منور شاه له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.
د خیریه ادارې، افغان اېډ لخوا د اګست په ۲۱مه په لندن کې جوړې شوې دې میله کې که یوې خوا ته خلکو د خوشالۍ څرګندونه وکړه نو بلې خوا ته یې د افغانستان د موجوده حالاتو په اړه اندېښنې وښودې. په مېله کې د ځينو نورو هېوادونو خلکو هم ګډون کړی وو. دوی موسیقي وکړه او بادیوې یا ګوډیانې یې والوځولې.
د اسټراليا په سېډني ښار کې د افغان کډوالو مېرمنو لپاره یو ځانګړی ښوونیز پروګرام پیل شوی چې پکې ورته په وړیا توګه لامبو او د موټرو چلول ښوول کېږي. د دې پروګرام مقصد په اسټرالیا کې د افغان ښځو لپاره د ښه او ارامه ژوند زمينه برابرول دي. د رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
سرچينو مشال راډیو ته ويلي چې طالب مشران د اګست پر اوومه هغه مهال ووژل شول چې په برمل ولسوالی کې يې موټر پر ماین وخوت. وروسته طالبانو هم په يو بیان کې د خپلو ملګرو د وژنې تصديق وکړ.
د ترکيې د تونجلي صوبې په مرجان دره کې لسګونه افغانان د ګډو (پسونو او مېږو) رمې څري چې بيا وروسته د خپلې مزدورۍ پيسې په افغانستان کې خپلو کورنیو ته لېږي. د رمو ترک مالکان وايي چې د مېږو ساتنه ګران کار دی او ځايي خلک غاړه نه ورته ږدي خو د هغه په خبره افغان شپونکي ډېر تکړه دي او په ښه توګه دا کار کوي.
د هند په اترپردېش کې په یوه اوونۍ کې تندرونو ۴۹ کسان وژلي دي. د ایالت پولیس وايي، ټولې پېښې د جولای په وروستۍ اوونۍ کې شوې دي او زیاتره وژل شوي کسان کروندګر ول چې د تندر له وېرې یې د ونو لاندې پناه اخیستې وه.
د هند په مغربي بنګال کې د پشکال له پیلېدو سره سم یوه دودیزه مېله کېږي چې پکې د شولو نهالولو ته په تیارو شویو پټیو کې د کولبې (قولبې) د غوایانو ځغاسته کېږي. دا مېله له تېرو څه د پاسه ۱۰۰ کلوو راهیسې کېږي چې سږ کال پکې شاوخوا ۵۰ قولبو برخه واخیسته. نور د اې اېف پي له ویډیوګانو په جوړ رپورټ کې.
د قرغیزستان چويي ولایت چې د قدرتي ښکلا لپاره هم ډیره مشهوره ده، خلک یې غواړي چې د اسپو د پیو او شومبلو څښلو لپاره له هېواد دننه او بهر سېلانیان ورتګ ته وهڅوي. دوی وايي چې د اسپو شړومبې (شوملې، تروې) د ناروغیو پر ضد د انسان د بدن مدافعتي نظام تقویه کوي.
په بلوچستان کې له قدرتي ناورینونو سره د مبارزې اداره (پي ډي اېم اې) وايي، په لسبېله ضلع کې په سېلاوونو کې بندې لسګونه کورنۍ ژغورلې دي. د ادارې په خبره، په ځینو ځایونو کې د امنیتي ادارو کښتۍ او هېلېکاپټرونه هم کارولي دي. د اسوشيېټډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
لانګو په کوټه کې خبري غونډې ته وویل، په زیارت کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال په وژل شویو کې هغه پینځه کسان هم شامل دي چې نومونه یې د ورکو بلوڅانو په نوملړ کې ول.
که څه هم د چین په شينجيانګ (سینکیانګ) صوبه کې د حکومت له خوا د یوغور (اویغور) مسلمانانو د ځورونو راپورونه ورکول کېږي او هغه خلک له یو شمېر مذهبي بنديزونو سره مخامخ دي، خو د ځينو کلتوري هلو ځلو اجازه لري چې يوه يې د "اسماني اسونو" د ځغاستې دوديزې سیالۍ دي.
