نجیب الله الوخېل په خوست کې د مشال راډیو خبریال دی او د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر پر حالاتو رپورټونه جوړوي.
د روان ۲۰۲۲ز کال د اپریل پر اوله د خوست شېخ زاید پوهنتون له شپږو پوهنځیو څخه د ۳۳ ښځو په ګډون ۸۳۰ کسان فارغ شول. فارغ شوي زده کوونکي وايي چې د دوی لپاره دې د ماسټرۍ او پي اېچ ډي پروګرامونه پیل کړل شي تر څو د هغوی کاري وړتیاوې لوړې شي.
دوی وايي، د اوسني وخت مسولیت دی چې فارغ شویو ځوانانو لپاره د ماسټرۍ او دوکتورا تر کچې د زده کړو زمینه برابره شي، تر څو په خپلو مسلکونو پوره برلاسي شي.
د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد وايي، د روغتیا، پولیسو او ځینو نورو برخو کې چې ټولنې ورته اړتیا ده، دوی ته د فعالیت اجازه ورکړل شوې او په نورو برخو کې هم چې ورته اړتیا پيښيږي، هغو ته به ښځې جذبیږي.
د سیمې یوه اوسېدونکي خلیل الرحمان قلمیار مشال راډیو ته وویل، چاودنه هغه مهال وشوه چې خلک د جمعې تر لمانځه وروسته له جومات وروتل.
د افغانستان د یوشمېر نورو ولایتونو ترڅنګ د خوست شیخ زاید پوهنتون هم د فبرورۍ پر ۲۶مه د نجونو او هلکانو پرمخ پرانیستل شو. د ۲۰۲۱ز کال د اګست په نیمايي کې چې پر افغانستان طالبان واکمن شول نو په اکثریت ولایتونو کې تر شپږم ټولګي وروسته د نجونو تعلیمي بهیر ودرېد. ویډیويي رپورټ.
د شیخ زاید پوهنتون په دروازه کې د محصلانو د هرکلۍ لپاره ځانګړي مراسم نیول شوي ول، د خصوصي ښوونځیو نجونو او هلکانو د پوهنتون محصلانو او استادانو ته د ګلونو ګلدستې ورکړې.
د خوست سلګونه اوسېدونکو او ځوانانو د هغه ښار پر متون غونډۍ د ((زرغون خوست)) په نوم د نیالګیو او ونو کښېنولو مېله پیل کړې ده. د خوست ښاروالۍ په مرسته جوړه شوې مېله به درې ورځې روانه وي. د خوست اوسېدونکي او ځوانان له وروستیو یوشمېر کلونو راهیسې د ښار په مختلفو برخو کې د پسرلي په راتګ ونې کښېنوي.
قومي مشر توریالی منګل مشال راډيو ته وويل چې په دې قومي پرېکړو کې دا هم ول چې ښځې باید په دښمنیو کې ورنکړل شي.
د شیخ زاید پوهنتون استاد رباني وحدت مشال راډيو ته وویل، له حقوقي نظره هېڅوک حق نه لري، چې د افغانستان پانګه کنګل او د تاوان په نوم يې په خپلو وګړو وویشي.
په خوست کې د سرې میاشتې سازمان له ۱،۰۰۰ بې وزله کورنیو سره د هغو خوراکي توکو مرسته کړې ده چې د جرمني یوه خیریه بنسټ افغانستان ته لېږدولي دي. د ۲۰۲۱ز کال د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې اقتصادي ستونزې زیاتې شوې دي او ملګري ملتونه وايي، د هېواد مېلیونونه وګړي له لوږې
د طالبانو حکومت د خوست له زندان او توقیف خونو څخه لسګونه بندیان خوشې کړي دي. د ولایت د بېلابېلو ادارو یو ګډ پلاوي د هغو کسانو قضیې ارزولي او بیا یې د خوشې کولو امر کړی. هغو کسانو په وروستیو کې شکایت کړی وو چې له میاشتو راهیسې بندیان دي او د قضیو پوښتنه یې نه کېږي. هغه پلاوي ویلي چې د بندیانو جرمونه
د خوست په محبس کې تر دې وخته ۹۲ کسان په بند کې وو، چې د پلاوي د ارزونې وروسته يې نږدې نیمايي کسان خوشي شول.
په خوست کې د پوهنتونونو ښځینه زده کوونکي د لوړو زده کړو وزارت لخوا د حکومتي پوهنتونونو د بیا پیلېدو اعلان ته خوشحاله دي او وايي، نور باید د دوی د زده کړو وخت ضایع نه شي.
خبریالان وايي، رسنۍ په افغانستان کې د وروستیو ۲۰ کلونو له مهمو لاسته راوړنو څخه دي او که اقتصادي ستونزې يې حل نه شي، ښاييله فعاليته ولويږي.
د جنوري پر ۲۵مه د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لويې کمیشنرۍ UNHCR په خوست کې پر نېږدې ۳۰۰ غریبو کورنیو د ژمنیو توکیو د رانیولو لپاره نغدې مرستې وېشلې دي. نور حال په دې ویډیو راپور کې.
د مسوولانو په وینا، یادې کورنۍ د سپيرې او تڼیو ولسوالیو همدارنګه د مرکز اړوند سیمو څخه انتخاب شوې او هرې کورنۍ ته (۲۶۵) امریکايي ډالر په نقدي ډول ورکول شول.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یا یونيسېف په خوست کې پر لسګونو یتیمانو او بېوزله ماشومانو د ژمنیو توکو مرسته ووېشله. د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې په روان ژمي کې ۲۳ میلیونه افغانان بیړنیو مرستو ته اړتیا لري. په دې اړه نجیب الله الوخیل ویډیويي راپور لري.
نور وښیئ