فرهاد شینواری په خیبر کې د مشال راډیو خبریال دی او د هم هغې سیمې پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو موضوعاتو خبریالي کوي.
په قبایلي ضلعو کې د کسبونو او مهارتونو د پروژې د همغږۍ چارو افسر انجینر محمد باعث د فبرورۍ پر ۲۲مه مشال راډيو ته وويل، تر زده کړو وروسته به روزلي کسان د خپلو کاروبارونو پیلولو جوګه شي.
حمزه شينواری د ۲۰مې ميلادۍ پېړۍ یو وتلی پښتون شاعر او ليکوال وو. حمزه شينواري د غزلونو او نظمونو تر څنګ ناول، ډرامې او افسانې هم لیکلي دي.
د خوګا خېلو مشران دريځ لري چې نيشنل لاجسټک سيل په تورخم کې د دوی په مشترکه جايداد تعميرات پيل کړي او له ټاکل شوي حد څخه زياته ځمکه يې لاندې کړې ده.
د کریشن مشینونو مالکان وایي، چې په باړه کې د پوځي عملیاتو په وخت لږ تر لږه ۸۰ کرش مشینونه تړل شوي ول چې په وینا یې څه باندې اته زره مزدورانو پکې کار کاوه.
د جنورۍ پر ۲۱مه، د پاکستان اقتصادي رابطه کمېټۍ د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي چې دم ګړۍ ته یې لږ تر لږه د ۱۶ څیزونو، په سملاسي توګه، افغانستان ته د صادرولو منظوري ورکړې ده.
د ګمرکونو ادارې پرون په تورخم کې د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو د حکومتي چارواکو او سوداګرو تر غونډې وروسته په بیان کې د هغو شیانو یادونه نه ده کړې چې اوس به یې تجارت د ډالرو پر ځای په روپیو او افغانیو کېږي.
پاکستان د نړۍ یو له هغو هېوادونو دی چې پکې په لوی شمېر ټرېفیکي پېښو کې هرکال ګڼو خلکو ته مرګژوبله اوړي.
د یادې ضلعې د صحت څانګې ساحوي مشر (فیلډ سپر وایزر) میا اظهارالدین د جنورۍ په ۱۴مه، مشال ریډیو ته وويل، که څوک واکسين نه لګوي نو بهر ملکونو ته به نه شي تللی او په حکومتي دفترونو کې به يې هم کارونه نه کيږي.
د خیبر ولس وایي، پکار ده هلته له خوړونو او سېلاوونو د ژغورنې لپاره پلونه ورغول شي، د نورو بندوبستي ضلعو متاثره شوو وګړو غوندې معاوضه او مراعات دې ورکړل شي.
دوی وایي سټېټ بنک ورته ویلي چې تاسو له پاکستانه کوم مالونه افغانستان ته وړی نو له هغې خوا به یې پیسې درته په بېنک کې لېږل کېږي.
دوی وايي چې دې ادارې په تورخم کې له دوی سره کړې لوظنامې څخه سرغړونه کړې او تر ټاکل شوي حد يې زیاتې ځمکې ورڅخه لاندې کړي او سرکاري تعمیرات یې ورباندې پيل کړي دي.
دا خبره د خیبر د ایډیشنل ډپټي کمېشنر نوید اکبر له دفتره، د ډېسېمبر پر ۲۴مه، په خپره شوې خبرپاڼه کې شوې ده. خبرپاڼه لیکي چې انتظامي چارواکو او هلته میشت پوځي افسرانو دا پرېکړه په شریکه کړې ده چې دا کډوال به د ۲۰۲۲م کال په مارچ میاشت کې ستنوي.
په تورخم کې چارواکي وايي، د پاکستان حکومت پر افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د افغان وګړو لپاره یولړ سفري اسانتیاوې پیدا کړې دي خو ځینې نور اقدامات لکه د کورونا وایرس وبا مخنیوي لپاره د خلکو معاینه کول او اسناد یې لیدل اړین دي.
د خیبر پښتونخوا د بلدیاتي حکومتونو یا ادارو د اصلاحاتو څانګې مشر ګل محمد د ډېسېمبر پر ۲۱مه مشال راډيو ته وویل، انتخاباتي نتیجې چې وروستۍ شي او رسماً اعلان شي نو بیا به د تحصیلونو چېرمینانو او کونسلرانو ته دفترونه او عمله ورکوي.
په خیبر پښتونخوا کې د احساس ویلفیر ارګنایزېشن په نامه د خیر ښېګړې ناحکومتي ادارې ویلي چې په نشو روږدو ځوانانو لپاره یې په باړه تحصیل کې د بیا بحالۍ او علاج مرکز پرانستی او ډير زر به په تیرا کې هم د دې یوه څانګه پرانیزي.
دوکانداران وايي، افغان لورې ته به یې په نیزدې ولسوالیو او کلیو کې سوداګرو ته یو شمیر خوراکي توکي ورلیږل او کار یې روان وو خو اوس له هغه کاروباره محرومه شوي دي.
د خیبر پښتونخوا د قبایلي ضلعې خیبر لرې پرتې تیرا درې مشران وایي دې سیمې ته د تحصیل درجه ورکړل شوې خو تر اوسه د تحصیل په توګه فعاله شوې نه ده.
په خیبر ضلع کې هم د بلدیاتي یا ځايي حکومتونو د انتخاباتو تیارې روان دی. ویلج کونسل او نیرهوډ کونسل غړي جوړېدولو او تحصیل چیرمین عهدې لپاره امیدوارانو ریټرننګ افسرانو څخه د نامزدګۍ فارمونه وصول کړي. ټاکل شوې دا انتخابات به په لومړۍ مرحله کې د ډسېمبر پر ۱۹مه نېټه د خیبر پښتونخوا په ۱۷ ضلعو کې ترسره کې
نور وښیئ