د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورونا وایرس مخنيوي لپاره مدرسې بندې شوې

يو روغتيايي کارکوونکی د يوه پاکستاني وګړي تبه ګوري
يو روغتيايي کارکوونکی د يوه پاکستاني وګړي تبه ګوري

په پاکستان کې د کرونا وایرس د مخنيوي لپاره د ښوونځيوو، کالجونو او پوهنتونو تر تړلو وروسته مدرسې هم بندې شوې دي.‌

د مدرسو د انتظام چارې سمبالوونکی وفاق المدارس د مارچ په۱۶مه اعلان وکړ چې تر پنځم اپرېل پورې به ټولې مدرسې بندې وي.‌ د وفاق المدارس العربیه د خېبر پښتونخوا ویاند مفتي سراج الحسن نن مشال رېډیو ته په استولې خبر پاڼه کې وویل چې په ټول هېواد کې د دوی سره رجسټرډ مدرسې د مارچ له يووشتمې پېلدلې خو د کورونا د خطر له وجې وځنډول شوې.

په پاکستان کې د ايران او افغانستان سره پر پولو ځانګړې روغتيايي ډلې ګمارل شوې چې د کورونا وايرس ابتدايي ټيسټونه کوي. که یې پر چا د دې مرض شک وي هغه بيا ځانګړو روغتونونو ته لېږي.

په خېبر پښتونخوا کې پنځه زره او په ټول پاکستان کې شل زره دیني مدرسې له وفاق المدارس العربیه سره رجسټرډ دي چې پکی خوا او شا ۲۷ لکه هلکان او جینکۍ زده کړې کوي.

د پاکستاني رسنيوو ترمخه دلته په کورونا د اخته شوو کسانو شمېر، د مارچ تر شپاړسمې پورې ۹۴ ته رسېدلی دی.‌

پاکستان د ايران او افغانستان سره خپلې پولې تړلې دي. پر دغو پولو ځانګړې روغتيايي ډلې کښېنول شوې چې د خلکو ابتدايي معاينه وکړي.

افغانستان

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار نن (د مارچ په شپاړسمه)‌ رسنیو ته وویل چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د کورونا ۲۱ مثبتې پېښې ثبت شوي دي. مایار زیاتوي چې په کورونا اخته کسان اکثره په دې وروستیو کې له ایرانه راستانه شوي دي.

په کابل کې پر هوايي‌مېدان د يو تن تبه کتل کېږي
په کابل کې پر هوايي‌مېدان د يو تن تبه کتل کېږي

د مارچ تر شپاړسمې پورې،‌ په ټوله نړۍ کې په دې وایرس د اخته کسانو شمیر له ۱۷۰ زرو او له دې وایرسه د مړو شمیر له شپږ نيمو زرو اوښتی دی.

د کورونا ویروس چټک خورېدا نړۍ د اقتصادي بحران له ګواښ سره مخامخ کړې ځکه په اکثرو هېوادونو کې کاروبار او سوداګري په ټپه درېدلې دي او مرکزي بانکونه اړ شوي دي چې د مالي بازارونو د سقوط د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي.

اروپا

په اروپا کې، چې اوسمهال د روغتیا نړیوالې ادارې د کورونا وایرس مرکز بللی دی نړیوالې الوتنې ځنډيدلې دي. په ځينو هېوادونو کې خلکو ته ويل شوي چې بې له ضرورته له کورونو ونه ووځي. په اروپا کې دې وايرس تر ټولو ډېره ايټاليا ځپلې ده. دلته د مارچ تر شپاړسمې پورې پر دې وايرس د اخته کسانو شمېر۲۴زرو ته رسېدلی او د مړو شمېر اتلس سوه دی.‌

په سپېن کې وروسته له دې چې د ۲۰۰۰ نویو پېښو راپور ورکړل شو تمه ده چې د دې هېواد حکومت نن بېړنی حالت اعلان کړي. په دې هېواد کې پر دې وايرس د اخته کسانو شمېر ۸ زرو ته نژدې شوی چې له ایټالیا وروسته دوهمه لویه شمېره ده.

د امريکې په ځينو ایالاتونو کې بېړنی حالت اعلان شوی او په ځينو ځايونو کې مارکيټونو بند شوی دي.

له کورونا وايرس د مخنيوي لارې چارې

د کورونا وايرس د ۲۰۱۹ کال په ديسمبر کې د چين له اوهان ښاره راپېدا او وروسته په نړۍ کې خپور شو. د دې وايرس نښې زکام، سردردي، تبه ټوخی او ساتنګي ده.

تر اوسه پورې د دې وايرس دوا يا ويکسين نشته خو ډاکټران وايي د ځان بچ کولو لپاره ضروري ده چې خلک د يو بل سره فاصله وساتي، په لاس له ستړي مه شو او همداراز د يو بل له ښکلولو ډډه وکړي.‌ په صابن د لاسونو مسلسل مينځل او ډېرې اوبه څښل ګټه لري.

له کورونا وایرسه څنګه ځان ساتلای شو؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:40 0:00

  • انځور سایز

    بشیر احمد ګواښ

    بشیر احمد ګواښ په پراګ کې د مشال راډیو خبریال دی چې د افغانستان او پاکستان پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راپورونه جوړوي. نوموړي د بیان ازادۍ په اړه د "مشال انلاین" په ګډون یوشمېر اوونیزې خپرونې جوړې کړې دي. د مشال انلاین ټولې برخې دلته موندلای شئ. د ګواښ د اېکس (پخواني ټوېټر) پاڼه دا ده او پر فېسبوک یې هم تعقیبولای شئ. 

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG