منور شاه له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.
د افغانستان په زلزله ځپلو سیمو کې له کنډوالو څخه د ژوبلو او مړیو ایستلو بهیر روان دی. د طالبانو حکومتي چارواکي وايي، زیاتره ځپل شوې سیمې غرییزې دي نو ځکه هلته د لویو مشینونو وړل ګران دي. د اې اېف پي، اسوشيېټډ پرېس او رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
جاپان په پوځي مشقونو کې د توغندیو ویشتلو د جدید نظام، زغره بند ګاډو او ټېنکونو کارولو تر څنګ په اول ځل د اوسپرې نومې الوتکې استعمال هم کړی. تر دويمې نړيوالې جګړې وروسته پر جاپان پوځي محدوديتونو لګېدلي ول خو په ۲۰۱۴ز کال کې د پوځي ځواک جوړولو اجازه ورکړل شوه.
د جون په ۱۳ مه د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې په وفاقي بجټ بحث پیلېږي.
د پاکستان او هند زیاتره خلک روح افزا شربت ډېر خوښوي خو پر ۱۰۰ کالونو تېرېدو سربېره هم د شربت جوړولو راز له درې کسانو پرته هيچا ته معلوم نه دی. په دومره اوږده موده کې د روح افزا جوړولو طريقه بدله شوې نه ده البته شربت پلورونکي پکې نور توکي ګډوي چې ورسره په بازار کې د مختلفو خوندونو شربت ترلاسه کېږي.
بېلاروس د اوکراين پرضد په یرغل کې د روسيې ملګری دی خو د هغه هېواد ځينې وګړي بیا د کيیف په ملاتړ د مسکو خلاف جنګېږي. هغه جنګیالي وايي چې د مسکو له نفوذه د بېلاروس د خلاصولو جګړه له اوکراينه پیلېږي. د اسوشیېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
په اروپايي هېواد بلغاریا کې هم مسلمانان د پښتنو په څېر د هلکانو په سنتونو خوشحالۍ لمانځي. خو دوی له پینځو کلونو کم عمر لرونکو هلکانو اجتماعي سنتي کوي. پر هغه ورځ ډلې ډلې خلک ماشومان پر آسونو په ټول کلي کې ګرځوي او په پای کې یې سنتوي. تفصیل د رویټرز خبري اژانس په ویډیو کې
د مې په ۱۶ مه د هند له امرتسر ښار څخه په دوه زره ټنو غنمو بار د ۴۰ ټرکونو اولنۍ قافله روانه شوه چې د پاکستان له لارې افغانستان ته ځي. هند ژمنه کړې چې د روان کال تر جولايي میاشتې به ۵۰ زره ټنه غنم افغانستان ته ورکوي.
بريتانوي کمپنۍ ګرېټ نارت اېر اېمبولنس د پېرامېډیک هېليکاپټر په نوم د یو داسې مشین بريالۍ ازموینه کړې چې روغتیايي کارکوونکي به یې د جامو په څېر اغوندي او په هوا کې به الوځي. د دې مشین په وسیله انسان په یوه ساعت (ګنټه) کې په ۱۲۸ کلومیټره رفتار سره تر ۱۲۰۰۰ فوټه اوچت پرواز کولا شي.
د الجزیرې ټېلېوېژن د عربي ژبې څانګې خبریاله شیرین ابو عاقله د مې ۱۱مې پر سهار په مقبوضه غربي غاړه کې د اسراییلي پوځ د چاپې پر مهال ووژل شوه. ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او امریکا د هغې فلسطیني الاصلې امریکایۍ خبریالې د وژنې د پلټنو غوښتنه کړې ده. الجزیره ټېلېوېژن وايي، نوموړې د اسراییلي پوځیانو په ډزو کې وژل شوې. اسراییلو ویلي دي چې د پېښې پلټنې کوي. هلته په غربي څنډه کې د ابو عاقلې د وژنې ضد مظاهرې شوې دي. د اسوشيېټېډ پرېس او اژانس فرانس پرېس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
په هرات ښار کې یوشمېر ښځې موټر چلوي خو د ګاډي چلولو ښوونکې وايي، د طالبانو حکومت اوس ښځینه ډرېورانو ته اجازتنامې (لایسنسونه) نه ورکوي. موټر چلوونکې وايي، طالبان دې ځکه د ښځو پر ګاډو چلولو بندیز نه لګوي چې که په کور کې یې سړي نه وي نو خپله مهم کارونه وکړای شي. طالب چارواکي وايي، پر ښځو یې د ګاډو چلولو بندیز نه دی لګولی. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.
