نجیب الله الوخېل په خوست کې د مشال راډیو خبریال دی او د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر پر حالاتو رپورټونه جوړوي.
پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ یو کال د اګست پر ۱۵مه پوره شو. طالب چارواکو د هېواد تر نیولو وروسته له دولتي او حکومتي ودانیو څخه درې رنګه ملي بیرغ لیرې کړ او پر ځای یې د خپل تحریک جنډه هسکه کړه.
د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس شبیر احمد عثماني وویل، "په ګلان کیمپ او د خوست په نورو سیمو کې وزیرستانیو کډوالو سره منظمې مرستې روانې دي.
د افغانستان په خوست کې د جون ۲۲مې تر زلزلې وروسته د نس ناستي او قي (کولرا) د ناروغۍ لسګونه پېښې ثبت شوې دي. په خوست کې ډاکتران وايي، لومړي مریضان له زلزله ځپلې سپېرې ولسوالۍ ورغلي ول خو اوس له نورو ځایونو هم مریضان ورروان دي. د ناروغانو کورنۍ د درملنې د امکاناتو زیاتولو غوښتنه کوي. ویډیويي رپورټ.
د ډاکټرانو په وینا، کولرا شدید، منځني او خفیف ډولونه لري او که پر وخت یې درملنه و نه شي، د مرګ لامل کېدای شي. د دوی په وینا، په کولرا په هغو ځایونو کې زیات خلک اخته کېږي چې اوبه يې ناپاکې او ککړتیا پکې ډېره وي.
د افغانستان د پکتیکا ولایت اوسېدونکي وايي، د مرکز ښرنې په مرکزي ولایتي روغتون کې اسانتیاوې تقریباً نه شته. بل پلو د یاد روغتون چارواکي وايي، که د منظور شوي ۱۵۰ بستریز روغتون امکانات ورکړل شي، نو خدمتونه به يې ښه شي. ویډیويي رپورټ.
د پاکستان حکومت تر دې مخکې هم په بیا بیا ټینګار کړی دی چې پر ټولو لارو د خلکو د تګ راتګ اسانولو هڅې کوي او زیاتوي چې محدودیتونه یې د امنیت ټینګښت په موخه لګولي دي.
د روغتون مشر ډاکټر مطیع الله همدرد وايي، سره له دې چې د دوی هسپتال یو سل پنځوس بستریز هغه ته لوړ شوی، خو تشکیل او امکانات يې نه دي ډېر شوي.
د افغانستان لپاره د سوېډن کمیټې یو موټریز کاروان او د هغوی یو شمېر کارکوونکي د پکتیکا په لارو او کوڅو کې ګرځي او له کورنیو غواړي چې خپلې نجونې او هلکان د هېواد او خلکو د ښه راتلونکې لپاره ښوونځیو ته ولېږي.
د پکتیا د زرمت ولسوالۍ په ځینو سیمو کې د خلکو پر کورونو او ځمکو سیلاوونه ورغلي او خلک اړ شوي، چې خپل کورونه پریږدي.
ملګري ملتونه غواړي، چې له راروان ژمي نه مخکې په پکتیکا او خوست کې د زلزله ځپلو د ۲,۰۰۰ کورونو د بیارغونې په برخه کې مرسته وکړي.
ابو مسلم خراساني د امویانو په پرځېدو او د عباسیانو په واکمنېدو کې پراخه ونډه لرله. نوموړی د عباسیانو له لویو سردارانو او له مهمو قوماندانانو څخه وو. خراساني په فارسي او عربي ژبو برلاسی وو او د فصاحت او بلاغت ستاینه يې کېده.
په خوست کې د ولسوالیو او مرکزي واحدونو د ۱۷ لوبډلو تر مينځ شل اوریز کرکټ جام پای ته ورسید. د شهید رحمت ولي په نوم کرکټ سیالیو چې ۲۰ ورځې يې دوام وکړ، د لکڼو د منتخبې لوبډلې په بریا پای ته ورسېد. د مشال راډيو خبريال نجیب الله الوخېل په دې اړه ویډيويي راپور لري.
د نړۍ هېڅ یوه هېواد لا تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او نړیوالې ټولنې دا او له افغانستان سره د مرستو موضوعات په هغه هېواد کې د ټولګډونه حکومت له جوړېدو او د بشري حقونو، په ځانګړي ډول، د ښځو حقونو له خوندیتوب سره تړلي دي.
د پکتیا چارواکي وايي، له یوشمېر زیانمنو کورنیو سره مرستې شوي، خو د زیانونو د کره معلوماتو ورغونډولو لپاره يې د سروې ټیمونه سېلاو ځپلو سیمو ته رسېدلي دي.
د خوست اوسېدونکو د لوی اختر لمونځ ادا کولو پر مهال د ټولنې له شتمنو خلکو وغوښتل چې د تېرو جګړو د قربانیانو له کورنیو او غریبانو سره مرستې وکړي. دوی وايي، تېر کلونه امنیتي ګواښونه زيات ول، خو سږنی اختر به په ارامه فضا کې ولمانځي. په دې اړه نجیب الله الوخېل ویډیويي راپور چمتو کړی دی.
په خوست کې د تېرو کلونو پرتله د قربانۍ څارویو بیې ښکته شوې دي خو د اقتصادي ستونزو له وجې کم خلک څاروي اخلي. د څارویو سوداګر وايي، سږ کال یې خورا کمې پیسې ګټلې دي. ویډیويي رپورټ.
په خوست ولايت کې د رسنيو لوبډلو کرکټ سیالۍ کړې دي. خبریالان وايي دا سیالۍ د سالم رقابت او د رسنيو ترمنځ د همکاريوزیاتولو لپاره ښې دي. نجيب الله الوخېل یې په اړه راپور لري.
دا سیالۍ چې ۲۵ ورځې مخکې پیل شوې وې، د خوست د نهو سیمه ییزو راډیوګانو او تلویزیونونو ۲۳۰ خبریالان په کې ولوبېدل.
د سپیرې اوسیدونکو وویل، په دې ځای کې د مرسته کوونکو لخوا د کومکونو وېش عادلانه نه دی، ځکه یو کور سره پنځه ځلې مرسته کیږي، خو د بلې سیمې د زیانمن کور څوک پوښتنه نه کوي.
نور وښیئ