منور شاه له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.
په ۲۰۲۰ز کال کې د سعودي عرب حکومت د کورونا وایرس جهاني وبا مخنیوي لپاره د هېواد د نورو جوماتونو ترڅنګ په حرم شریف کې هم د خلکو پر ګڼه ګوڼه بندیز لګولی وو. ریاض سږکال په روژه کې دا محدودیتونه ختم کړي او اوس ګڼ خلک هلته تراوېح کوي. د اسوشيېټېډ پرېس او فرانسې خبري اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
د بېوزلۍ او بېروزګارۍ له وجې زیاتره افغانان سږکال روژې ته پرېشانه دي. د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې طالبان پر افغانستان واکمن شول چې له هغه وخت راهیسې د هېواد اقتصاد مخ په ځوړ روان دی. تفصیل د اسوشيېټېډ پرېس اژانس په ویډیويي رپورټ کې.
په داسې حال کې چې د افغانستان په سوهېل لويديزو ولايتونو کې کوکنارو ګل کړی، په راتلونکو څو ورځو کې به کروندګر د تریاکو راټولول پیل کړي. دا کروندګر وايي چې د نورو فصلونو کرونده یې مالي مشکلات نه شي هوارولای.
په امریکا کې پر یو ځای تر ۵۰ زیات ګاډي جنګېدلي چې پکې لږ تر لږه درې کسان مړي شوي او یو شمېر نور ژوبل شوي دي. دا پېښه د مارچ پر ۲۸ مه په پېنسلوینیا ايالت کې د واورې د توپان او لړې له کبله شوې ده. رویټرز اژانس هغه ویډیو ترلاسه کړې چې د پېښې په ځای کې موجود یو ډرایور ریکارډ کړې ده.
د لبنان په پلازمينه بیروت کې د ښځو مېراتهن یا ځغل شوی دی. منتظیمین وايي، د هېواد خرابو اقتصادي حالاتو کې د ښځو لپاره لوبې د اظهار او هيلو یواځينۍ لاره ده. دا راز یوې ښځې وویل چې په دې ډول هلو ځلو کې د برخې اخیستو څخه دې ښځې نه ویرېږي ځکه چې دوی د هر څه کولو صلاحیت لري.
نوروز چې د پاکستان او افغانستان تر څنګ د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې د پسرلي په اوله ورځ لمانځل کېږي، د ترکي پولې ته څېرمه د عراق د قندیل غرونو قبایل یې په ځانګړي جوش او جذبه لمانځي. دا کرد قبایل د نوروز ځانګړې میله جوړوي
پر اوکراين د فرورۍ له ۲۴مې شروع شوي روسي یرغل کې پر ساحلي ماریپول ښار سخته بمباري شروع ده. په ښار کې د څښاک او خوراک توکي کم شوي دي. ملګرو ملتونو د مارچ په ۲۰مه وویل چې تر دغه وخته په اوکراین د روس په یرغل کې څه د پاسه ۹۰۰ اوکرایني وګړي وژل شوي او نزدې ۱۵۰۰ ژوبل شوي دي. تفصیل په دې ويډيو رپورټ کې.
په بولیویا کې ښځې د کبډۍ سيالي کوي چې ورته چولیتا رېسلینګ ویل کېږي. دا د ځايي ایمارا کلتور او د بولیویا د اوسنۍ کبډي مجموعه ده چې پکې زور کم او هنر زیات استعمالېږي. دا سيالي زیاتره وخت په دوديزه رسمونو کې ترسه کېږي.
