د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خيبر سياسي اتحاد "د وسله والو بيا منظمېدو پر ضد امن مارچ" کوي


خیبر دروازه (انځور له ارشيفه)
خیبر دروازه (انځور له ارشيفه)

د خیبر ضلعې سیاسي اتحاد مشرانو ویلي چې د سپتمبر په څلورمه نیټه یې د امن مارچ په نوم يو لاريون کوي.

د خیبر سیاسي اتحاد یو مشر شاه فیصل اپریدي د اګست په ۲۵مه مشال راډيو ته وويل چې په دې وروستيو کې د دوی په سیمو کې د بې امنۍ پېښې زیاتې شوې او دوی د دې امن مارچ له لارې غواړي حکومت ته د امنیت ساتنې او د وسله والو بیا منظمېدو د مخنيوي ذمه واري وریاده کړي.

هغه زیاته کړه: "په باړه کې یو ځل بیا هدفي وژنې پیل شوي. ولس خوندي نه دی. قبايلي سيمې په خیبر پښتونخوا ورګډې شوې نو د حکومت ذمه واري جوړيږي چې د خلکو ژوند خوندي کړي. د ټولې ضلعې خلک به راوباسو او د امن غوښتنه به کوو."

تر دې مخکې په دير، سوات، هرنايي، پېښور، مومندو، باجوړ او وزیرستان کې د امن لپاره جرګې، مظاهرې، پرلتونه او لاريونونه شوي دي. په دې غونډو کې خلک له تېرو دريو مياشتو راهیسې د وسله والو د بيا فعاليدو په اړه اندېښنې ښوولې دي.

د خیبر يو بل سیاستوال، عبدالواحد اپریدي د اګست په ۲۵مه مشال راډيو ته وويل چې د نورو سیمو په شان دوی ته هم په خپلو سیمو کې د وسله والو بیا راپورته کېدل د منلو نه دي. "نور په هیڅ صورت په باړه او خوا وشا سیمو کې د ترهګرو موجودګي نه شو زغملی. سرکا رويلي چې د تیرا په ځينې برخو کې د وسلوالو شتون لیدل شوی او چې کوم پاتې کډوال دي دا دې نه درومي نو په دې مونږ ډير اندیښمن شو چې دومره موده پس یو ځل بیا وسلوال ولې راڅرګند شول؟"

زاهدالله هم د خیبر سیاسي اتحاد غړی دی، هغه وايي چې پخوا هم ترهګرۍ ځپلي دي او اوس یې بیا هم دغسې وېره کيږي. نوموړي زیاته کړه: "تر دې وړاندې هم د باړې د ژوند هره برخه ځپل شوې، کورونه او کاروباري مرکزونه مو ویجاړ شوي وو نو نور توان راکې نه دی پاتې ځکه خو د وسله والو بیا راپورته کېدل نه منو."

د خیبر پښتونخواد وزيراعلی سلاکار، محمد علي سیف د اګست په ۱۷مه مشال راډيو ته ويلي وو چې امنيتي ځواکونه بیداره دي او د بې امنۍ د مخنيوي لپاره بشپړ تیاری لري.

د خیبر ضلعې پولیسو ویاند ظهیر اپریدي هم د اګست په ۲۵مه، مشال راډيو ته ورته خبرې وکړي او وې ويل: "اوس د خیبر زیاتره پولیسو خپل تربیت مکمل کړی دی، سامانونه او وسلې ورکړل شوي دي او هر ډول حالاتو لپاره چمتو دي. دوی د سیمې امن برقرار ساتلی او تر دا دمه پکې حالات دومره نه دي خراب. مخکې به هم کوښښ کوو چې امن ټينګ وساتل شي."

XS
SM
MD
LG