منور شاه له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.
د بلغاریا چارواکو ګیبریېلا بانکووا د زېږون پر وخت د هلک په توګه رجسټر کړې وه خو هغه ځان ښځه بولي. نوموړې وايي، حکومت دې یې جنس د ښځې په توګه ثبت کړي خو عدالت وايي چې قانون د دې کار اجازه نه ورکوي. په دې اړه تفصیل د مشال راډیو د مرکزي څانګې له ویډیو په جوړ رپورټ کې.
په داسې حال کې چې له پاکستانه د بې اسناده افغان کډوالو د وتلو لړۍ دوام لري، يوشمېر داسې بې اسناده افغان کډوال په پاکستان کې پټ شوي چې د هغوی په وینا، افغانستان ته له ستنېدلو سره یې ژوند له خطر سره مخامخېدای شي.
د نړۍ په یوشمېر هېوادونو کې د بې ډرېوره ګاډو چلولو بریالۍ ازموینې شوې دي. داراز، د خوړو او نورو شیانو د لېږد لپاره د وړو ګاډو په څېر روباټونه هم کارول کېږي، خو برتانیا به لومړی هېواد شي چې د بې ډرېوره ګاډو لپاره به قانون جوړ کړي. د اسوشيېټېډ پرېس له ویډیو جوړ رپورټ.
د ازادې اروپا راډیو د روسیې د تاتار باشکیر څانګې خبریاله السو کورماشېوا د اکتوبر له ۱۸مې راهیسې د روسیې په حراست کې ده. هغه د تاتارستان سیمې ده او د ناروغه مور پوښتنې لپاره هلته ورغلې وه. پر هغې تور دی چې روسیې ته د سفر پر وخت یې خپل امریکايي شهریت نه وو ښوولی. ویډیويي رپورټ.
د سربیا پولیس وايي چې په تېرو دوو اوونیو کې یې شاوخوا ۴،۵۰۰ بې اسناده وګړي نیولي دي. د پولیسو په وینا، په عملیاتو کې یې ۸۱،۰۰۰ ګاډي او تر ۳۰۰ زیات کورونه تالاشي کړي دي چې پکې یې وسلې او د بېلابېلو هېوادونو پاسپورټونه نیولي دي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د اوکراین خارکېف ښار چې د روسیې لخوا په یرغل کې د جګړې اولنۍ کرښه ګڼل کېږي، پکې دوه خویندې د هنري لامبو مشق کوي. د دوی ښوونکې وايي چې دا دواړه خویندې د اوکراین د مستقبل لپاره ځلانده ستوري دي. په عین حال کې په اوکراین د یرغل له وجې په روسیې او د هغه په اتحادي هېواد بېلاروس، په اولمپیک سیالیو کې
په خیبر پښتونخوا کې د جمعیت علمای اسلام (ف) د اطلاعاتو سېکرټر مولانا عبدالجلیل جان د نومبر پر پینځمه مشال راډیو ته وویل چې دوی لا له وړاندې د امنیت په اړه خپلې اندېښنې له نګران حکومت سره شریکې کړې دي.
د هسپانیې د میدرېد په مرکز کې هر کال د پسونو او بزو رمې پر هغو لارو تېرېږي چې له پېړیو راهیسې به شپنو د موسم له بدلېدو سره ورباندې بیولې. د هسپانیې پارلېمان په ۱۹۹۴ز کال کې شپنو ته پر هغو دودیزو لارو د تګ اجازه ورکړه چې اوس ورڅخه یوه مېله جوړه شوې چې بهرني سیلاني هم ورځي.
په ایران کې تر هغې وروسته بیا مظاهرې پیل شوې دي چې د ګشت ارشاد پولیسو یوه ۱۷ کلنه نجلۍ د حجاب نه کولو په تور نیوله چې هغه بېهوښه شوه او څه موده وروسته په روغتون کې مړه شوه. د آرمیتا ګراوند په جنازه کې لسګونه کسانو ګډون وکړ. د مشال راډیو د مرکزي څانګې له ویډیو جوړ رپورټ.
