د تورخم د لارې بندېدو له وجې د دواړو غاړو خلکو او کاروباريانو شکايت کاوه چې دوی ته ګڼې ستونزې جوړي شوي دي. اوس چارواکي وايي د دواړو غاړو د کاميابو مذاکراتو وروسته دا لار پرانيستل شوه چې ورسره به د خلکو ستونزې هوارې شي.
د تورخم لارې پرانيسته په انځورونو کې
د تورخم لار د پاکستاني او افغان ځواکونو ترمنځ له پنځو ورځو راهيسې روانو ډزو له کبله بنده شوي وه چې نن خلاصه شوه. پاکستان غوښتل دغلته يوه دروازه جوړه کړي خو افغان سرحدي پوليسو يې مخه ونيوله.

۱
د تورخم د لارې تر پرانيستې وروسته، پاکستاني ځواکونه د وراوښتونکو افغانانو اسناد ګوري

۲
پاکستاني ځواکونه د وراوښتونکو افغانانو اسناد ګوري

۳
د تورخم پر لاره له پنځوو ورځو ځنډ وروسته د تجارتي مالونو وړل راوړل پيل شوي دي.

۴
د تورخم لارې د بندېدو له کبله تجارتي مالونه هم نه وړل کيدل چې اوس دا لړۍ بيا پيل شوه