتګورۍ نه دي، څوک ډېرې سرمايې لري او ځینې بیا یوازې له دې لارې د کورنیو نفقې پیدا کوي، چې له دې کبله ټول صرافان په یو ډول د شرکتونو د جوازونو د اخیستلو توان نه لري.
د پکتیا اوسېدونکي او د ولایتي شورا غړي د دغه مرکز جوړېدل ګټور بولي او وایي چې د خدماتو په وړاندې کولو کې د اسانتیاوو رامنځته کول پر دولت د خلکو باور زیاتوي.
یادو سیالیو کې چې د ۱۶ ولایتونو لوبډلې ګډون لري، د ۸ نورو ولایتونو لوبې په ننګرهار کې ترسره کېږي.
په خوست کې لسګونه مشرانو او فعالانو د افغانستان د جمهوري نظام په ملاتړ غونډه کړې. دوی د فبرورۍ ۱۴مې غونډې ته په وینا کې ټینګار وکړ چې د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې باید جمهوري نظام قرباني نشي. ویناوالو همداراز د جګړې له ښکېلو خواوو څخه د اوربند غوښتنه هم وکړه. ویډیويي رپورټ.
د توکو یاده محموله، چې غلام خان په لاره يې د ټرانزیټ ټول قانوني مراحل بشپړ شوي تمه ده، د افغانستان له لارې تاجکستان ته بیلابیل پاکستاني توکي ولیږدوي.
د فبرورۍ پر ۱۲مه، له پاکستانه په څو لویو موټرو کې لومړني ټرانزیټي توکي خوست ته ورسېدل. دغه ګاډي چې د غلام خان په لاره يې د ټرانزیټ ټول قانوني مراحل مکمل شوي، تمه ده د افغانستان له لارې تاجکستان ته بیلا بیل پاکستاني توکي ولېږدوي.
د پکتیکا په ارګون او د برمل ولسوالۍ په دریو سیمو(مرغه، لمن، منګړیتي) کې د وزیرستانیو کډوالو شاوخوا درې زره کورنۍ اوسیږي، چې د چارواکو په وینا له دې جملې ۲۷۰۰ کورنۍ بایومیټریک دي.
یاد کانال څخه چې له ۳ زره جریبه ډېره ځمکه خړوبېږي او د دې کانال په مسیر کې به درې پخواني اوبیزې ژرندې هم فعالې شي، کارونه به يې د اتو میاشتو په موده کې سرته ورسېږي.
په پکتیا کې یوه کورنۍ چې خپل دوه مشران اولادونه يې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې وژل شوي او اوس يې د کورنۍ سرپرستي سپینږیری پلار او سپین سرې مور پر غاړه لري، د افغان حکومت پاملرنه غواړي.
دوی وايي، په اوس وخت کې د خوستیو سوداګرو تشې لارې تورخم ته ځي او هلته پاکستان ته د تګ د یوې پېرې لپاره لږ ترلږه شل ورځې منتظر پاتې کیږي، ځکه د غلام خان په لاره افغاني بار وړونکي موټر له صفري نقطې مخته نه پرېښودل کیږي.
د پکتیا وزي ځدراڼ، شواک، ګرده څيړۍ، زرمت، جاني خېل او د ځاځي اریوب ځینې برخې هغه سیمې بلل کیږي، چې ښوونیز بهیر په کې د نا امنیو او لازم ظرفیت د نشوالي له کبله کمزوری دی.
د مشاعرې تابیا کوونکي وايي، شاعرانو د خپلو شعرونو په واسطه د جګړې ښکیلو خواوو ته دا پیغام ورساوه، چې سوله د افغانانو راتلونکې تضمینوي او له دې پرته د ولس د ښیرازۍ بله لاره نشته.
د خوست لسګونه اوسېدونکو او مدني فعالانو په یو لاریون کې د جمهوري نظام د بقا او په افغانستان کې د تلپاتې سولې ټینګښت غوښتنه کړې. د جنورۍ پر ۳۱مه مدني فعالانو لاریون ته په وینا کې وویل چې د افغانستان د مسلې حل په روسیه، چین، ایران، قطر او نورو هېوادونو کې نه دی. ویډیويي رپورټ.
د خوست سوداګر، د ترانسپورټ اتحاديو غړي او د لویو موټرو ډريوران له افغان حکومت غوښتنه کوي چې د غلام خان لارې د ترانزيټ کېدو په برخه کې دې خپلې هڅې چټکې کړي او لاره دې هم د تورخم او سپین بولدک د لارو په شان د افغانستان او پاکستان د حکومتونو لخوا په رسمي توګه ترانزيټ شي.
دوی زیاتوي، د غلام خان لاره دې هم د تورخم او سپین بولدک د لارو په شان د افغانستان او پاکستان د حکومتونو لخوا په رسمي توګه ترانزيټ شي.
دوی وايي، کله چې د کرونا وبا په اوله څپه کې ځینو خلکو خپل کارونه دلاسه ورکړل، نو دوی ډېر ناهیلي ول، خو همدا مدني فعالان او ځايي ځوانان وو، چې له شتمنو يې مرستې راټولې او د اړمنو دروازو ته يې ورسولې او هغوی ته هیله مندي ورکړه.
د جنورۍ پر ۲۶مه د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مشر شمیم خان کټوازي په خوست کې د کارموندني د پروګرام په پیل غونډه کې خلکو ته وویل، چې خوست ښار به د اوسني حالت په پرتله درې برابره پراخ شي.
د خوست په ګلان کیمپ کې میشت وزیرستاني کډوال غوښتنه کوي چې د افغان حکومت د ملي دسترخوان او داخلي بې ځایه شویو سره د مرستو په پروګرامونو کې دې ونډه ورکړي. دوی دړکه ورکوي، که يې غوښتنه ونه منل شوه نو د غلام خان په صفري نقطه او د خوست د ولایت مقام مخې ته به احتجاج وکړي. ویډيويي رپورټ.
هغوی زیاتوي، د مرستو په کمیدو سره يې ژوند له ستونزو سره مخامخ شوی او ځینې کورنۍ خو بیخي په دې لږو مرستو کې هم نه دي شاملې.
نور وښیئ