مجید بابر په پراګ کې د مشال راډیو خبریال دی او د پاکستان او افغانستان په اړه رپورټونه جوړوي. له نوموړي سره پر اېکس رابطه کولای شئ.
د پاکستان سېنېټ خپل نوی چیېرمېن صادق سنجراني (سنځراڼی) او مرستیال سليم مانډوي واله وټاکلو. د دغه دواړه څوک دي او له کوم ځايه دي؟
د ډېره اسماعيل خان د پولیسو چارواکي وايي چې په سیمه کې يې يو داسې ډله نيولې ده چې د کم عمر جينکۍ يې خرڅولې.
د خيبر پښتونخوا د احستاب اداره وايي چې د تېرې جمعې په ورځ د یادې ادارې ډايرېکټر فرمان الله جان په مشرۍ غونډه کې د فاټا سېکريټرېټ روغتیا ادارې د پوليو په څانګه کې د مالي درغليو په اړه د پلټنو کولو پرېکړه کړې ده.
د پاکستان خارجه چارو وزير خواجه اصف ويلي دي چې په افغا نستان کې امن تر ټولو زیات د پاکستان ارمان دی.
د هنګو ضلعي پوليس وايي چې په کورمه وال کلي کې یو تره له خپلو زامنو سره یوځای خپلې درې ورېرې چې عمرونه يې د ۱۲/ ۱۴/ او ۱۶ کلونو ول د تېر اتوار په ورځ دغير ت په نامه وژلي دي.
په ټانک کې د جشن دامان په نوم یوه کلتوري مېله د خالي پر ورځ پیل شوه چې پکې ځايي لوبغاړي په بیلا بېلو لوبو کې برخه اخلي. د ټانک مرستیال کمېشنر راجا فضل خالق وايي، دا لومړی ځل دی چې په هغه سیمه کې د پولو لوبه شوې. نوموړي مشال راډیو ته دا ویډیو استولې.
په ټانک کې د جشن دامان په نوم یوه کلتوري مېله تېره ورځ د خالي پر ورځ پیل شوه چې پکې ځايي لوبغاړي په بیلا بېلو لوبو کې برخه اخلي.
د خيبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې عوامي نېشنل ګوند سید جعفر شاه چې د توانايي قایمه کمېټۍ غړی هم دی وايي، د دې منصوبو په اړه ځمکنی حقيقت د وزير اعلا د دعوو بالکل برعکس دی.
د ولسي خدمتګارۍ په لړ کې که يو خوا په نړيواله کچه د مدر ټريسا، بل ګېټس، وارن بوفېټترڅنګ يوشمېر نور نومونه د ذکر وړ دي نو بل خوا په پاکستان کې د عبدالستار اېدي، او باچا خان نومونه هم روښانه دي.
د ګل په ورځ د شمالي وزير ستان ديو خبر یال ملک ممتاز پنځم تلين وو. هغه د ۲۰۱۳م کال په ۲۶مه فرورۍ په مير علي کې نا مالومو کسانو په ډزو وژلی وو. د قبايلي سیمو د خبر یالانو د اتحاديې پخوانی مشر صفدر داوړ وايي چې ملک ممتاز يوازينی قبايلي خبریال نه دی چې تر دې مهاله يې وژونکي نه دي نيول شوي.
د پاکستان سر کاري خبري اژانس اې پي پي په خپل يو خبر کې ويلي چې ليزا کرټس د پاکستان د داخله چارو وزير احسن اقبال سره هم وکتل خو د دې ملاقات نور تفصيل نه دی ورکړل شوی.
دا اوونۍ په مشال مرکه کې د شمالي وزیرستان د پولیټیکل اېجنټ کامران اپریدي سره د شمالي وزیرستان په عمومي صورتحال، هلته د بارودي موادو یا ماینونو، د بیا رغونې، له ستنو شویو سره د مرستو او د بې کوره شویو د ستنولو خبرې شوې دي.
د جنوبي وزير ستان پولیټکل انتظاميه وايي چې سیمه له ماينونو د پاکولولپاره پاکستاني پوځ پنځلس ډلې جوړې کړي دي او په هره ډله کې د ماینونو شنډولو پنځه کسان شامل دي.
د سکاوټ نعره ده چې یو ځل سکاوټ شوې، نو بیا به هر وخت یې. نو [دا خواجه سرا] اوس زموږ برخه دي او ورڅخه مو د سکاوټ سوګند هم اخیستی. اوس به د دوی روزنه کوو. حج ته تګ
د خېبر اېجنسۍ د کروندګرو ټولنې له حکومته غوښتې چې د دوی د کوکنارو د فصلونو له ختمولو وړاندې دې دوی ته د متبادلو فصلونو د کرکېلې لپاره کومک وکړي. خو عصمت الله وزير وايي حکومت د بنګو او کوکنارو فصلونه په هېڅ حال کې نه شي زغملی نو خلکو له پکار دي چې د دغو فصلونو له کرلو څخه دې ډډه وکړی.
د جنوبي وزیرستان په دوه توی کې چارواکي وايي، د خلکو تر انکار وروسته یې د پولیو کیمپېن بیا بحال کړی دی خو په دې اړه صورتحال لا هم پوره واضحه نه دی ځکه چې د دوتاڼیانو د دې سیمې مشرانو د فبرورۍ پر ۱۲مه مشال راډیو ته ویلي ول، د ګوزڼ له درې ورځني واکسیني کیمپېن څخه یې انکار کړی.
د پېښور هایکورټ د خیبر پښتونخوا له حکومته په قبایلي سیمو کې د عدالتي بنسټ د رغولو لپاره د ۱۳ و اربو روپو غوښتنه کړې ده. مشال راډیو ته په رارسیدلي راپور کې ویل شوي چې د ۱۳ و اربو روپو په کومک به په اوو واړو قبایلي سیمو او ۴۲ تحصیلونو کې عدالتي ودانۍ جوړول کېږي. همدا رنګه د نویو قاضیانو او نورې عملې
د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیارولي خان وايي د قبایلي سیمو په شان دې د بلوچستان پښتون مېشتې سیمې هم د خیبر پښتونخوا صوبې برخه وګرځول شي. نوموړي دغه څرګندونې د خالي په ورځ د پېښور په نشترهال کې د ملګرو وکیلانو غونډې ته د وینا پرمهال وکړې.
د خیبر پښتونخوا په بنو کې نرښځیان پر پولیسو تور لګوي چې دوی دې په ودونو او د ټنګ ټکور په باڼدارونو کې ګډون نه کوي.
نور وښیئ