منور شاه له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.
د جرمني په کولون سیمه کې د کېمیاوي پارک په نامه یو مرکز کې چاودنې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د چ د چارواکو په وینا چاودنه د دې مرکز په هغه سیمه کې وشوه چېرته چې د ټولې سیمې ډیرانونه راغونډول کېږي. دا چاودنه په رسمي ډول حادثه بلل شوې ده.
د کمېشن اېډیشنل ډایرېکټر جنرل جاوېد اقبال خټک د جولای پر ۱۱مه مشال رېډیو ته وویل چې د ملک نورو صوبو تر څنګ د خیبر پښتونخوا په ۱۱ ضلعو کې هم د ښځینه ووټرانو د اندراج شرح ۱۰ فیصده کمه شوې
په داسې حال کې چې په دغه هېواد کې د کورونا وبا مخنیوي محدودیتونو لوجې د سپرلیو ګاډو په تګ راتګ بندیز دی، د څارویو په فارم کې د راني نومې غوا لیدو ته هره ورځ ګڼ خلک ورځي.
په شام او عراق کې د داعش له ماتې وروسته قازقستان د وژل شویو داعشیانو په لسګونو کونډې او یتیمان خپل هېواد ته ستانه کړي. ملګري ملتونه وايي، اوس هم په شام او عراق کې د داعش وسله والو د کورنیو شاوخوا ۶۴۰۰۰ کسان په کېمپونو کې دي چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي. په داسې حال کې چې زیاتره اروپايي هېوادونه د
د روس د یو پخواني زندان په ودانۍ کې اوس ۱۱۸ غریبې کورنۍ اوسېږي او دغه زندان خپل کور ګڼي چې پکې د بینادي اسانتیاوو سخت کمی دی. دې خلکو د بېلا بېلو مشکلاتو لوجې په دې پخواني زندان کې سر پنا اخیستې.
قریشي د جون پر ۱۹مه د افغانستان يوه شخصي ټېلېوېژن طلوع نیوز ته په مرکه کې وویل چې افغانان به خپله د خپل هېواد راتلونکې ټاکي او اسلام اباد به د هر ډول ټول شموله افغان حکومت ملاتړ کوي.
بزکشي په روایتي توګه یوازې د سړیو لوبه ګڼل کېږي، خو په تاجکستان کې ملکه رجبووا یوازینۍ مېرمن ده چې په دې لوبه کې برخه اخلي. نوموړې وايي، اکثر سړي ورپسې خبرې کوي چې دا ولې د بزکشۍ لوبه کوي؟ پکار ده چې په کورکیني، خو دا یې پروا نه کوي. په دې هکله د مشال رېډیو د مرکزي څانګې یو ویډیوي رپورټ درته منورشاه
په لیبیا کې یو کس د شاتو موچیو په چیچلو د بېلا بېلو ناروغیو ښکار خلکو علاج کوي. محمد الزواوي ډاکتر نه دی خو وايي، د اېپي تېراپۍ په نوم د درملنې په دې طریقه د خلکو دردونه ختموي. عصري طب او طبي علوم دا ډول دودیز علاجونه نه مني او زیانمن یې بولي. د رویټرز اژانس ویډیويي رپورټ.
په اسلام اباد کې یې پر یوه خبریال د برید پر ضد د مظاهرې پر وخت د پاکستان پر اېسټیبلېشمنټ او استخباراتي ادارو د نیوکې وروسته مشهور خبریال حامد میر د سیاسي بحثونو له پروګرام، کیپيټل ټاک لرې کړل شوی دی. خو نوموړی وايي، څو واره پرې بندیز لګېدلی او نوکري یې ختمه شوې،
په بوسنیا کې په زرګونه ناقانونه کډوال ژوند کوي چې زیاتره یې په کیمپونو کې دي خو ځینې د کروېشیا پولې ته نېږدې په شاړو کورونو کې اوسي. په کډوالو کې زیاتره افغانان دي چې وخت په وخت د کروېشیا له لارې غربي اروپايي هېوادونو ته د تګ هڅې کوي خو کروېشیايي چارواکي یې بوسنیا ته ستنوي. ویډيويي رپورټ.
که څه هم د پوهنتون انتظامیه وايي، چې د پروفیسر ډاکټر امیرالله خلاف د جنسي ځورونې د شکایت معامله یې چانسلر او د خیبر پښتونخوا ګورنر شاه فرمان ته وړې ده خو د جنسي ځورونو تور لګوونکې وايي که د صوبايي محتسب فیصله عملي نه شي نو یادې پېښې به نورې هم سېوا شي.
د کابل په دشت برچي کې له ښوونځي سره نېږدې په چاودنو کې د زده کوونکو په ګډون لسګونه کسان وژل شوي او ژوبل دي. د کورنیو چارو وزارت د مې پر نهمه وویل چې د شنبې (خالي) ورځې په چاودنو کې د ژوبلو شمېر تر ۱۰۰ لوړ دی. حکومت د حملو ذمه واري پر طالبانو اچولې خو هغوی پکې له ککړتیا انکار کړی. ویډیويي رپورټ.
په میکسیکو کې د میټرو ریل ګاډي په یوه حادثه کې لږ تر لږه ۲۰ کسان مړه شوي دي. د مۍ په درېیمه د شپې مهال د دغه هېواد په میکسیکو ښار کې د میټرو پل په سړک غورځېدلی چې لاندې یې ګاډي هم ګیر کړي دي.
په داسې حال کې چې جګړو د یمن زیاتره وګړي د خوراک له کمښت سره مخامخ کړي او زياتره یې د روژه ماتې لپاره هم خواړه نه لري، په سرښار صنعا کې د ځوانانو یوه ډله د روژې میاشتې پر مهال له وس لرونکیو خلکو خواړه راټولوي او په بېوزله خلکو یې وېشي. دوی د دې کار لپاره د وجبه په نامه یوه ګاډۍ جوړه کړې او خلکو
د شام په القامیشیلي ښار کې کرديو چارواکو دغه ۳۴ ماشومان د اپرېل پر ۸ مه روسي پلاوي ته وسپارل. کردي چارواکي واييٍ چې ماسکو تر اوسه ۱۶۹ هغه ماشومان خپل هېواد ته ستانه کړي چې میندې پلرونه یې د داعش مشکوک غړي ول او په شام کې وژل شوي دي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې. ویډیو: اې ایف پي
۲۵ کلنه پیګا په جورجیا کې سندرې وايي، په پارکونو کې له دوستانو سره بنډارونه کوي او چې څنګه جامې یې خوښېږي هغه اغوندي. نوموړې دا ټول کارونه په خپل ملک ایران کې نشو کولی نو ځکه جورجیا ته په تللو مجبوره شوه.
نور وښیئ