د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان یو بل ماشوم ګزڼ یا پولیو وهلی دی


پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې د پولیو ناروغي موجوده ده. (انځور: ارشیف)
پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې د پولیو ناروغي موجوده ده. (انځور: ارشیف)

په شمالي وزیرستان کې د ګزڼ یا پولیو ناروغۍ بل ماشوم وهلی چې ورسره یوازې په دې ضلع کې د ۲۰۲۲م کال له پیله د پولیو ناروغانو شمېر ۱۴ ته رسېدلی دی.

په خیبر پښتونخوا کې د پولیو د مخنیوي ادارې کوارډینېټر محمد ذیشان د اګست پر ۲۸ مه مشال راډیو ته وویل چې دوی د اګست پر اوله نېټه اطلاع تر لاسه کړه چې د یو ماشوم پښه کار نه کوي.

ده وویل چې د دوی ادارې د هغه ناروغ ماشوم ټیسټ وکړ چې اوس یې نتیجه مثبته راغلې ده.

محمد ذیشان زیاته کړه، "دې ماشوم پښه نه شوه خوځولای. په داسې حال کې زموږ طریقه کار دا وي چې د یو ماشوم پښه یا لاس کې کمزوري وي، یا فرق ښکاره شي نو موږ یې ټیسټونه کوو. په ټیسټونو کې ثابته شوه چې دا ماشوم په پولیو رنځ اخته شوی دی."

نوموړي وویل چې اوس د دوی تفصیلي پلټنې دوام لري او په ۱۵ یا ۲۰ ورځو کې به دا هم معلومه شي چې دې ماشوم ته د پولیو د مخنیوي ویکسین نه دي ورکړل شوي او که نه بله کومه وجه ده.

محمد ذیشان هم دا راز وویل چې ګوزڼ یا پولیو ماشومان د ټول عمر لپاره معذوروي چې ورڅخه د ځان ساتلو یوازینۍ لاره تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي ټول ماشومان هر ځل د کیمپېن پر مهال واکسینول دي.

نوموړي د پولیو پر ضد د ورستیو کیمپینونو په اړه وویل، "د اګست میاشتې له ۱۵مې تر ۲۵ مې نیټې د شمالي وزیرستان پشمول په بنو او ډیره اسماعیل خان ډیویژنونو کې شاوخوا لسو لکو ماشومانو ته نه یوازې د پولیو پر ضد قطرې ورکړل شوې بلکې ورسره حفاظتي ټیکې هم لګول شوې دي."

د ده په وینا، هم داسې د خیبر پښتونخوا په ۲۹ ضلعو کې د اګست له ۲۲مې نیټې د پولیو د مخنیوي کمپاین تر سره شوی او ځینې سیمې چې د سیلابونو یا نورو امنیتي ستونزو له وجې پاتې وې په هغې کې هم د اګست تر ۲۸ مې د پولیو ضد کمپاین سر ته رسېدلی دی.

بلخوا د پولیو د مخنیوي د څانګې یو پخوانی مشر ډاکټر عبدالباسط وايي چې یو ماشوم هم له ویکسینو پاتې شي نو هغه د سیمې ټول ماشومان د ویکسین کېدو باوجود په پولیو د اخته کېدو له خطر سره مخ کوي.

ده وویل، "کېمپاینونه کېږي خو دا وایرس هم څه له اسمانه نه راځي، دا له یو انسان نه بل ته لګېږي چې په یوه سیمه کې لکونو ماشومانو ته د پولیو مخنیوي ویکسین ورکړل شي خو یو ماشوم پاتې شي نو دا امکان شته چې په هغه کې د پولیو وایرس موجود وي او دا بېرته په چاپیریال کې خپور شي."

ډاکټر عبدالباسط په ځینو سیمو کې د خلکو لخوا د احتجاج په توګه خپلو بچیو ته د ویکسینو نه ورکولو دړکو غندنه هم وکړه.

ده وویل، "دا غیر انساني رویه ده چې د خپلو غوښتنو لپاره خپل بچي د ټول عمر د معذورۍ له خطر سره مخامخ کوي."

تر دې مخکې د پاکستان د روغتیا وفاقي وزیر عبدالقادر پټېل هم په یوه بیان کې ویلي وو چې له دې هېواده د پولیو ناروغۍ ختمولو لپاره یې تګلاره جوړه کړې او د ولس، دیني عالمانو او د ماشومانو د میندو او پلرونو په مرسته به د ناروغۍ ضد مبارزه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د ۲۰۲۲ز کال له پیل راهیسې د اګست تر ۲۸ مې د ګوزڼ ۱۵ پېښې ثبت شوې دي چې ۱۴ یې یوازې په شمالي وزیرستان او یوه په لکي مروت کې مخې ته راغلې ده.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې د پولیو ناروغي موجوده ده. په هغو هېوادونو کې ناامنیو او همداراز، د بېلابېلو پروپیګنډو له وجې د خپلو ماشومانو له واکسینولو څخه د میندو او پلرونو انکار د وایرس د ختمېدو پر وړاندې مهم خنډونه بلل کېږي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG