منور شاه له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.
د بوسنیا هرڅوګووینا په پلازمېنه سرایېوو کې په هر اوړي کې دودیزه مېله کېږي چې پکې سږ کال له ګاونډیو هېوادونو څخه ورغلیو شاوخوا ۵۰۰ هنرمندانو برخه واخیسته او د ښار په لارو او کوڅو کې یې لاریون وکړ. د اسوشيېټېډ پرېس له ویډیو جوړ رپورټ.
### د دهوک ارزان او خوندور ځایونه د سیلانیانو لپاره په عراق کې، لکه بغداد، کې ډېر ګرمۍ وي او تودوخه ډېر وخت د ۴۵ درجې سینټي ګرېډ نه پورته وي. خلک د دې ګرمۍ نه د خلاصون لپاره د کردستان سیمې دهوک ته ځي.
پاکستان د ۲۰۲۳ز کال د نومبر له لومړۍ راهیسې د ټولو بې اسناده کډوالو د جبري ایستلو لړۍ پیل کړې او تر اوسه لکونه افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي. د پاکستان وفاقي کابینې په هغه هېواد کې د شاوخوا ۱۴ لکو هغو افغانانو د اوسېدو قانوني موده یو کال نوره غځولې چې د مهاجرت کارډونه لري.
مکېش امباني، چې د هند او اسیا تر ټولو شتمن کس دی، د خپل زوی اننت د واده په خوشالۍ کې د ۵۲ بې وزله جوړو ډله ییز ودونه کړي دي. د اې اېف پي او رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
د پولينډ يوشمېر ځوانان وايي، مخکې به يې د ګرمیو (اوړي) په رخصتیو کې چکرونه وهل او سيلونه به يې کول خو په ۲۰۲۲ز کال کې پر اوکراین د روسيې یرغل د پولينډ د امنیت په اړه اندېښمن کړي دي، نو ځکه د خپل هېواد د دفاع لپاره اوس په رخصتیو کې پوځي روزنه ترلاسه کوي.
په فېنلينډ کې له تېرو ۱۰ کلونو راهیسې هر کال په جون میاشت کې د ټوکانیو يا د لوبو د اسونو د ځغل نړیوالې سیالۍ کېږي. په سیالیو کې سږ کال له ۲۲ هېوادونو ورغلیو ۲۶۰ لوبغاړو برخه اخيستې وه چې د حقيقي اسونو په څېر يې په تېزۍ سره له پاټکونو د اوښتو مظاهره وکړه.
د افغانستان د ۲۰ اووره کرکټ د ملي لوبډلې مشر راشد خان وايي له بنګلادېش سره یې سیالي سخته وه خو افغان لوبغاړو په دې باور لوبه کوله چې بریا به د دوی په برخه وي. نوموړي له سیالۍ وروسته رسینو ته په وینا کې وویل چې په هغې سیالۍ کې څو واره داسې موقعې راغلې چې د کتونکو په اند دوی د بايللو خوا ته روان و
ه اروپایي هېواد سویټزرلینډ کې خیریه اداره د هوسیو بچو د ژغورلو لپاره ډرون کاروي. په دې هېواد کې هوسۍ ازادې ګرځي او په پټیو کې بچي زیږوي، چې د کښت د ریبلو پر مهال ډېر وخت هغه بچي د ټریکټر لاندې راځي او مري. خیریه اداره وايي هر کال نږدې ۲۰۰۰ د هوسیو بچي وژل کېږي
په ماسپښین کې د مختصر وخت لپاره ویده کېدل (یا قیلوله کول) د روغتیا لپاره ګټوره ګڼل کېږي چې د پښتنو تر څنګ د عربو په کلتور او اسلامي تاریخ کې هم ځای لري.