ناټو په ناروې کې ژمني پوځي مشقونه پیل کړي د ناروې په مشرتابه د ناټو په پوځي تمرينونو کې د ۲۷ هېوادونو تر ۳۰،۰۰۰ زیات پوځیان او ولسي امنیتي ځواکونه برخه اخلي. مشقونه د مارچ پر ۱۴
د اروپا په تر ټولو لوی غار په سویټزرلېنډ کې دی چې سېنټ لیونارډ نومېږي. په دې غار کې دننه ۳۰۰ میټره اوږد تالاب جوړ دی چې پکې د کشتيانو چلولو سیالۍ کېږي
د فلسطینیو ښځو جامې د پښتنو ښځو دودیزو کالیو ته ورته دي. دا جامې لوی کمیسونه لري چې اکثر ورباندې ګلکاري شوې وي. د ملګرو ملتونو د تعلیم، ساینس او کلتور ادارې (یونېسکو) د فلسطین دا دودیزې جامې نړیوال میراث بللې دي. په دې اړه نور معلومات د اژانس فرانس پرېس له ویډیو په جوړ رپورټ کې.
د ۲۰۲۲ز کال په لومړیو میاشتو کې ایران ته د افغان کډوالو تګ زیات شوی دی. ناقانونه کډوال په سختو او خرابو لارو څو، څو ورځې سفر کوي او ایران ته داخلېږي. انساني قاچاقبران وايي، هره ورځ له پینځو څخه تر شپږ زرو پورې کسان له هېواده د وتلو لپاره ورځي. خو د طالبانو حکومت دا ارقام پروپیګنډه بولي.
روسیو ځواکونو د یو معذوره اوکرایني زوړ کس او زړې ښځې پر موټر د ټینک له لارې ډزې دي چې پکې دواړه وژل شوي دي. د مشال رېډیو د خبرونو مرکزي څانګې یوه ویډیو ترلاسه کړې چې پکې ښکاري چې روسي ځواکونه د فبرورۍ پر ۲۸مه پر یو موټر له ټینکه ډزې کوي. ویډیويي رپورټ.
د اوکرایني دفاعي ځواک دوو رضاکارو سرتېرو د کییف د دفاع په لومړۍ کرښه کې واده کړی. ناوې وايي، په دې حالاتو کې یې ځکه واده وکړ چې نه پوهېږي په راتلونکې کې به څه پېښ شي. دې سرتېرو ویلي چې په ژوند مین دي او د روسیو ځواکونو ضد مبارزې ته دوام ورکوي. تفصیل د اسوشيېټېډ پرېس اژانس په ویډیويي رپورټ کې.
د امریکا په اوهایو ایالت کې د یوشمېر کسانو ترمینځ یو بل ته د څپېړو ورکولو سیالۍ شوې دي. په سیالیو کې ښځو او سړیو دواړو برخه اخیستې. دا سیالۍ د امریکايي فلمونو د نومیالي اداکار او د کیلېفورنیا ایالت پخواني والي ارنلډ شوازېنېګر په کوربه توب شوې دي. تفصیل د اسوشيېټېډ پرېس اژانس په ویډیويي رپورټ کې.
د پروسږکال په اګست مياشت کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته پر موسيقۍ بنديز لګول شوی دی. طالبانو ويلي، يوازې د مذهبي ترانو اورېدو ته اجازه ورکوي. د دوی په وينا، د بهرنيو ځواکونو پرضد د جګړو پر مهال دغو ترانو د دوی حوصلې اوچتولې.
روسي ځواکونه په اوکراین کې دوکانونه او بېنکونه لوټي. امنیتي کېمرې ښيي چې د روسيې ځواکونه شوکي کوي. اوکرایني چارواکي ادعا کوي چې د حملو شروع کولو پر وخت روسي ځواکونو یوازې د درې ورځو لپاره خواړه لرل
امریکايي ولسمشر جو بایډن کانګرس ته د وفاقي حکومت د حالت په اړه په خپله کلنۍ وینا کې پر اوکراین د روسیې د حملې غندنه وکړه او ویې ویل چې هېواد یې له خپلو ملګرو سره په ګډه پر روسیې یوشمېر بندیزونه لګولي چې له وجې به یې هغه هېواد د اربونو ډالرو له تاوان سره مخامخ شي. روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین د فبرورۍ
نور وښیئ