منور شاه له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.
په افغانستان کې د طالبانو د واکمنېدو وروسته د نورو زرګونو افغانانو په څېر د روبوټ جوړونکي افغان ملي ټیم یو شمېر غړې هم له افغانستانه ووتلې چې ځینې یې میکسیکو، ځینې متحده عرب اماراتو او ځینې یې قطر ته رسېدلي دي.
سږکال د اګست پر ۱۵مه طالبانو پر افغانستان تر قبضې وروسته ویلي چې د اپیمو او تریاکو پر کاروبار بندیز لګوي. خو د کوکنارو کرونده ګر وايي، له مجبورۍ دا کار کوي که متبادل ورته پیدا کړل شي نو د کورکنارو له کروندې به لاس واخلي. بلخوا سوداګر د اپینو په بیعو کې زیاتوالی د طالبانو لخوا د بندیز د اندېښنو له وج
په دې داسې حال کې چې نړیوالو د جنیوا په غونډه کې له افغانستان سره د څه باندې یو ارب ډالرو بشري مرستو ژمنه وکړه، د ملګرو ملتونو د شمېرو ترمخه په دغه هېواد کې دا مهال شاوخوا ۳۵ لکهه خلک د بې کورۍ ژوند کوي. نور په دې ویډیويي راپور کې. ویډیو: رویټرز
په داسې حال کې چې د جولای پر اوومه د هېتي د ولسمشر تر وژل کېدو وروسته د دغه هېواد سیاسي او امنیتي حالات ګډوډ شوي، د دغه هېواد زرګونه خلک امریکا ته د اوښتو هڅې کوي.
په کابل کې د استعمال شویو شیانو دوکانداران وايي، د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې کاروبار وده کړې ده. په دې بازار کې د کور هر ډول سامونونه پراته دي چې د ګرانۍ او بې روزګارۍ له وجې مجبوره خلکو پکې قیمتي سامونونه هم په ډېره ارزانه بیعه خرڅ کړي دي.
په دې ځانګړي پرواز کې شاوخوا۷۰ کسان اسلام اباد ته لاړل چې زیاتره یې د نړیوالو مرستندویه ادارو سره د کارکوونکو افغانانو د کورنیو غړي وو.
بلاول بوټو زرداري د سېپټېمبر پر اتمه په ملتان کې خبریالانو ته وویل چې د افغانستان حالات په پاکستان ژور اثر لري او پکار ده چې حکومت د دغه هېواد په هکله پالیسي جوړولو لپاره پارلېمان په اعتماد کې واخلي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو تر کنټرول وروسته د زیاترو خلکو کار او روزګار متاثره شوی خو د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د وسلو سوداګر وايي، کاروبار یې زیات شوی دی.
د اګست پر ۳۱ مه امریکا په افغانستان کې د خپل ماموریت ختمولو او اخري امریکايي پوځي د وتلو اعلان وکړ. له هغې وروسته د کابل هوايي ډګر کنټرول هم طالبانو تر لاسه کړ او د خوشحالۍ لمانځلو تر څنګ یې خلکو ته د ژوند، مال او ناموس د خوندیتوب ډاډ ورکړ.
د اګست په ۲۹ مه په کابل کې شوي دې ډرون برید کې د وژل شویو کره شمېر لا هم نده معلومه خو امریکايي چارواکي وايي د داعش وسله وال غوښت چې د کابل پر هوايي ډګر د موټر بم برید وکړي. د اګست په ۲۷ مه پر کابل هوايي ډګر ځانمرګي برید کې د ۱۳ امریکايي عسکرو تر څنګ لږترلږه ۱۷۰ کسان نور وژل شوي وو.
په افغانستان کې د طالبانو له کنټرول وروسته زیاتره افغان نجونې او مېرمنې د خپل راتلونکي او په خاصه توګه د زده کړو په اړه اندېښنې لري، خو یوه امریکايي مېرمن " اېلیسن رینو" وايي دا نجونې ورته د خپلو لوڼو په څېر ښکاري.
شاهد خاقان عباسي د اګست پر ۲۱ مه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې د میثاقِ پاکستان په نوم دې موافقه کې به اوسني حالات او د ولس ستونزې په پام کې نیول کېږي.
رسنۍ وايي، د کابل پر هوايي ډګر په ټېل ماټېل کې خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې. اسوشیېټېډ پریس د بریتانیا د پوځ له خوا د اګست پر ۲۲مه د خپور کړي بیان په حواله لیکلي چې د خالي یا شنبې پر ورځ د طالبانو هوایي ډزو خلک تېښتې ته اړ کړي او په ګډوډیو کې اووه کسان وژل شوي. ویډیويي رپورټ.
د افغانستان پلازمېنه کابل د اګست پر ۱۵مه د طالبانو لاس ته ولوېده. د مشال راډیو د روسۍ څانګې کرنټ ټایم ټېلېوېژن خبریاله لیزا کریمي هغه مهال په کابل کې وه او د ښار په بېلا بېلو سیمو کې وګرځېده. نوموړې وايي، په هغه ښار کې په خلکو او په ځانګړې توګه په ښځو کې وېره خپره ده.
په اسلام اباد کې د سولې د مطالعاتي مرکز مشر عامر رانا وايي چې په افغانستان کې له زیات شوي تاوتریخوالي سره په پاکستان کې هم بریدونه زیات شوي دي.
د شام په ادلېب ښار کې د کډوالو په یوه پنډغالي کې د "خیمه اولمپېکس ۲۰۲۰" په نوم سیالۍ شوې دي چې پکې د کډوالو د ۱۲ کیمپونو ۱۲۰ ماشومانو برخه اخیستې. د اګست پر اتمه په شویو سیالیو کې له اتو کلونو څخه تر ۱۴ کلونو پورې عمر لرونکو ماشومانو برخه واخیسته. په اولمپېک سیالیو کې د نېزې ویشتلو، ټوپ وهلو، کراټو،
د الجزایر ولسمشر عبدالماجد تېبون په ځنګلي اور کې د وژل شویو په غم کې درې ورځنی ویر اعلان کړی دی. دا اور چې د نهې (سې شنبې) پر ورځ لګېدلی، د اګست تر ۱۲مې یې د وژلو هڅې روانې وې. د هغه هېواد دولتي خبري اژانس اې پي اېس وايي، په اور کې لږ تر لږه ۶۹ کسان وژل شوي چې پکې ۲۸ پوځیان هم شامل دي.
د ترکي امنیتي ځواکونو د اګست پر څلورمه وویل، دا افغان کډوال چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي، په یوه لوی ټرک کې له ایرانه وراوښتي ول. نور حال په دې ویډیويي راپور کې. ویډیو: رویټرز
په هند کې سږکال د پشکال بارانونو تر اوسه لږ تر لږه ۲۵۰ کسان مړه کړي دي. په تېرو څو ورځو کې د دغه هېواد په مغربي بنګال ریاست کې بارانونو او سېلابونو لږ تر لږه ۲۷ کسان مړه کړل او نېږدې دوه نیم لکه یې بې کوره کړل.
د هند په هماچل پردیش ریاست کې د غرخوېدو په یوه پېښه کې په کورونو، ګاډو او یو پل د لویو ډبرو ورختو لوجې نهه کسان مړه شوي دي.
نور وښیئ