منور شاه له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.
هر کال شاوخوا ۲۰ لکه کسان د حج لپاره د سعودي عرب په مکه ښار کې ورغونډېږي چې پکې ځینې د زکام، تبې او ټوخي په ګډون د خپرېدونکو ناروغیو ښکار کېږي. هغه ناروغۍ اکثر د وایرسونو او نورو جراثیمو له وجې له یو کسه بل ته خپرېږي.
د اعصابي او رواني ناروغیو پوهان وايي چې په څاروو لاس وهل او د هغوی لمس کول يو ډول درملنه ده چې انسان ته ذهني ارام ورکوي. په امریکا کې زرګونه بزګران په پیسو خلکو ته موقع ورکوي چې د ذهني ناارامۍ او اعصابي فشار کمولو لپاره د هغوی له څاروو سره محدود وخت تېر کړي.
د قبایلي ضلعو د استادانو ټولنه (ال ټرایبل ټیچرز اسوسيېشن) وايي چې د هغې سیمې زده کوونکي وار له مخه له یوشمېر اسانتیاوو بې برخې دي او د نصابي کتابونو نه شتوالی یې تعلیمي بهیر ډېر زیات اغېزمن کړی دی.
د بلوچستان په هنګول ملي پارک کې د هندوانو د هېنګلاج ماتا یاترا (سفر یا زیارت) په نوم درې ورځنۍ مېله شوې ده. په هغه مېله کې هندوان لومړی د یوې غونډۍ پر سر داسې اورشیندونکي (اتش فشان) ته ورخېژي
په تایلینډ کې د ټولنې پر کچ د نرښځیانو لپاره زغم ډېر دی خو حکومت ورته په قوانینو کې یوشمېر حقونه نه دي ورکړي. د هغه هېواد نرښځیان غواړي چې د خپل جنس ټاکلو قانوني حق ولري. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.
د کاناډا د اونټاریو ايالت د سرښار ټورانټو په هايی پارک کې د چېري یا ګیلاس ډېرې ونې دي چې په پسرلي کې ګل شي او ګڼ خلک یې لېدو ته ورځي. د امریکا د سر ښار واشنګټن په څېر د ټورانټو لپاره هم د چېري ونې د جاپان حکومت د ډالۍ په توګه ورکړې دي.
یزیدیان د اپرېل په نیمايي کې خپل نوی کال لمانځي. سږ کال هم د نوي کال مراسم د عراق د کورواکه کردستان سيمې په لالش دره سيمه کې د اپرېل ۱۵مې پر ماښام پیل شول چې د اپرېل تر ۱۶مې يې دوام وکړ. د فرانس پرېس او رویټرز اژانسونو له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
په خیبر پښتونخوا کې د ورستیو بارانونو او سېلابونو له وجې خلکو ته د سر او مال زیانونه اوښتي دي. چارواکي وايي په تېرو څو ورځو کې د بارانونو او سېلابونو له وجې لسګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده. دا راز دې بارانونو او سېلابونو ۳۳۰ ک
اسيا کې د غاټول (خاټول) ګلونو تر ټولو لوی باغ د هند تر انتظام لاندې کشمیر له سرینګر ښار سره نېږې د زبرون غرونو په لمن کې دی. دا باغ د لندن د نړیوالو ریکارډونو په کت
د روسیې چارواکو د مارچ پر ۲۲مه له پلازمېنې مسکو سره نېږدې تر کنسرټ مخکې پر تالار د برید په تړاو یوشمېر کسان نیولي دي چې ورڅخه یې څلور د تاجکستان وګړي دي. یو عدالت هغه څلور واړه کسان تورن کړي دي. په دې اړه د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې له ویډیو جوړ رپورټ وګورئ.
انتخاباتي کمېشن وايي چې ضمني انتخابات د قامي اسمبلۍ پر شپږو، د پنجاب صوبايي اسمبلۍ پر ۱۲، د خیبر پښتونخوا او بلوچستان پر دوو، دوو او سیند صوبايي اسمبلۍ پر یوې حلقې کېږي.
د عراق د کورواکه کردستان په دهوک سیمه کې زرګونو عیسویانو د اپریل په اوله نېټه د اشوریانو نوی کال ولمانځه. دا جشن چې اکیتو تهوار نومېږي، د عراق په مېسوپوټېمیا یا بین النهرین سیمه کې د بابل او اشوري تهذیبونو زرګونه کاله زوړ تاریخ لري.
اروپا ته تلونکي بې اسناده کډوال تور پورې کوي چې د سربیا سرحدي ځواک سرتېري ورڅخه په سخته یخنۍ کې جامې (کالي) باسي. له هغو کډوالو څخه یې زیاتره د افغانستان، پاکستان او منځني ختیځ هېوادونو وګړي دي. په سربیا کې د بشري حقونو فعالان هم وايي
د عراق د کورواکه کردستان اکره (اقره) ښار د نوروز سر ښار بلل کېږي چې ورته د کلني جشن لمانځلو لپاره د خوا او شا سیمو خلک په ګڼ شمېر کې ورځي. سږکال هم په اکره کې د مارچ پر ۲۱ مه نوروز ولمانځل شو چې پکې ښځو، ماشومانو او سړيو ګډون وکړ.
په وروستیو کې په برما (میانمار) کې د کوکنارو کښت زیات شوی دی. له کوکنارو اپین (افیون) ترلاسه کېږي او هغه بیا د هېروینو یا پوډرو په استعمال کې کارېږي. ملګري ملتونه وايي چې په ۲۰۲۳ز کال کې په میانمار کې ۱،۰۸۰ ټنه اپین تولید شوي ول. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.
د عراق د کورواکه کردستان له سنجار سیمې ۱۰ کاله وړاندې د اسلامي دولت يا داعش وسلوالې ډلې سلګونه یزیدۍ نجونې تښتولې وې چې په شام او عراق کې د هغې ډلې له ماتې خوړولو وروسته یې ګڼ شمېر خپلو سیمو ته ستنې شوې دي.
بوسنیا و هرڅوګووینا (هرزېګووینا) په جنوب ختیزه اروپا کې پروت هېواد دی چې په ۱۹۹۰ز لسیزه کې جګړو ډېر ځپلی دی. د هغه هېواد اکثریت وګړي سني مسلمانان دي. د بوسنیا خلک وايي، د روژې هره ورځ د اختر په څېر په خوشالۍ لمانځي.
انسان له مودو راهیسې د الوت خوبونه لیدلي او ارمان یې هم کوي. ځینې شرکتونو په وروستیو کې دعوه کړې چې د انسان دا خوب یې ریښتیا کړی دی. په وروستیو کې د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې د انسان الوتنې سیالي شوې چې ګڼ خلک یې نندارې ته ورغلي ول. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې د تېرې اوونۍ بارانونو او واورې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. د بر دیر ضلعې اوسېدونکي وايي چې د ورښتونو پر مهال چترال ته تلونکې لاره هم تر څه وخت پورې تړل شوې وه.
په هند کې ګڼ کروندګر د خپلو غوښتنو لپاره په احتجاج دي چې پولیس ورباندې د اوښکې بهوونکي ګیس اچولو لپاره بې پیلوټه الوتکې کاروي. خو مظاهرچیان د ډرون نسکورولو لپاره باډیوې (پتنګ) او لیندې او د اورلوبې یا اتش بازۍ شیان کاروي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
نور وښیئ