فرهاد شینواری په خیبر کې د مشال راډیو خبریال دی او د هم هغې سیمې پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو موضوعاتو خبریالي کوي.
د سپاه قبیلې مشر حاجي نصیب اپرېدی وايي، د دوی د قبیلې خلک بې کوره ده، هغوی خپله مرستو ته اړ دي، دنیا ورسره مرسته کوي. جرمانه څنګه او په څه شي پرې کړي
د قبایلي سیمو لوی سیاسي اتحاد « فاټا ګرينډ ایلاینس » مشرانو یو وار بیا پر دې خبرې ټینګار وکړ چې دوی په خیبر پښتونخوا صوبه کې شاملېدل نه غواړي. دوی د دسمبر په نولسمه پېښور کې سره راټول شوي وو او غوښتنه یې کوله چې خپل قبایلي حیثت برقرار ساتل غواړي.
د خیبر ایجنسۍ په لواړګي کې لسګونو شاعرانو او د ادب مینه والو په یوه مشاعره کې برخه واخیسته.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم په پوله سوداګر شکایت کوي چې دغلته د مزي لرونکي ټیليفون او د انټرنیټ د نیشتوالي له کبله دوی د ستونزو سره مخ دي.
په جمرود کې د ترسره شوي برید پړه تحریک طالبان پاکستان او لشکر اسلام وسلوالې ډلې پر خپله غاړه اخیستې ده.
د پاکستان پوځ وايي د « خیبر دوه » په نوم د عملیاتو په نتیجه کې د باړه او تیرا میدان سیمې د وسله والو نه تصفیه شوي او اوس هلته د حکومت سرتیري موظف شوي دي. د پاکستان د پوځ د عامه خبرت
باړېوال وايي له تېرې اوږدې مودې راهیسې نه خو په تېرا کې جرګو مرکو او غم ښادي ته تلای شي او نه هم خپل ویجاړ شوي کورونه او پټي بیا ابادولای شي.
د یکشنبې په ورځ د خیبر ایجنسۍ په لواړګي بازار کې د FCR قانون پرضد یوه لویه مظاهره وشوه چې پکې خلکو د دې نظام د نه منلو شعارونه ورکړل. مظاهره کونکیو همدارنګه په قبایلي سیمو کې د بلدیاتي نظام په حق کې هم خپل غږ پورته کړ.
د قبایلي سیمو طبیعي یا قدرتي ناورینونو انتظام اداره (اېف ډي اېم اې) او د خیبر انتظامي چارواکي وايي، د باړې اکاخېلو خپلو کلیو ته د ستنېدو لړۍ بشپړه شوې ده او د روانې یانې مې میاشت پر ۱۸مه او ۱۹مه د ملک دین خېلو کډوال خپلو کلیو، کورونو ته ستنېږي.
د خېبر ایجنسۍ د غرئیزې سیمې تیرا په نري بابا کې د یکشنبې په ورځ د حکومتي سرتیرو او وسله والو ترمنځ په جګړه کې لږ تر لږه پنځه وسله وال وژل شوي دي.
په دې لړ کې د پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د چارشنبې یا شورو پر ماښام په یوه خبر پاڼه کې لیکلي، ((د چارشنبې پر ورځ د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحیل شریف تیرا ته وررغی او هلته ورته د وسله والو پر ضد د خیبر – ۲ په نوم عملیاتو په اړه مالومات ورکړل شول.))
دغه عملیات د تیرا په کوکي خیلو، سپاه او اکا خیلو کې پیل شوي دي چېري چې وسلوال په اسانه افغانستان ته ځی راځي.
د صحت نړۍواله اداره او د خېبر ایجنسې روغتیا څانګه وايي، چې له نننه «ګل ورځ» یې د خېبر ایجنسۍ په ګڼو برخو کې د ګوزڼ ضد کمپاین پیل کړی، خو په باړه کې د ناامنۍ او پوځي عملیاتو له کبله ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکي نه ورکوي.
د باړې احسان الله اپرېدي وايي »د پیښور پولیس زموږ له مېرمنو برقعې لرې کوي، او په شېخانو چوکۍ یې راته یو پولیس کېنولی چې په خپله یې برېتونه پرېښي دي خو زموږ له خلکو برېت او ویښته غوڅوي»
له تیرا بې کوره شوی یو تن وارث اپرېدي »په تیرا اکا خیلو کې مو پنا واخیسته، هلته مو یو څه خپلوان ول، هلته هم بمبارې شورو شوله دا دې دلته باړې ته راغلو، دلته هم بمباري شورو شوله اوس نو بس پیښور ته ځو«
له تېرو څو ورځو راهیسې د کرفیو او لارو بندېدو باوجود له باړې تر پیښوره د بټه تل پر لاره په سلګونه خلک راروان دي او خپل کورونه یې پرېښي دي.
که په یو سکول کې پینځوست یا شپیته زده کونکي وي او د دوی سکول بند شي نو دا به چېرته ځي، څرګنده ده چې سکولونه به پرېږدي
ملک اشرف اپریدي وايي له تیرې اوږدې مودې راهیسې په داسې جرګو کې راسره د پولیټیکل چارواکي وعدې وکړي خو عملی کارونه نه کوي، دی وايي، د صحت، تعلیم، بجلۍ، اوبو او د سرکونو اسانتیاوې غواړي.
د سکولونو ودانۍ ویجاړې پرتې دي، ماشومانو ته یې ټاټونه نشته، په یخنې او ګرمي کې بهر ناست وي او دلته د استاذانو کمی دی، حکومت ته پکار ده چې اوس جدید دور دی او نوې سکولونه جوړ کړي
مرستیال پولیټیکل ایجنټ روشن خان مسود مشال راډیو ته وویل، چې له برید وروسته امنیتي ځواکونه او خاصه درا د پیښې ځای ته له ورتلو سره سم یې لټون پېل کړ.
نور وښیئ