د لاسرسي ځای

تازه خبر

داعش وسله واله ډله د پاکستان امنيت ته څومره لوی ګواښ ده؟


د پښېور په رسالدار کوڅه کې د شیعه ګانو پر جومات د بريد ذمه واري داعش وسله والې ډلې منلې ده. عکس له ارشېفه
د پښېور په رسالدار کوڅه کې د شیعه ګانو پر جومات د بريد ذمه واري داعش وسله والې ډلې منلې ده. عکس له ارشېفه

د پیښور له قيصه خوانۍ بازاره سره نېږدې د رسالدار کوڅې د شیعه ګانو په جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال د شوي ځانمرګي برید ذمه واري داعش وسله والې ډلې منلې ده.

په بريد کې ۶۲ ولسي وګړي وژل شوي او تر ۱۸۵ زیات ژوبل ول.

دې ډلې تر دې وړاندې په کراچۍ کې د اهل تشیع پر اسماعليه فرقې، پر ځينو مزارونو او په بلوچستان کې پر هزاره ګانو حملې کړې دي. خو د پېښور دغه تازه بريد يې په دې نېږدې وروستيو کې تر ټولو لویه حمله بلل کېږي.

پوښتنه دا ده چې داعش وسله واله ډله د پاکستان د امنيت لپاره څومره لوی ګواښ ده؟

د دې په ځواب کې د پاکستان یو خبریال او څېړونکې حامد میر وايي، داعش د پاکستان لپاره ځکه يو لوی ګواښ دی چې د ده په وينا، دا وسله واله ډله ډېر پټ او منظم بريدونه کوي.

د نوموړي په خبره، د پاکستان حکومت د داعش ډلې خطر ته زیات ارزښت نه ورکوي او بیا بیا دا ادعا کوي چې د وسله والو ملا يې ماته کړې ده.

حامد میر زیاتوي: "زموږ د ریاست يوه عجبه شان بیانيه ده، یو طرف ته دعوی کوي چې د ترهګرو ملا مو ورماته کړې ده خو بلې خواته هم دغه ترهګر په ماته ملا هره ورځ څه نه څه کاروایي کوي"

نوموړي وويل چې ریاست بايد د ترهګرو پر وړاندې خپلو تګلارو ته کتنه وکړي او ټول پام په هېواد کې امنيت راوستو ته واړوي.

د امریکا يوې څيړنيزې ادارې پیس انسټيټيوټ د ۲۰۱۶م کال په خپل رپورټ کې ويلي ول چې د داعش په نوم وسله واله ډله په شام او عراق کې وه خو د ۲۰۱۵ز کال په جنورۍ میاشت کې يې په لومړۍ ځل د پاکستان ، افغانستان او د سيمې هيوادونو لپاره د ولايت خراسان په نوم څانګه اعلان کړه.

له دې وروسته دې ډلې په افغانستان او پاکستان کې د يو شمېر بريدونه ذمه واريانې ومنلې. که څه هم د داعش د جنګياليو شمېر نه دی معلوم خو د پاکستان د امنيتي چارو څېړونکی عامر رانا په فکر چې په هېواد کې يې فعاله داعش ډله زیات جنګيالي نه لري او په بريدونو کې يې تسلسل هم نشته خو د ده په وینا، د دې سربېره هم دا ډله د پاکستان امنيت ته يو مهم ګواښ ده.

دی زیاتوي:"له دوی سره په پاکستان کې د افرادي قوت کمی دی نو ځکه يې د تحریک طالبان پاکستان (ناقانونه وسله واله ډله) په ډول په بریدونو کې تسلسل نه لري، تېر کال دې ډلې (داعش) په بلوچستان کې هزاره کان کېندونکي وژلي ول، اوس يې د پيښور دغه برید تر ټولو لوی هغه دی"

عامر رانا زیاتوي چې داعش وسله والې ډلې زیاتره وخت لوی بريدونه نه دې کړي نو ځکه د پاکستان استخباراتي ادارو ورته زیات پام نه دی کړی.

خو د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزیر فواد چودري د مارچ پر شپږمه نېټه مشال راډيو ته په ليکل شوي پېغام کې د داعش ډلې له خوا دې هېواد ته د ورپېښ ګواښ په اړه څه ونه ويل البته ويلي چې د پاکستان امنيتي ځواکونه د ګواښ د مخنيوي لپاره چمتو دي.

هغه وويل: "ځواکونه په دې لړ کې چمتو والی او ښه روزنه لري او د هیواد استخباراتي ادارې په اړينو سامان والات سمبالې دي"

XS
SM
MD
LG