نجیب الله الوخېل په خوست کې د مشال راډیو خبریال دی او د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر پر حالاتو رپورټونه جوړوي.
د افغانستان په خوست او ۱۰ نورو ولایتونو کې له ښځو او نجونو پرته د دولسمو ټولګیو نارینه زده کوونکو د کانکور ازموینې دوه ورځنی بهیر د جولای پر ۲۰مه پیل شو. د ازموینې ملي ادارې د چارواکو په وینا سږ ک
د خوست د شیخ زاید پوهنتون د طب له شپږ کلنې دورې څخه ۱۰۰ تنه زده کوونکي فارغ شول خو نجونه پکې نه وې. د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ز کال په ډېسېمبر کې نجونه پوهنتونونو ته له تګه منع کړې. له پوهنځي څخه په فارغو شویو کې ۱۰ تنه د خیبر پښتونخوا هم ول. ویډیويي رپورټ.
په خوست کې د طبعي علومو د درې ورځنۍ څېړنیزې غونډې ګډونوالو هغه ناسته د هېواد پر کچ په علمي برخه کې یو ښه پرمختګ بللې او له چارواکو يې غوښتي چې دا سلسله روانه وساتي. په غونډه کې د افغانستان د بېلابېلاو دولتي پوهنتونونو استادانو او ښوونکو برخه واخیسته. ویډیويي رپورټ.
خوستي کروندګر وایي، په هغه ولایت کې د هندواڼو کر ښه نتیجه ورکړې او د غلو دانو پرتله یې ګټه هم یوشمېر برابره زیاته ده. کروندګر زیاتوي که اړوندې ادارې ورسره د تخمونو، درملو او سرې په برخه کې مرستې وکړي نو خوست به د مېوو له اړخه پر ځان بسیا شي. ویډیويي رپورټ.
په دې وروستیو کې د پکتیا ځاځي اریوب ولسوالۍ اړوند تفریحي سیمو ته د سیلانیانو ورتګ ډېر شوی دی. سیلانیان وايي، د سیمې شین او ښکلی چاپیریال او سوړ طبیعت ورته په زړه پورې دی. د چارواکو په وینا، د لوی اختر په شپو ورځو کې د ځاځي اریوب د سپینې ش
د ادارې په وینا د هغې ورځې د نمانځنې هدف یې دادی چې د لوبغاړو تر مینځ همغږۍ ډېره کړي، د هغوی پر ستونزو خبر شي او د هغوی د کار ښه کولو لپاره ګامونه پورته کړي.
د افغانستان د خوست په ګلان کېمپ کې اوسیدونکي وزیرستاني کډوال غوښتنه کوي، چې نړیوال بنسټونه دې دوی سره د روغتیا، ښوونې روزنې، خوراکي توکو او نورو برخو کې مرستې اوږد مهاله کړي. په دې وروستیو کې د وزیرستانیو کډوالو لپاره د ښوونځیو په ګډون یو شمېر نو
د خوست اوسېدونکي وايي، چارواکي دې د ښي لاس سټېرېنګ لرونکو یا کانټینري موټرو د ثبت بهیر درې میاشتې نوره وغځوي. دوی وايي، په هغه ولایت کې کانټینري موټر زیات دي خو چارواکو یې رجسټرېشن ته کم وخت ورکړی دی. له ثبتېدو پرته ډرېوران په هغو ګاډو کې نورو ولایتونو ته نه شي تللای. ویډیويي رپورټ.
د خوست سپیرې ولسوالۍ اړوند د افغانۍ دوبۍ سیمه کې میشت وزیرستاني کډوال وايي، چې له دوی سره د نړیوال خوراکي پروګرام، یو این ایچ سي ار او نورو نړیوالو بنسټونو لخوا د مرستو درې میاشتنیو قراردادونو انديښمن کړي دي.
د خوست په نادر شاه کوټ ولسوالۍ کې له پوهنتونونو فارغو یوشمېر هغو کسانو چې دندې نه لري، د خپلې سیمې ماشومانو او ځوانانو لپاره ښوونیز مرکز پرانیستی دی. په مرکز کې تر اوسه ۶۵۰ کسان داخل شوي چې وړیا تعلیم ترلاسه کوي. ویډیويي رپورټ.
په پکتیا کې د چاپېریال ساتنې اوونۍ لمانځلو په پار د ولایت اوسېدونکو او فعالانو د ښار پاکولو کیمپېن کړی دی. فعالان وايي، د دې کار موخه د چاپېریال ساتنې په اړه اګهي پیدا کول دي. ویډیويي رپورټ.
د صبریو لیونخېلو سیمه له خوست ښاره شاوخوا ۴۵ کیلوميټره لېرې ده او په تېرو دوه لسیزو کې سختو جګړو او ناامنیو ځپلې ده.
د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې يو شمېر لوبډلو د رزمي لوبو ورزشي نندارې کړې دي. د دې نندارو منتظمين وايي، له دې نندارو يې موخه د هغو ځوانو ورزشکارانو ستایل او هڅول دي، چې په دې وروستیو کې يې د لوبو په ډګر کې پکتیا ته بریاوې او ویاړونه ور په برخه کړي دي.
د خوست په تڼیو ولسوالۍ کې دوه میاشتې مخکې د والیبال د اتلولۍ په لړ کې سیالۍ د مې پر ۲۲مه پای ته ورسېدې. د اتلولۍ پایلوبه د مندوزیو لوبډلې وګټله. په سیالیو کې د خوست د بېلابېلو ولسوالو ۳۰ لوبډلو برخه واخیسته. ویډیويي رپورټ.
د افغانستان په لوګر ولایت کې د سنځل ګل دودیزه مشاعره شوې چې پکې د هغه ولایت ترڅنګ د افغانستان د نورو برخو شاعرانو، لیکوالانو او د ادب مینوالو ګډون وکړ. د مشاعرې ګډونوالو د سولې سره د مینې او له جګړې د کرکې په اړه شعرونه وویل.
د طالبانو د ټرافیکو لوی ریاست دې کار لپاره درې میاشتې موده ټاکلې وه، خو په خوست کې د خواو شا یو نیم لکو موټرو څخه تر اوسه څه د پاسه لس زره کسانو خپل موټرونه ثبت او راجسټر کړي دي.
پر ډنډپټان پاکستان ته تلونکي ناروغان اسانتیاوې غواړي
د زرغون خوست په نوم د ۵۰ لوبډلو تر مينځ د فوټبال لوبې، چې نېږدې دوې میاشتې مخکې پیل شوې وې، د خوست مرکز اړوند د "ورغه کلي" لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې. د یادو لوبو د نندارې لپاره هره ورځ د خوست له بېلابېلو سیمو سلګونه کسان ورتلل او د خپلې خوښې لوبډلې يې په چکچکو او تودو ولولو تشویقولې.
د لوبو یو منتظم نصیب الله مشال راډيو ته وویل چې له دې سیالیو يې موخه د ځوانانو یووالی، له نشه يي توکو څخه د ځوانانو راګرځول او ښوونې روزنې ته د ماشومانو او ځوانانو هڅول ول.
د خوست روغتیايي مسوولین وايي، هلته د وینې کمښت یا تېلېسیمیا په ناروغۍ نېږدې ۱۰۰۰ ماشومان اخته دي. په خوست کې د دې بیماری د ناروغانو درملنه یو خیریه بنسټ کوي.. تېلېسیمیا د وینې یو ډول جینیټکي وژونکې ناروغي ده، چې د مور او پلار څخه اولاد ته لیږدول کیږي. تفصیل د نجیب الله الوخیل په وېډیو کې
نور وښیئ