پراګ ـ د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیارولي خان وايي د قبایلي سیمو په شان دې د بلوچستان پښتون مېشتې سیمې هم د خیبر پښتونخوا صوبې برخه وګرځول شي.
نوموړي دغه څرګندونې د خالي په ورځ د پېښور په نشترهال کې د ملګرو وکیلانو غونډې ته د وینا پرمهال وکړې.
((زه خو ویمه چې د بلوچستان پښتون مېشتې سیمې دې هم په خیبر پښتونخوا صوبه کې شاملې کړل شي چې په دې توګه ټول پاکستان کې پښتانه یو وجود شي.))
نوموړي وړاندې وویل، د قبایلي سیمو د اصلاحاتو لپاره پخواني وزیراعظم نوازشریف د سرتاج عزیز په مشرۍ کې کومیټي جوړه کړې وه، خو موجوده حکومت چې لا هم د مسلم لیګ(ن ) دی د هغې کومیټۍ سپارښتنې نه مني. اسفندیار ولي خان زیاتوي د یادې کوميټۍ په جوړولو کې نه د دوی لاس و او نه هم د ولس، هرڅه حکومت پخپله کړي وو نو پکار ده چې اوس پرې عمل هم وشي، او که داسې نه کېږي نو بیا پکار ده چې هغه کوميټي مستعفي شي.
تيره مياشت قامي اسمبلۍ د اعلی عدالتونو دايره اختيار فاټا ته د غزولو په لړ کې يو قانوني بل منظور کړی خو تر اوسه د دغه هيواد سینټ لا منظور کړی او ولسمشر لاس ليک کړی نه دی. البته وزير اعظم شاهد خاقان عباسی ويلي دي چي د قبايلي اصلاحاتو عملي کولو ته ژمن دی.