منور شاه له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.
د اوکراین اوسېدنکي رومان په مسلکي ډول وایلن زده کړی خو چې کله د دې هېواد په ختیزه برخه کې د روس پلوه بلیتونپالو او اوکرایني پوځ ترمنځ جنګ ونښته نو دی په پوځ کې د رضاکار په حېث شامل شو.
په کراچۍ کې د هوابازۍ یوه شخصي اداره خپلې الوتکې د ټرکونو او لاریو په څېر رنګوي او انځورونه ورباندې جوړوي. د سکاېوېنګز په نوم د پیلوټانو د روزنې اداره اته الوتکې لري او وايي، پر ټرکونو ګلکاري په نړۍ کې نوم موندلی نو ځکه خپلې الوتکې هم د لاریو په شان سینګاروي.
د مصر په پلازمېنه قاهره کې یو کس په مارانو خلک چاپي کوي. د مالش د مرکز مشر صفوت صدقي وايي، په دې طریقه له چاپۍ سره خلک بدني، روحي او رواني ارام او سکون ترلاسه کوي او خوشالېږي. ځینې خلک له مارانو وېره لري، خو وايي، چاپۍ ورباندې ښه اثر کړی. نور د رویټرز اژانس په ویډیويي رپورټ کې.
د امریکا د کانګرس ګډې غونډې د انتخاباتي استازو (الېکټورل کالج) د رایو شمېر له لارې د ډېموکراټ ګوند جو بایډن د اوسني ولسمشر ډانلډ ټرمپ په مقابله کې د نومبر درېیمې د ولسمشریزو انتخاباتو رسمي ګټونکي په توګه اعلان کړ.
په ناقانونه ډول اروپا ته تلونکي سلګونه کډوال د بوسنیا هرڅوګووینا په کیمپ کې سخت ژمي ته پراته دي. د ډېسېمبر پر ۲۳مه د هېواد په شمالي لیپا سیمه کې د کډوالو کیمپ اور واخیست. تر هغې وروسته د افغانانو او پاکستانیانو په ګډون شاوخوا ۸۰۰ کډوال له سرپنا بې برخې شول.
په ۲۰۲۰ز کال کې خلکو زیاته توجه د کورونا وایرس وبا په اړه خبرونو ته ورکړه خو پکې ځینې نورې مهمې پېښې هم وشوې لکه د ایران اعلا چارواکو وژنې، د ناګورنو قره باغ پر سر د ارمنیا او اذربایجان ترمنځ جګړه او د امریکا ولسمشریز انتخابات.
د دسمبر پر ۲۱ مه د عوامي نیشنل ګوند مرکزي جنرل سیکرېټري او د پي ډي ایم ویاند میا افتخار حسېن مشال رېډیو ته وویل ټول اپوزیشن ګوندونه د علي وزیر د نیولو غندنه کوي
د سربیا یو هنرمند، نیکولا مېڅورا له وسلو د موسیقۍ الات جوړوي او وايي وسلې د ویرې او ترهې علامت وي خو دی یې د مینې او محبت په علامت بدلول غواړي چې خلک به یې له سازونو خوند اخلي.
د بلوچستان حکومت وايي په تښتول شویو درېو پروفېسرانو کې دوه خوشې شوي خو درېیم یې لا هم د وسله والو په ولکه کې دی.
که څه هم په پاکستان او افغانستان کې د خاورینو لوښو او منګیو استعمال کم شوی چې ورسره د کلالانو روزګار هم په ختمېدو دی خو د اوکرین په کوسېو غریزه سیمه کې کلالانو له درېو پیړیو راهیسې نه یوازې خپل کسب ژوندی ساتلی بلکې په دې کې یې خپل روایتي رنګونه او تاریخ هم په ښه توګه وړاندې کړي دي. هم دغه وجه ده چې
د روس په ځینو برخو کې هم د ټیلیفون او انټرنیټ سهولت کمزوری دی. لکه څنګه چې د کورونا وبا لوجې د انلاین زدکړو په لړ کې د خیبرپښتونخوا او بلوچستان د غریزو سیمو زده کوونکي له مشکلاتو سره مخ دي او ځینې یې د انټرنیټ لپاره د غرونو څوکو ته خېژي، دغه شان د روس د سایبېریا سیمې په ځینو کلیو کې زده کوونکي بیا د
په قازقستان کې د سیاسي او جمهوري ازادیو لپاره ښځو خپل سرونه خرېيلي. دوی وايي په دې هېواد کې د روانو سیاسي بندېزونو خلاف د احتجاج په توګه دا کار کوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ او له شمالي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ وايي حکومت او ریاستي ادارې یې د بلوچستان د تګ مخنیوي لپاره بېلا بېلې بهانې جوړوي.
د روسیې په جنوب کې د داغستان په یوه کلي کې خلک اوس هم له پخوانۍ دودیزې لارې مالګه جوړوي. دا کار یوازې ښځې کوي او خورا زیات زیار غواړي. دوی دعوه کوي چې دا د نړۍ تر ټولو پاکه مالګه ده او ښه خوند لري. په اړه یې ویډیويي رپورټ وګورئ.
د سېپټېمبر په پای کې د اذربایجان او ارمنیا ترمنځ د ناګورنو قره باغ پر سیمه نښتې پیل شوې چې د اوربند پر پرېکړه سربېره روانې دي. په دې جګړه کې اذربایجان بې پیلوټه یا ډرون الوتکې کاروي. په دې کې د ترکیې، اسراییلو او روسیې جوړې الوتکې شاملې دي. په اوسنیو نښتو کې د ډرون الوتکو استعمال د زیاتې مرګ ژوبلې ل
په پاکستان کې د کووېډ-۱۹ پېښو زیاتېدو امکان لا هم موجود دی. د هغه هېواد تعلیمي ادارې امکاناتو ته په کتو د وایرس مخنیوي هڅې کوي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
د غره پر غاړه دغه لار ډېره خطرناکه ده خو د کرغېزستان زردالي کلي اوسېدونکي مجبوره دي چې هم په دې تګ راتګ وکړي. دې کلي ته بله محفوظه لاره هم شته خو ډېره اوږده ده او په ژمي کې بنده وي. پر دې لاره د تګ پر مهال یوشمېر کسان ښوېدلي او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
نور وښیئ