د پاکستان، چین او تاجکستان له پولو سره په پرته واخان (وخان) دهلېز اوسېدونکي وايي، د تېرو څه پاسه څلورو لسیزو ناامنیو او جګړو یې پر ژوند هېڅ اغېز نه دی کړی.
په اروپايي هېواد سپېن کې د غوایانو د ځغل مېلې د کورونا جهاني وبا له کبله دوه کاله ځنډېدلې وې خو سږکال بیا پیل شوې چې پکې یو شمېر کسان ژوبل شوي هم دي. په دې مېله کې یو شمېر قهرېدلي غوایان له یوې ګاړې څخه خوشې کړل شي چې په لارو کوڅو کې خلکو پسې منډې وهي.
که یوې خوا ته په افغانستان کې په تېرو میاشتو کې یوشمېر ښځو ویلي چې طالبان ورته د ګاډي چلولو اجازتنامې نه ورکوي، نو بلې خوا ته نه یوازې په زیاتره اسلامي هېوادونو کې ښځې موټر چلوي بلکې د تیونس یوه ښځه خو د موټر څرخولو او ځغاستې د نړیوالو سیالیو تیاری کوي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
یوه نوې ويډیو ښيي چې لسګونه کډوال د مراکش او هسپانیې پر پوله د اغزن تار پر باړ د اوښتو پرمهال پرېوځي. دا پېښه د جون پر ۲۴مه شوې وه خو ویډیو د جولای پر دویمه خپره شوې. په هغه پېښه کې تر ۲۰ زیات کډوال وژل شوي ول چې پرضد یې په مراکش کې مظاهرې هم شوې دي. د اسوشيېټډ پرېس اژانس ویډیويي رپورټ.
په افغانستان کې مېشت یوشمېر وزیرستاني کډوال دعوه کوي چې زلزلې ځپلي خو مرستې نه وررسېږي. په ۲۰۱۴ز کال کې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پرضد د پوځي عملیاتو له وجې زرګونه کورنۍ افغانستان ته واوښتې. خو د طالبانو حکومتي چارواکي وايي، له زلزله ځپلو سره په مرستو کې هېڅ ډول توپیري چلند نه کوي.
د ناټو سرمشریزې ته په ویډیويي وینا کې د اوکراین ولسمشر وولودیمير زېلېنسکي ګيله وکړه چې هغه سازمان يې د هېواد "بشپړ ملاتړ نه کوي."
د افغانستان په خوست ولایت کې د وروستۍ زلزلې له اغېزمنو کورنیو سره د نړیوالو مرستو مرکز پرانیستل شوی. له هغه مرکزه د ملګرو ملتونو، پاکستان، ایران، چین او یوشمېر نورو هېوادونو مرستې اغېزمنو سیمو ته لېږدول کېږي. د جون پر ۲۲مه تر نیمې شپې وروسته په زلزله کې زرګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
امنه اشفاق د سیاسیاتو د څانګې زده کوونکې ده. هغې د دې څانګې پر مشر پروفیسر ډاکټر امیرالله د جنسي ځورونې تور پورې کړی دی.
اوکرایني ځواکونه په داسې حال کې د لېسېچانسک د دفاع هڅې کوي چې د جون پر ۲۵مه یې هغه ښار ته نېږدې د سېوېرودونېڅک ښار واک له لاسه ورکړ. روسیو ځواکونو لېسېچانسک ښار ته د ننوتو دعوه کړې چې خپلواکه سرچینو نه ده تایید کړې. دواړه ښارونه د ختیز اوکراین په دونباس سیمه کې پراته دي.
د یمن سړي له پېړیو راهیسې په یوه ځانګړي کمربند کې یو خنجر یا چاړه ږدي چې جمبیه بلل کېږي. د هغه هېواد اوسېدونکي وايي، جمبیه د دودیزو جامو یوه مهمه برخه ده. خلک په یمن کې د جمبیې له ښایست او نرخه د یو سړي د شتمنۍ اټکل کوي. نور د رویټرز اژانس له ويډیو په جوړ رپورټ کې.
نور وښیئ