نجیب الله الوخېل په خوست کې د مشال راډیو خبریال دی او د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر پر حالاتو رپورټونه جوړوي.
په خوست کې د ولسوالیو او مرکزي واحدونو د ۱۷ لوبډلو تر مينځ شل اوریز کرکټ جام پای ته ورسید. د شهید رحمت ولي په نوم کرکټ سیالیو چې ۲۰ ورځې يې دوام وکړ، د لکڼو د منتخبې لوبډلې په بریا پای ته ورسېد. د مشال راډيو خبريال نجیب الله الوخېل په دې اړه ویډيويي راپور لري.
د نړۍ هېڅ یوه هېواد لا تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او نړیوالې ټولنې دا او له افغانستان سره د مرستو موضوعات په هغه هېواد کې د ټولګډونه حکومت له جوړېدو او د بشري حقونو، په ځانګړي ډول، د ښځو حقونو له خوندیتوب سره تړلي دي.
د پکتیا چارواکي وايي، له یوشمېر زیانمنو کورنیو سره مرستې شوي، خو د زیانونو د کره معلوماتو ورغونډولو لپاره يې د سروې ټیمونه سېلاو ځپلو سیمو ته رسېدلي دي.
د خوست اوسېدونکو د لوی اختر لمونځ ادا کولو پر مهال د ټولنې له شتمنو خلکو وغوښتل چې د تېرو جګړو د قربانیانو له کورنیو او غریبانو سره مرستې وکړي. دوی وايي، تېر کلونه امنیتي ګواښونه زيات ول، خو سږنی اختر به په ارامه فضا کې ولمانځي. په دې اړه نجیب الله الوخېل ویډیويي راپور چمتو کړی دی.
په خوست کې د تېرو کلونو پرتله د قربانۍ څارویو بیې ښکته شوې دي خو د اقتصادي ستونزو له وجې کم خلک څاروي اخلي. د څارویو سوداګر وايي، سږ کال یې خورا کمې پیسې ګټلې دي. ویډیويي رپورټ.
په خوست ولايت کې د رسنيو لوبډلو کرکټ سیالۍ کړې دي. خبریالان وايي دا سیالۍ د سالم رقابت او د رسنيو ترمنځ د همکاريوزیاتولو لپاره ښې دي. نجيب الله الوخېل یې په اړه راپور لري.
دا سیالۍ چې ۲۵ ورځې مخکې پیل شوې وې، د خوست د نهو سیمه ییزو راډیوګانو او تلویزیونونو ۲۳۰ خبریالان په کې ولوبېدل.
د سپیرې اوسیدونکو وویل، په دې ځای کې د مرسته کوونکو لخوا د کومکونو وېش عادلانه نه دی، ځکه یو کور سره پنځه ځلې مرسته کیږي، خو د بلې سیمې د زیانمن کور څوک پوښتنه نه کوي.
د خوست د سپېرې ولسوالۍ اوسېدونکي له نړیوالې ټولنې څخه د زیاتو مرستو غوښتنه کوي. دوی وايي، د جون پر ۲۲مه تر نیمې شپې وروسته زلزلې د سیمې بېخبنا ړنګه کړې او لارې دومره خرابې دې چې تر خوست ښاره څلور یا پینځه ساعتونو کې رسېږي. د طالبانو حکومت وايي، د نړیوالې ټولنې مرستې زلزله ځپلو سیمو ته رسوي.
په خوست او پکتیکا کې زلزله ځپلي وايي، بیړنیو طبي او نورو مرستو ته اړتیا لري. دوی وايي، کورونه یې بشپړ ړنګ شوي او د کور ټول سامانونه یې تر خاورو لاندې دي. ملګرو ملتونو د جون پر ۲۵مه وویل چې د زلزلې له وجې د مرګ ژوبلې زیاتېدو ویره ده. ویډیويي رپورټ.
د خوست د سپیرې او د پکتیکا د برمل او ګیانې ولسوالیو د زلزلې زیانمن او ټپیان غوښتنه کوي چې د ژوند په ټولو برخو کې دې، ورسره بیړنۍ مرستې وشي.
د جون پر ۲۳مه له ایران او پاکستانه د زلزله ځپلو سیمو له خلکو سره مرستې خوست ته ورسېدې. طالب چارواکي وايي، له هغه ځایه یې پکتیکا او نورو زلزله ځپلو سیمو ته د مرستو لېږد بهیر پیل کړی. نور په ویډیويي رپورټ کې.
د طالبانو د حکومت د بیړنیو پېښو پروړاندې د مبارزې وزارت چارواکو د جون پر ۲۳مه وویل، د ایران تر څنګ له پاکستانه هم د تورخم او غلام خان له لارې په ۱۲ لویو لاریو کې د مرستو اړین توکي وررسېدلي دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي سېکرټر مرستیال ځانګړي استازي او د بشري مرستو همغږوونکي د جون پر ۲۲مه شپې ناوخته وویل، باور لري چې په زلزله کې شاوخوا ۲،۰۰۰ کورونه نړېدلي وي.
زلزله د جون پر ۲۲مه شپې شاوخوا یوه نیمه بجه راغله چې د امریکا د ځمکپوهنې ادارې په وینا پر رېښتر پیمانه یې شدت ۵،۹ وو او مرکز یې له خوسته ۴۶ کېلومیټره لیرې جنوب غرب لوري ته وو.
د خوست په غلام خان بندر کې د شمالي وزیرستان لسګونه کډوالو د جون له ۱۵مې راهیسې احتجاجي پرلت وهلی دی او خپلو کلیو ته ستنېدل غواړي. د شمالي وزیرستان انتظامیه وايي، د کډوالو د ستنولو هڅې کوي. ویډیويي رپورټ.
د کمیسارۍ مرستیال عبدالوکیل عزام وايي، د پاکستان لوري ورسره ژمنې کړي، خو تر اوسه يې د اوښتونکو ناروغانو شمېر نه دی ډېر کړی.
اعتراض کوونکي وايي، دوی به پرلت هغه وخت پای ته ورسوي، چې د پاکستان د حکومت له خوا په خوست کې د پاتو وزیرستانیو کډوالو د بیرته ستنولو په باب مثبت ځواب ترلاسه کړي.
د خوست په کتاب بازار کې د ژوندون کتاب پلورنځي مسوول غلام رسول د جون پر اتمه نېټه مشال راډيو ته وویل، د خلکو د اقتصاد د خرابېدو له کبله د کتاب پېر او پلور ۷۰ فيصده اغېزمن شوی دی.
په خوست کې له شاوخوا ۳،۰۰۰ هغو نارینه او ښځینه وو زده کوونکو څخه دولتي ازموینې اخیستل پیل شوي چې په خصوصي روغتیايي انسټیټیوټونو کې يې دوه کلنۍ زده کړې بشپړې کړې دي دي. فارغان د دې هرکلۍ کوي او وايي، دوی هغه وخت په خصوصي او دولتي روغتونونو او کلېنېکونو کې دندې کولای شي چې د دې ازموینې اسناد ورسره وي.
نور وښیئ