فرهاد شینواری په خیبر کې د مشال راډیو خبریال دی او د هم هغې سیمې پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو موضوعاتو خبریالي کوي.
دا خبره د خیبر د ایډیشنل ډپټي کمېشنر نوید اکبر له دفتره، د ډېسېمبر پر ۲۴مه، په خپره شوې خبرپاڼه کې شوې ده. خبرپاڼه لیکي چې انتظامي چارواکو او هلته میشت پوځي افسرانو دا پرېکړه په شریکه کړې ده چې دا کډوال به د ۲۰۲۲م کال په مارچ میاشت کې ستنوي.
په تورخم کې چارواکي وايي، د پاکستان حکومت پر افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د افغان وګړو لپاره یولړ سفري اسانتیاوې پیدا کړې دي خو ځینې نور اقدامات لکه د کورونا وایرس وبا مخنیوي لپاره د خلکو معاینه کول او اسناد یې لیدل اړین دي.
د خیبر پښتونخوا د بلدیاتي حکومتونو یا ادارو د اصلاحاتو څانګې مشر ګل محمد د ډېسېمبر پر ۲۱مه مشال راډيو ته وویل، انتخاباتي نتیجې چې وروستۍ شي او رسماً اعلان شي نو بیا به د تحصیلونو چېرمینانو او کونسلرانو ته دفترونه او عمله ورکوي.
په خیبر پښتونخوا کې د احساس ویلفیر ارګنایزېشن په نامه د خیر ښېګړې ناحکومتي ادارې ویلي چې په نشو روږدو ځوانانو لپاره یې په باړه تحصیل کې د بیا بحالۍ او علاج مرکز پرانستی او ډير زر به په تیرا کې هم د دې یوه څانګه پرانیزي.
دوکانداران وايي، افغان لورې ته به یې په نیزدې ولسوالیو او کلیو کې سوداګرو ته یو شمیر خوراکي توکي ورلیږل او کار یې روان وو خو اوس له هغه کاروباره محرومه شوي دي.
د خیبر پښتونخوا د قبایلي ضلعې خیبر لرې پرتې تیرا درې مشران وایي دې سیمې ته د تحصیل درجه ورکړل شوې خو تر اوسه د تحصیل په توګه فعاله شوې نه ده.
په خیبر ضلع کې هم د بلدیاتي یا ځايي حکومتونو د انتخاباتو تیارې روان دی. ویلج کونسل او نیرهوډ کونسل غړي جوړېدولو او تحصیل چیرمین عهدې لپاره امیدوارانو ریټرننګ افسرانو څخه د نامزدګۍ فارمونه وصول کړي. ټاکل شوې دا انتخابات به په لومړۍ مرحله کې د ډسېمبر پر ۱۹مه نېټه د خیبر پښتونخوا په ۱۷ ضلعو کې ترسره کې
پر تورخم دروازه د لاس ګاډي یو چلوونکی سالک شاه وايي، په دې تیرو څلورو میاشتو کې له بې روزګارۍ لږ تر لږه څلوېښت زره روپۍ پوروړی شوی دی.
. د تورخم قومي اډې د ریکارډ ترمخه هلته به د ورځې خواوشا پینځه زره ټیکسي ګاډو د پېښور او تورخم ترمينځ په زرګونه مساپر وړل راوړل خو اوس یې کار په ټپه ولاړ دی.
د اکتوبر له۲۱مې نېټې راهیسې پر تورخم د افغانستان غاړې ته په زرګونه افغان وګړي چې پاکستانۍ ویزې لري، دغه هېواد ته د داخلېدو لپاره انتظار باسي. دوی وايي، پاکستان ته د اوښتو پر وخت تر سخت کړاو لاندې تېرېږي، ناروغان یې هم په اوږدو قطارونو کې دوه او درې شپې انتظار وباسي او د ویزې لرلو باوجود په اسانه پاک
په تورخم کې د پاکستان د وفاقي تحقیقاتي ادارې - ایف ای اې - یو چارواکي دا تور رد کړ چې ګواکې پر تورخم پوله مامور مېلشه ځواک او نور زمه وار کسان پاکستان ته له تلوونکو افغان وګړو په ناقانونه توګه پیسې اخلي.
د ملک دینخېل قومي تړون مشر واحد اپرېدی وايي، په تیرا او باړه کې د ولسونو د تېرو ۳۰۰ کلونو ابادي ویجاړه شوې ده، د ولس پخوانۍ بنیادي اډانه تباه شوې ده خو حکومت ورته د بیا-رغولو لپاره هېڅ پاملرنه نه کوي.
د افغانستان لپاره د وزیراعظم عمران خان ځانګړي استازي صادق خان پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې پر میوو د سېلز ټيکس ختمول د پاکستان له خوا د افغانستان لپاره د مثبتې بهرنۍ تګلارې ښکارندوي کوي.
د خیبر ضلعې د پولیسو ویاند ظهیر اپرېدي د سېپټمبر پر ۲۴ مه نیټه مشال راډیو ته وویل چې د خیبر د پولیسو مشر وسیم ریاض تر اوسه په نشو روږدي لږ تر لږه ۱۶ پولیس معطل کړي دي.
د افغانستان د کرکټ ۱۹ کلنو لوبغاړو ډله د تورخم له لارې پېښور ته تللې ده. دوی به له هغه ځایه کراچۍ او بیا بنګله دېش ته سفر کوی. دوی په بنګله دېش کې د دې لپاره لوبېږي چې په ویسټ انډیز کې تر ۱۹ کالو د کم عمرو نړیوالو سیالو لپاره ځان تیار کړي.
په خیبر کې د ډینګي ملیریا او لشمینا قابو کولو څانګې چارواکي وایي چې تیر کال هلته د ډینګي شاوخوا ۸۰۰ ناروغان میندل شوي وو.
د فاټا تحفظ مومنټ یو مشر سردار اصغر اپرېدی وايي، له پاکستان سره د قبایلي سیمو الحاق شوی وو خو اوس یې په غیر اییني انظمام د دوی آزاد حثیت ورختم کړ.
د کسټم چارواکي وایي، چې د اګست پر ۱۷مه نېټه له پاکستان څخه افغانستان ته په مالونو بار ۱۱۲۳ ګاډي اوښتي دي او ښایي د محرم تر رخصتیو وروسته دا شمېره نوره هم سېوا شي.
د خیبر انتظامي چارواکي وايي، د اګست له ۱۷مې څخه یې د تورخم ور د افغانانو او پاکستانیانو خپل هېواد ته د تګ راتګ او سوداګرۍ لپاره پرانیستی دی. دا لار تر هغې وروسته تړل شوې وه چې د اګست پر ۱۵مه ننګرهار ولایت د طالبانو لاس ته ولوېد. پاکستان د مې له پیل راهیسې په افغانستان کې د کورونا وایرس د پېښو زیاتېد
نور وښیئ