منور شاه له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.
د فبرورۍ پر ۲۷مه د احتساب عدالت جج ناصر جاوید رانا د قضيې اورېدنه د راولپېنډۍ په اډیاله زندان کې وکړه، چيرې چې عمران خان وار له مخه لا په ځينو نورو قضیو کې زنداني دی.
د پخواني وزیراعظم لور مریم نواز د فبرورۍ پر ۲۶مه د پنجاب د اعلا وزیرې سوګند پورته کړ. ه
د عراق د کورواکه سیمې کردستان پر کورک غره تر ډېرې مودې وروسته واوره ورېدلې نو ځکه ګڼ سیلانیان ورغلي دي او هلته مېلې کوي. له ښاري سیمو ورغلي سیلګري وايي چې طبیعي منظرې، واوره او غرونه خلکو ته سکون ورکوي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
په پاکستان کې ډېری خلک له بېروزګارۍ او ګرانۍ شکایت کوي خو په ودونو کې د بېلابېلو مراسمو لګښتونه تر پخوا زیات شوي دي. په هغه هېواد کې د ناوې د جامو بیه تر لکونو روپیو رسېدلې
د چین په شېنجیانګ (سېنکیانګ) کې په هغه ډنډ کې د ماهیانو نیولو کلنۍ مېله روانه ده چې په ژمي کې کنګل کېږي. پر بوسټن نومي هغه ډنډ خلک ګرځي هم او کب نیوونکي پکې دوه سوري کوي چې بیا ورڅخه د لوی جال له لارې ماهیان نیسي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
په ایران کې د زرتشت (زردشت هم بلل کېږي) دین منونکي د ژمي په پای کې د سدې جشن لمانځي. هغې ورځې ته سده ځکه وايي چې د زرتشت دین منونکو په اند د پسرلي راتګ ته ۵۰ ورځې او ۵۰ شپې پاتې کېږي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ
د کابل په ګډون د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ورښتونه شوي دي. واورې د کابل ښار اوسېدونکو ژوند اغېزمن کړی دی خو ورسره ډېر خلک او په تېره ماشومان ډېر خوشاله دي. دوی وایي، په واوره کې هر ځای د لوبو په میدان اوړي چې خوند ورڅخه اخلي. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.
اوکراین او روسیه په روانه جګړه کې د یو بل پرضد بې پیلوټه الوتکې کاروي خو اوکراین یې له کمښت سره مخامخ دی. له کییف سره د واشنګټن او اروپايي ټولنې د مالي مرستو ژمنې لا هم بشپړې نه دي عملي شوې. نور د مشال راډیو د خبرونو د مرکزي څانګې له ویډیو په جوړ رپورټ کې.
زردالي د قرغیزستان له پلازمېنې بېشکیکه لیرې پرته ارامه سیمه ده چې شاوخوا ته یې لوړ غرونه دي او خلک یې ساده ژوند کوي. د زردالي اوسېدونکي وايي سړکونه او برېښنا نه لري خو د خرونو له برکته يې ژوند یو څه اسانه شوی دی. د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې له ویډیو جوړ رپورټ.
د پاکستان د احتساب یو عدالت پخواني وزیراعظم عمران خان او د هغه مېرمن بشرا بي بي ته د توشه خانې په قضیه کې د ۱۴، ۱۴ کلونو د بند او ورسره دواړو ته د يو ارب (مېلیارده) او ۵۷ کروړه روپۍ نغدي جرمانې سزا اورولې ده.
هندي او پاکستاني سرتېري له ۱۹۵۹ز کال راهیسې هر مازیګر پر اټاري – واهګه پولې د خپلو بیرغونو ښکته کولو ځانګړي مراسم ترسره کوي چې زرګونه خلک یې لیدو ته ورځي.
په لاتیني امریکايي هېواد پېرو کې فعالانو په ځنګلونو کې مېشتو سیمو لپاره په یوه لوړه ونه کې ښوونځی پرانیستی دی چې د ځمکې له سطحې ۳۲ میټره اوچت دی. په هغه سیمه کې خلک د ژوند اساسي اسانتیاوې نه لري. ماشومان او بالغان په هغه سکول کې نارسمي تعلیم ترلاسه کوي.
سازمان د جنورۍ پر ۲۴مه په بیان کې ویلي دي چې بلوڅ پرلتوال په اسلام اباد کې د "پاکستانیو چارواکو د وېرولو، ګرفتاریو او په حراست کې د ساتلو له کبله" د ماورای عدالت وژنو او جبري بې درکیو پرضد د خپل احتجاج ختمولو ته اړ شول. اخوا ماهرنګ بلوڅې د جنورۍ پر ۲۷مه په کوټه کې جلسه اعلان کړې ده.
په ارمنیا کې په جګړو کې د معذوره شویو پخوانیو پوځیانو د درملنې ځانګړي مرکز یو نوښت کړی دی چې له مخې یې مسلکي نڅاګرې له هغوی سره نڅا کوي. هغه پوځیان له اذربایجانیو سرتېرو سره د نګورنو قره باغ سیمې پر سر د نښتو پر مهال ژوبل شوي او معیوب شوي ول. د مشال راډیو د مرکزي څانګې له ویډیو جوړ رپورټ.
د برتانیا د یارکشایر سیمې د غواګانو د یو فارم مالکان دعوه کوي چې له غواګانو سره تر درو ساعتونو پورې له وخت تېرولو او ورباندې له لاس وهلو سره رواني یا نفسیاتي فشار، ناارامي او ژور خپګان (ګروم یا ډېپرېشن) کمېدای شي. د هغوی دا دعوه ساینسي او طبي دلیل نه لري. ویډیويي رپورټ.
د لېټۍ په څېر طحیني (طحینه) د منځني ختیځ مشهور، دودیز او غذاییت لرونکي خواړه دي چې له کونځلو جوړېږي. طحیني تر ډوډۍ وړاندې او وروسته خوړل کېږي. د کونځلو لېټۍ د نورو خوړو په جوړولو کې هم کارېږي. د اسوشیېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
په منفي ۵۸ ډګري سینټي ګرېډ یخنۍ کې خلک څنګه ژوند کوي؟
د هندوانو په مذهب کې ځینې خلک د خپلو دعاګانو د قبېلېدو لپاره اول پينځه ورځې د غواګانو عبادت کوي، بیا پر پینځمه ورځ پر ځمکه څملي او د ټول کلي غواګانې ورباندې دپاسه تیرېږي. هندوان دا رسم هر کال د دیوالي په موقع ترسره کوي.
فېنلینډ وايي، د افغانانو په ګډون له بېلابېلو هېوادونو څخه کډوال ورروان دي چې د مخنیوي لپاره یې له روسیې سره خپله پوله په بشپړه توګه تړي. فېنلینډ په دې وجه تېره اوونۍ هم له روسیې سره پر پوله درې لارې وتړلې. په دې هکله تفصیل د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو په جوړ رپورټ کې.
نور وښیئ