عراق مېشتي کردي قاچاقبران د ایران له کرد مېشتو سیمو اوړي او عراق ته پر داسې لارو ګنډې وړي چې پکې هر ورځ د مرګ له خطر سره مخامخ وي. د بشري حقونو کارکوونکي وايي، یوازې په ۲۰۲۱ز کال کې ۵۲ ګنډې وړونکي د ایرانیو سرحدي ځواکونو په ډزو کې وژل شوي دي. همداراز، د ۲۰۲۰ز کال له مارچ څخه د ۲۰۲۱ز کال تر مارچ پورې ۱۶ کرد قاچاقبرانو په بېلا بېلو حادثو کې ژوند له لاسه ورکړی دی. دې قاچاقبرانو د نوم او پېژندګلوۍ نه خپرولو په شرط د مشال راډیو د خبرونو له مرکزي څانګې سره خبرې کړې دي. د دې ویډیويي رپورټ ځینې برخې ښايي ځینو خلکو ته ځوروونکې وي.
په داسې حال کې چې د اوکراین پر بېلابېلو ښارونو د روسیو ځواکونو بمبارۍ یو ځل بیا زیاتې شوې دي، په خارکیف کې روغتیاپالان د خپل ژوند له پروا کولو پرته د بریدونو پرمهال ژوبلو ته طبي مرستې رسوي. د اپرېل پر ۱۷مه د روسیو ځواکونو په بمبارۍ کې د خارکیف په یوه ودانۍ کې پینځه کسان ووژل او لسګونه ژوبل شول. د بېلابېلو اژانسونو له ویډیوګانو څخه د جوړ دې رپورټ برخې ښايي ځینو خلکو ته ځوروونکې وې.
اوکرایني چارواکي د بوچا ښار په یوه څنډه کې هغه ټینکونه او پوځي ګاډي غونډوي چې د روسیې یرغل پر مهال تباه شوي دي. په هغو کې زیاتره روسي ټینکونه دي. تفصیل د رویټرز خبري اژانس په ویډیويي راپور کې.
امریکايي ولسمشر جو بایډن د اپرېل پر ۱۳مه، له اوکراین سره د ۸۰۰ مېلیونه ډالرو پوځي مرستې اعلان کړې چې پکې هېلېکاپټرې او توپونه هم شامل دي. تفصیل د رویټرز خبري اژانس له ویډیو په جوړ رپورټ کې.
د عراق د موصل ښار اوسېدونکي وايي، له پېړیو راهیسې یې په مینه او ورورګلوۍ ګډ ژوند کړی او هېڅوک پکې د مذهب، دین او مسلک په نوم تفرقه نه شي اچولای. د هغه ښار عیسویانو په وروستیو کې مسلمانانو ته روژه ماتی تیار کړی وو.
د نړۍ په یوشمېر اسلامي هېوادونو کې به پخوا د روژه ماتي د اعلان لپاره په توپ ډز کېده خو د ټېکنالوژیک پرمختګ له وجې اوس دا دود تر ډېره ختم شوی دی. البته د دوبۍ د لوړو ودانیو ترمینځ اوس هم سرتېري د روژه ماتې پر وخت د توپ ډز کوي چې غږ یې تر ۱۰ کېلومیټره پورې اورېدل کېږي. ویډیويي رپورټ.
که څه هم پر اوکراین د روس د یرغل پر مهال جدیدې وسلې کارول کېږي خو دواړه خواوې د لسیزو زوړ د ګڼو توغندیو ویشتلو نظام یا ګراد هم استعمالوي. ګراد په روسۍ ژبه کې ږلۍ ته وايي. په یو لوی ټرک لګېدلي د توغندیو ویشتونکي دغه نظام یا ګراد لانچر کې په یو وار ۴۰ توغندي ایښودل کېدی شي. په اوکراین کې د مشال رېډیو
د اوکراین د دفاع وزارت په ویډیو کې ښودل شوي چې د دې هېواد سر ښار کیيف سره نېژدې هوايي ډګر کې ولاړه د نړۍ تر ټولو لویه بار وړونکې الوتکه انټونوف مریا د
په انډونیشیا کې د سړیو ترڅنګ ښځې هم په جوماتونو کې تراوېح کوي. په هغه هېواد کې په تېرو لسیزو کې سختدریځۍ هم وخت په وخت سر پورته کړی خو ښځې او نجونه یې د لوړو زده کړو ترڅنګ د ژوند په نورو چارو کې هم مساوي ونډه لري او زیاتره یې په جوماتونو کې لمونځ کوي. ویډیويي رپورټ.
د پاکستان پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري د اپريل په څلورمه په اسلام اباد کې د نورو اپوزیشن مشرانو سره يو ځای په يوه خبري غونډه کې ادعا وکړه چې د اپريل په درېيمه پر عدم اعتماد تحريک د رايو اچولو بغیر د اسمبليانو ماتولو له امله وزيراعظم عمران خان سیاسي کودتا کړې ده.
نور وښیئ