منور شاه له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.
په کوټه کې د فبرورۍ پر ۱۷مه د شوې چاودنې وروسته پښتونخوا ملي عوامي ګوند په اعلان نن(د فبرورۍ پر ۱۸مه) په دې ښار کې هړتال دی.په دې اړه دا ویډیويي راپور وګورئ. راپور: منور شاه ویډیو: ایوب ترین
۱. د ترکیې پوځي کاروان د شام جګړه ځپلې ادلېب سیمې ته ننوتې ۲. د جاپان له ساحل سره په بېړۍ کې په ۶۶ کسانو کې کورونا وایرس تشخیص شوی ۳. په قیرغیزستان کې آسلوبې روانې دي
د مومندو یو ملک سیف الله خان مشال رېډیو ته وویل چې په خیبر پښتونخوا کې له شامېلېدلو پس د انصاف جلا نظام هېڅکله نه مني.
۱. ترکي ولسمشر ویلي جنرال حفتر باید له خپل تعرضي دریځه په شا شي ۲. په عراق کې ګڼو خلکو د حکومت ضد مظاهره کړې ۳. د الوتکې په پېښه کې د اوکراینانو مړي هېواد ته انتقال شول
د فیروزشاه د کورنۍ دوه نور مشران افضل خان او شاه دوران هم د هدفي وژنو ښکار شوي دي خو دې پېښو بیا هم دی له خپلو هلو ځلو و نه درولی.
ډاکټر امجد علي دا خبرې د پېښور پریس کلب د هغې خبري غونډې په عکس العمل کې وکړې چې پکې د قبایلي سیمو د کانونو مالکانو پر حکومت تور پورې کړ چې د قبایلي ولس لپاره یې د خپلو معدنیاتو پخپله ایستلو کار ګران کړی دی.
په اسمبلۍ کې د عوامي نیشنل ګوند غړې شګفته ملک وايي په ښځو اکثره په کورونو کې تشدد کېږي چې مخنیوی یې ډېر ګران کار دی خو دوی ناامیده نه دي
سینیر خبریالانو د نومبر په ۲۳مه منظور پشتین د خبرو اترو لپاره اسلام اباد پریس کلب ته ورغوښتی وو خو د دې کلب انتظامیې له ورتللو منعې کړ.
حیدر کلیم زیاتوي لویه غوښتنه یې دا ده چې د مشال خان د وژنې ورځ دې سرکاري رخصتي اعلان کړل شي، چې خلکو ته تل یاد وي او بیا څوک د دې ډول اقدام جرات ونکړي.
د نومبر پر۱۷مه، په مومندو کې یوې جرګې د معدنیاتو په اړه د خېبر پښتونخوا د نوي قانون غندنه وکړه او ویې ویل چې پر ضد به یې اییني ګامونه پورته کوي.
په نړۍ کې د غوزانو تر ټولو لويي ځنګل په کرغېزستان کې دی چې حکومت خوندي ګرځولی دی. په دې کې غوزان ټولول منعې دي خو خلک یې بیا هم ټولوي. په دې څنګل کې زورنه کاله زړې ونې هم شته. تفصیل يې په دې ویډيو کې وګورئ
په شام کې د ترکيې له پولې سره نېږدې د داعش مشر ابوبکر البغدادي وژل شوی دی. د اکتوبر پر ۲۷مه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بغدادي وژنه تایید کړه. په دې اړه دا ویډیو وګورئ چې منورشاه جوړه کړې ده .
په نندارتون کې د هغو ۴۴۴ وژل شویو کسانو څلي درول شوي وو چې تور یې د کراچۍ په پخواني پولیس افسر راو انوار پورې شوی خو هغه یې ردوي.
دا کډوال چې د افغانستان، شام او افریقايي هېوادونو د جنګونو
اومالو سیمې ته د دې بغېر بله لار نشته دغه ۷۰ کلومیټره لار څلور ګېنټې وخت اخلي خو په ژمي کې ورباندې تګ مشکل وي او په اوړي پرې ټرافیکي حادثې زیاتې وي. خو بیا هم مسافر یې له ښکلو نظارو خوندونه اخلي. نور تفصیل د مشال راډیو مرکزي څانګې دې رپورټ کې وګورئ چې منورشاه پښتو کړې ده.
په ایران کې پر ۱۹۷۹ز د اسلامي انقلاب له وجې پر ښځو لوبغالي ته د ورتګ بندیز لګېدلی وو. ښځو له هغه وخت راهیسې نشوه کولای چې د سړیو لوبو نندارې
په اروپايي هېواد کوسوو کې روما خلک په کچره کې وسپنې او پلاسټکونه ټولوي چې ترې ډېره کمه ګټه ترلاسه کوي خو ځکه دا کار کوي چې په دې هېواد کې ورته نورې د کار روزګار موقعې نشته. د مشال راډیو د خبر مرکزي څانګې ویډیوي رپورټ درته منور شاه وړاندې کوي.
نور وښیئ