یوغور مسلمانانو د جون پر ۱۷مه د چین د شېنجیانګ (سېنکیانګ) ولایت په ګلجا سیمه کې د لوی اختر کلنۍ مېله کړې چې هغوی ورته د "قربان جشن" وايي. په هغه مېله کې یوغوریان فرهنګي نڅا کوي او فولکلوري سندرې وايي. د اسوشیېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
په داسې حال کې چې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د طالبانو د حکومت بندیز ۱،۰۰۰ ورځې پوره شوې دي، ۲۱ کلنه منیزه تالاش د برېکډانسېنګ په نوم د ځانګړې نڅا په سیالیو کې د ګډون تیاری کوي. هغه به پاریس کې په اولمپېک سیالیو کې د کډوالو په لوبډله کې شامله وي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
که څه هم په مصر کې دا مهال سخته ګرمي ده خو په دغه هېواد کې په واوره د خويېدو د لوبې یا سکي لپاره په جوړ شوي ځانګړي لوبغالي کې د ګاډو د ځغل سیالۍ وشوې. په دغه لوبغالي کې مصنوعي واوره جوړه کړل شوې وه.
د بلغاریا د کازنلک ښارګوټي په "ګلابونو دره" کې له ۱۲۰ کلونو راهیسې دوديزه مېله کېږي چې کتلو ته یې هر کال د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو زرګونه خلک ورځي. د کازنلک چارواکي وايي چې د دې کلتوري میلې په هلو ځلو کې ۶،۰۰۰ ځايي کسان برخه اخلي
هند د خپل تاريخ تر ټولو ګرمه ورځ د مې پر ۲۹مه وليدله چې په نوي ډيلي کې د تودوخې لوړه درجه ۵۲.۳ سېتڼي ګرېډه ريکارډ شوه. د دې هېواد په بل ښار احمد اباد کې خلکو له ګرمۍ څخه د ځان ساتلو لپاره نوښت کړی او په لارو کې يې چترۍ ځوړندې کړې دي.
په برېتانیا کې په پنیر پسې د ځغل کلنۍ سیالي چې له پیړیو راهیسې دوام لري، سږکال هم د مې په پای کې وشوه. په سیالیو کې له پنیر څخه جوړه شوې یوه ارغړۍ یا ګاډینۍ له یوې غونډۍ څخه رغړول کېږي او ورپسې یوه ثانیه پس خلک ځغل پیلوي چې پکې زیاتره یې په خپله هم رغړیږي. ویډیويي رپورټ.
په بوسنیا کې تاریخي جومات ۳۱ کاله پس پرانیستل شوی دی. دا جومات په ۱۹۹۰ز کال د بوسنیاي ځواکونو د جګړې په مهال وران کړی وو.
د هند تر انتظام لاندې کشمیر کې د روحان پوش په نوم یوه دودیزه میله ترسره شوې چې پکې خلک ماهیان نیسي. خو هر کال د مې په میاشت کې کېدونکي دې دود اصلي هدف ماهیان نیول نه، بلکې د اوبو چینې او تالاوونه پاکول دي. په دې دود کې خلک د پښتنو د اشر په څېر په ګډه برخه اخلي.
په داسې حال کې چې په میکسیکو کې د تودوخې درجه ۴۵ سینټي ګرېډ ته رسېدلې، د هغه هېواد په یو وړوکي ښار پویبلا کې ناڅاپي ږلۍ شوې. د ږلۍ دانې وړې وې، خو د هغه ښار په ځینو برخو کې له څلور فوټه هم زیاته وه او لارې یې بندې کړې وې.
د ایران سرکاري خبري اژانس ارنا د مې پر ۲۰مه په یو بیان کې تایید کړه چې ولسمشر ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او ورسره نور یو شمېر چارواکي د هیلي کاپټر غورځېدو په پېښه کې وژل شوي دي.
د خیبر پښتونخوا د اعلاوزیر او ګورنر ترمینځ ناندرۍ تر هغې وروسته پیل شوې چې څو ورځې مخکې کونډي وویل چې ګنډه پور دې د تحریک انصاف د زنداني رهبر عمران خان د خوشې کولو لپاره بې ځایه څرګندونې نه کوي.
نور وښیئ