یهودان وايي، تر هغې وروسته د روسيې په داغستان کې ځانونه خوندي نه ګڼي چې د اکتوبر پر ۳۰ مه د هغې سیمې د مرکز مخاچکلا پر هوايي ډګر بلوه ګر ورننوتل او هلته یې د یهودانو لټون کاوه. اخوا روسي چارواکي وايي چې د بلوې په تړاون یې تر ۶۰ زیات کسان نیولي دي.
د جاپان کاواساکي شرکت د غرڅنۍ بزې (ایبیکس) په څېر داسې روباټ جوړ کړی دی چې تر ۱۰۰ کېلوګرامه پورې وزن اوچتولای شي او په کارخانو، ګودامونو یا پټیو کې به له خلکو سره مرسته هم کولای شي. په اړه یې د اې اېف پي له ویډیوګانو جوړ رپورټ وګورئ.
مریکې په کېلېفورنیا ریاست کې د ډیر وزن لرونکیو کدوانو ۵۰ مه نړیواله سیالي شوې چې پکې تر ټولو لوی او دروند کدو ۱۲۴۷ کلوګرامه یعنې درې کلو کم ۲۵ منه ختلی او مالک یې ۳۰ زره امریکايي ډالره چې خووا او شا د ۸۴ لاکه پاکستانیو روپیو برابرې دي په انعام کې ګټلي دي
افغانستان کې د عزیزي ګروپ په نامه کاروباري ډله وايي چې د ژمي تر راتګ وړاندې له زلزلې اغېزمنو لپاره تر۶۰۰ زیات کورونه جوړوي. دا په داسې حال کې ده چې په هرات ولایت کې وروستیو زلزلو زرګونو کسانو ته مرګژوبله اړولې او ګڼ خلک یې بې کوره کړې دي.
تاجکستان د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې تر ټولو غریب هېواد دی. د هغه ځای زیاتره وګړي له بنیادي اسانتیاوو بې برخې دي. په داسې حال کې چې پاکستان بې اسناده افغانان له هېواده وباسي او زیاتره کډوال په پاکستان کې پاتې کېدل غواړي
يمن د وڅکو پر واردولو بنديز لګولی دی
د حماس او اسرایلو ترمینځ د اکتوبر له اوومې راهسې په پيل شویو نښتو کې تر ۱،۱۰۰ زیات کسان وژل شوي او په زرګونو ژوبل دي. په دې هکله تفصیل په دې رپورټ کې وګورئ چې منورشاه د اې پي، اې ایف پي او رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ کړی دی.
د کشمیر په اړه دا متل هم مشهور دی چې " پر هر چا خپل وطن کشمیر دی." د هند تر واک لاندې جمو او کشمیر چارواکي وايي سږکال هلته د بهرنیو سېلانیانو ورتګ زیات شوی دی
د ثنا سکېلز یا هنرونو اکاډمۍ په نوم په یوه مرکز کې لسګونه افغان کډوالې نجونه او ښځې په وړیا ډول کسبونه او هنرونه زده کوي. د مرکز چلوونکې وايي، تر اوسه ۱۰۳ افغانو نجونو او ښځو زده کړې بشپړې کړې دي او اوس کورنیو ته پیسې ګټي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
تاسو به د پهلوانۍ، غېږنیونې، رېسلېنګ یا کبډي مقابلې عموماً په مخصوصو میدانونو کې لیدلې وي خو په جاپان کې بیا په یو چټک ځغلېدونکي اورګاډي کې دا مقابلې شوي. د دې مقابلو لپاره یو اورګاډی ځانګړی کړل شوی وو چې د سر ښار ټوکیو نه ناګویا ته یې سفرکاوه او ۷۵ مساپر پکې سپاره ول. په مقابله کې برخ
د افغانستان په غزني ولایت کې ځايي خلکو په خپلو هڅو او لګښت د نېزه بازۍ تاریخي او دودیزې لوبې ته دوام ورکړی. دوی د هېواد له واکمنانو غوښتنه کوي چې د دې لوبې په ژوندي ساتلو کې ورسره مرسته وکړي. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.
نور وښیئ