خوست کې ځوانانو د وړیا زده کړو مرکز پرانیستی دی
د خوست په نادر شاه کوټ ولسوالۍ کې له پوهنتونونو فارغو یوشمېر هغو کسانو چې دندې نه لري، د خپلې سیمې ماشومانو او ځوانانو لپاره ښوونیز مرکز پرانیستی دی. په مرکز کې تر اوسه ۶۵۰ کسان داخل شوي چې وړیا تعلیم ترلاسه کوي. د ولسوالۍ ځني خېل هغه سیمه ده چې په تېرو ۲۰ کلونو کې پکې ناامني زیاته وه. ویډیويي رپورټ.