فرهاد شینواری په خیبر کې د مشال راډیو خبریال دی او د هم هغې سیمې پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو موضوعاتو خبریالي کوي.
خو د خیبر اېجنسۍ قومي مشرانو په یوه جرګه کې ویلي چې د پاکستاني سرکار بندیزونه نه مني.
د پېښور په پشتخره کې د خیبر دوو ادبي ټولنو – یون ادبي ټولنه او قمبر ادبي جرګې – د درو شاعرانو نویو خپرو شویو کتابونو مخکتنه کړې او بیا وروسته یوه ازاده مشاعره هم وشوه چې ورته ګڼو شاعرانو خپل کلامونه وړاندې کړل. موږ له دې مشاعرې څخه د ځېنو شاعرانو شعرونه راخیستي چې په دې ویډیو کې یې لیدلای شئ.
د باړې یو مشر حنان اپرېدي مشال ریډیو ته وویل، نه یوازې د نورو سیمو خلک بلکې د باړې ځایي خلک هم په آزاده توګه باړې بازار ته نه شي ورتلی
د جمرود ظاهر شاه اپرېدی وايي د هغه د تره یو زوی چې د مېډیکل زده کونکی دی په حوالات کې تر اجتماعي ذمه وارۍ لاندې په ناکړي جرم ورځې شپې سبا کوي
د خیبر په جمرود کې د ملېشې ځواک د بېلا بېلو ټولیو تر منځ د کرکټ سیالۍ شوې دي. دا سرتېري وايي، تر اوږدې مودې یې په قبایلي سیمو کې د وسله والو پر وړاندې عملیات کول خو اوس چې حالات ښه شوي دي نو دوی کولای شي چې په لوبو کې برخه واخلي. په دې ویډیو کې د لوبو انځورونه او د ځېنو سرتېرو خبرې اورئ.
د خیبر ایجنسې د باړې کډوال شکایت کوي چې هلته وبایي ناروغۍ زیاتې شوي دي او ګڼ ماشومان یې متاثره کړي دي.
خاصه دار وایي نه یوازې خطر مراعات (رسک الاونس) غواړي بلکې خدمتي جوړښت (سرویس سټرکچر) هم غواړي چې د پېنشن حق ولري.
د خیبر ایجنسې د باړې برقمبر خیلو کډوال وایي چې په سیمه کې یې امن پرځای شوی دی خو حکومت یې بیا هم حال نه اخلي او د بیا بحالۍ لپاره یی ګامونه نه پورته کوي.
د پاکستان دغه پرېکړې د افغانستان ډرایوران اندېښمن کړي دي او غوښتنه کوي چې د دوی لپاره دې دغه شرط ختم کړل شي او د تګ راتګ لپاره دې ورته یوبلبندوبست وکړل شي.
په تورخم کې د پاکستاني ترانسپورټرانو اتحادیه وايي افغان چارواکو سره یې خبرې کامیابې شوې او افغانستان ته د بار وړونکیو لاریو تګ یو وارې بیا پیل شوی، خو د لاریو چلونکي وايي د لارو بندېدو ورته په دې تېرو څو ورځو کې یو لوی سرخوږی جوړ کړی و.
په پېښور کې داسې ډېر ماشومان دي چې په مستريخانو کې کار کوي او کسب زده کوي. ځېنې ماشومان وايي، ښوونځی یې نه خوښېد نو ځکه هنر یا کسب زده کوي. خو د ګاډو مستریان وايي، دا ماشومان اکثر د بې وزلو کورنیو دي او د زده کړو وس نه لري نو ځکه مزدوري کوي. د ماشومانو حقونو ادارې وايي، دا ناقانونه عمل دی.
په پېښور کې د سړک تر غاړې یا په اډو او بازارونو کې داسې ډېر ځایونه دي چې پکې د لوبیا او چڼو یا چولو خرڅولو ځایونه جوړ دي. دا خواړه هم ارزانه وي او هم خوندور. خو له طبي پلوه، دا خواړه مناسب نه ګڼل کېږي. البته خرڅوونکي یې وايي، د بې کارۍ له کبله ډېری خلک ښه خواړه نشي اخیستای نو همدا خوري. ویډیو رپورټ.
د قبایلي سیمو سرې میاشت ادارې مشر وايي، په هغو سیمو کې خلکو ته روغتیايي اسانتیاوې برابروي او ورته وړیا دواګانې ورکوي. اکرام الله جان د شنبې یا خالي پر ورځ له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، له روغتیايي اسانتیاو پرته یې بې وزله او ځپل شویو خلکو ته د خوړو مرستې هم ورکړې دي. نور معلومات په دې ویډیو کې.
د قبایلي سیمو مشرانو اېتلاف (فاټا ګرینډ الاینس جرګې) د پېښور په ناران باغ کې غونډې ته وویل، دوی د هغو سیمو په خیبر پښتونخوا د ورګډولو سپارښتنې مخالفان دي. د یکشنبې پر ورځ دې غونډې ته په وینا کې مشرانو وویل، قبایلي سیمو ته دې د ځانته صوبې حیثیت ورکړل شي. د دې غونډې تفصیل په ویډیو کې.
د خیبر ایجنسې جمرود وګړي وایي، په سول روغتون او د صحت په وړو مرکزونو کې یې د لشمینیا او داسې نورو وبایي ناروغیو ستنې او دوایانې ختمې شوي دي.
د خیبر ایجنسۍ د تعلیم محکمې ښځینه چارواکې نوریه سید وايي، په قبایلو کې د جینکو تعلیم په اړه ډېره پوهه راپیدا شوې ده او تعلیم یوازینې لاره ده چې زموږ د کامیابۍ او د مخکې تګ سبب وګرځي
د باړې کډوال وایي د جګړو او پوځي عملیاتو په وخت یی کورونه او ولسي ادارې ویجاړې شوي دي او تر ستنېدو پس دوی ته هغه سهولتونه ور نه کړل شول چې ژمنې یې ورسره شوې وې
د فاټا اصلاحاتو کمیټې له خوا د پاکستان وزیر اعظم ته په قبایلي سیمو کې د سیاسي او انتظامي اصلاحاتو او د دغه سیمې د آینیي حیثیت بدلون په اړه د سپارښتونو رپورټ وړاندې کړل شوی دی.
د قبايلي سيمې خېبر اېجنسۍ د تعلیم محکمې چارواکي وایي چې سيمې ته د بې کوره شوو کډوالو تر راستنېدو وروسته دوی په ښوونځيو کې د ماشومانو د داخلولو لړۍ پېل کړې چې تر دې دمه يې ۲۰ زره ماشومان داخل کړي دي.
نور وښیئ