نجیب الله الوخېل په خوست کې د مشال راډیو خبریال دی او د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر پر حالاتو رپورټونه جوړوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې " یو این ایچ سي ار " لخوا د ژمنیو توکو د رانیولو لپاره د مرستو په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته ۲۷۵ ډالر ورکول کیږي چې د سیمه ییزو چارواکو په وینا شاوخوا دولس سوه کورنۍ له دې مرستو بې برخې پاتې شوي دي.
د افغانستان د خوست په ګربزو ولسوالۍ کې د یو شمیر دودیزو او عصري لوبو نندارې جوړې شوې. د لوبو تابیا کوونکي وايي له دې پروګرام څخه يې موخه په ګربزو کې د غرونو او څړځایونو پر سر د پرتو قبیلو تر منځ د اختلافونو له منځه وړل او د دوی تر منځ د اړیکو ټينګول دي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې
د افغانستان د خوست ولایت د موساخېلو اوسېدونکي وايي، په تېرو ۲۰ کلونو کې یې په ولسوالۍ کې د ناامنۍ له وجې پرمختیايي کارونه نه دي شوي او په ډېریو برخو کې د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو هم بې برخې دي. ځايي چارواکي وايي د لیرې پرتو ولسوالیو د خلکو د اړتیاوو پوره کولو ته زیات پام کوي. ویډیويي رپورټ.
د افغانستان پکتيا ولایت ځوانان له پانګوالو غواړي چې د دوی لپاره د دایمي کارموندنې په خاطر دې پر لویو او وړو کارخانو کې پانګونه وکړي. په همدې حال کې د کارخونو مالکان بیا د صنعتي پارکونو او دایمي بريښنا نه شتون او د حکومت لخوا لوړې مالیې هغه ستونزې بولي.
وزیرستانیو کډوالو ګواښ وکړ، که چیرې يې غږ وانه وریدل شي، نو دوی به د اعتراض په توګه د پرلت خیمې ودروي او په لاریونونه به لاس پورې کړي.
د خوستیو لادرکه شویو د کورنیو غړي وايي، له شاوخوا لسو ورځو راهیسې يې له خپلو مساپرو سره اړیکې پرې شوي او دا چې هغه سیمو کې سختې واورې او ساړه وي، د خپلو مساپرو د ژوند په اړه سخت انديښمن دي.
د افغانستان په خوست کې له يو شخصي ښوونځي فارغ شوي زده کوونکي وايي، ورته معلومه ده چې اوسمهال کاري موقعې کمې او ستونزې ډېرې دي خو د راتلونکې د روښانولو هيله لري. دوی وايي، ستونزې که هر څومره ډېرې وي، همت بايد و نه بایلي. ویډیويي رپورټ.
په خوست کې د لوړو او نیمه لوړو روغتیايي زده کړو د ادارو ښځینه او نارینه فارغان غوښتنه کوي چې دوی ته دې د کار او زده کړو وړ شرایط برابر شي.ځايي چارواکي د فارغانو غوښتنې پر ځای بولي او وايي دوی به هڅه وکړي چې د طبي زده کړو فارغانو ته په لیرې پرتو سیمو او ولسوالیو کې د کار کولو زمینې برابرې شي. .
په خوست کې دا مهال د حکومتي ښوونځیو سربېره ۱۲۹ شخصي ښوونځي هم فعالیت لري. په هغو ښوونځیو کې د ۱۵۳۰ نجونو په ګډون نږدې ۳۲۰۰۰ زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي.
په خوست کې یو شمیر وزیرستیاني کډوال شکایت کوي چې د ژمنیو نقدي مرستو له فهرستونو څخه يې نومونه ایستل شوي دي. دوی مشال راډيو ته وویل که مرستې ورنکړل شي، نو په روان ژمي کې به له سختو ستونزو سره مخامخ شي.
د افغانستان د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ په دښته کې د یوشمېر دودیزو او پخوانیو لوبو مېله شوې ده. منتظمین وايي، د مېلې له لارې د پلرونو او نیکونو د وختونو پخوانۍ او سیمه ییزې لوبې بیا ژوندي کول غواړي. ویډیويي رپورټ.
په تڼیو کې د ډېسېمبر پر نهمه جوړه شوې دې ورزشي میله کې د ځوانانو لخوا د نیزه وهنې، خوسۍ، چارمغز ګټلو، تېږه اچونې، کبړي، موټرسایکل ځغلونې او د اوسني عصر یو شمېر رزمي لوبې ترسره شوې.
د روان ۲۰۲۲ز کال د جون پر ۲۲مه نېټه سختې زلزلې د خوست او پکتیکا یوشمېر سیمې لړزولې وې، چې پکې تر ټولو زیاته مرګژوبله او زیان د پکتیکا د ګیان او برمل اوسېدونکو ته اوښتی وو.
په خوست کې د طالبانو د حکومت چارواکو څو ورځې مخکې ویلي ول چې نویو فارغو شویو کسانو ته د کار موقعې پیدا کوي او د حکومتي ادارو پر تشو څوکیو به ورته په ګومارنو کې لومړیتوب ورکړي.
د خوست پوهنتون او په دې ولایت کې د لوړو زدکړو د نورو موسسو نوي فارغان غوښتنه کوي چې دوی ته دې له خپلو مسلکونو سره برابرې دندې ورکړل شي. دوی وايي، که چیرې د ځوانانو پر خپل راتلونکی باور پیدا شي او کاري فرصتونه ورته برابر شي، هغوی به په غیر قانوني او قاچاقي لارو نورو هیوادونو تګ ته زړه ښه نه کړي.
د پښتو ژبې نوموتي شاعر او لیکوال پیرمحمد کاروان وویل، په پښتو کې د ساینس او ټکنالوژۍ برخې ته ژباړې شوي، خو لا ډېر کار ته اړتیا ده، چې دا پرمختګونه زموږ د ژوند د غوړیدو لامل شي.
د سیمې اوسېدونکو دا څرګندونې د نومبر پر ۲۲مه تر هغې وروسته وکړې چې د نومبر پر ۱۹مه او ۲۰مه دوپرزیو او بنګښو د پاکستان د امنيتي ځواکونو په ملګرتيا له افغان طالبانو سره داسې وسلواله نښته وکړه چې پکې دواړو غاړو ته مرګژوبله واوښته.
په خوست د افغانستان د شپږو ولایتونو د لوبډلو ترمینځ د سانګې یا نېزې وهلو سیالۍ شوې دي. د نومبر ۱۷مې سیالۍ د وزلوبې ملي فېډرېشن په نوښت جوړې شوې وې چې موخه یې د نېزې وهنې لوبې ته وده ورکول دي. ویډیويي رپورټ.
نور وښیئ