د لاسرسي ځای

تازه خبر

انتخاباتي کمېشن وايي د اپرېل پر ۲۱مه د قامي او صوبايي اسمبلیو پر ۲۳ حلقو ضمني انتخابات کوي


په کراچۍ کې یوه ښځه د فبرورۍ پر اتمه په عامو انتخاباتو کې رایه کاروي.
په کراچۍ کې یوه ښځه د فبرورۍ پر اتمه په عامو انتخاباتو کې رایه کاروي.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن ویلي دي چې د اپرېل پر ۲۱مه د قامي او صوبايي اسمبلیو د ۲۳ څوکیو ډکولو لپاره ضمني انتخابات کوي.

کمېشن د اپرېل پر دویمه پر خپله رسمي اېکس پاڼه په بیان کې ویلي دي چې د هغو څوکیو لپاره د ۲۳۹ نوماندانو ترمینځ سیالي کېږي.

بیان وايي چې ضمني انتخابات د قامي اسمبلۍ پر شپږو، د پنجاب صوبايي اسمبلۍ پر ۱۲، د خیبر پښتونخوا او بلوچستان پر دوو، دوو او سیند صوبايي اسمبلۍ پر یوې حلقې کېږي.

په پاکستان کې د فبرورۍ پر اتمه عام انتخابات شوي ول خو پر ځینو حلقو د امنیت خراب وضعیت او په یوه حمله کې د یو نوماند تر وژنې وروسته انتخابات ځنډېدلي ول.

له دې پرته، ځینو سیاستوالانو په ټولټاکنو کې له یوې څخه زیاتې څوکۍ ګټلې وې چې وروسته یې، د قانون له مخې، یوازې یوه څوکۍ له ځان سره وساتله او نورې خالي شوې.

د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې د انتخاباتي کیمپېن پر مهال په برید کې یو خپلواک نوماند ریحان زېب وژل شوی وو چې تر هغې وروسته انتخاباتي کمېشن د هغې ضلعې د قامي او صوبايي اسمبلیو پر دوو حلقو ټاکنې وځنډولې.

داراز، د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر علي امین ګنډه پور د ډېره اسماعیل خان د قامي او صوبايي اسمبلیو یوه، یوه څوکۍ ګټلې وه چې وروسته یې د قامي اسمبلۍ هغه خالي کړه.

انتخاباتي کمېشن په بیان کې زیاته کړې ده چې د ضمني انتخاباتو لپاره د رایو پاڼو یا پرچو (بیلېټ پېپرز) چاپولو او نورې چارې پیلوي او د اپرېل پر ۲۱مه د امنیتي تدابیرو لپاره د کورنیو چارو او دفاعي چارو وزارتونو تر څنګ د صوبو له قانون پلي کوونکو ادارو سره په رابطې کې دی.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG