فرهاد شینواری په خیبر کې د مشال راډیو خبریال دی او د هم هغې سیمې پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو موضوعاتو خبریالي کوي.
په وروستيو کې پر ټولنيزو شبکو په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې په سپکو او درنو وسلو سمبال لسګونه کسان په تیرا باغ بازار کې پلې ګزمه کوي او ځينې بیا په ګاډو کې ګرځي.
د خیبر د تعلیم محکمې مرستیال مشر شاهد خان د اپریل پر اوومه مشال راډیو ته وویل، د دې لپاره یې یو پلان جوړ کړی دی چې ترمخه یې د دوی کسان کلي په کلي او حجره په حجره ګرځي او د ماشومانو میندو پلرونو ته د تعلیم د ارزښت په اړه پوهاوی ورکوي.
په خیبر کې اوسېدونکو یوشمېر افغان دوکاندارانو مشال راډیو ته وویل چې د پولیسو په وینا اجازتنامې ترلاسه کوي خو هغوی دې ورسره نرم چلند وکړي.
په پروژه کې د خیبر پښتونخوا ځوانانو ته د کرنې، مالدارۍ، معدنیاتو، معلوماتي ټېکنالوژۍ او د لاسي صنايعو په څانګو کې د زده کړو او روزګار پيلولو موقعې ورکول کېږي.
د خیبر مرستیال کمېشنر ارشد مومند د مارچ پر ۲۴مه په يو بيان کې وویل چې د دواړو هیوادونو تر منځ د دوستۍ بس خدمتونه به معیاري وي اوجدید بسونه به پکې کارول ک
د خېبر ضلعې د کانونو د اتحادیې مشر ارشد علي اپریدي د مارچ پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل، هغوی په تیرا سیمه کې د سکرو د راویستلو لپاره د بارودو د استعمال د اجازت نامې تر لاسه کولو لپاره قانوني عمل سر ته رسولی
په لواړګي چروازګۍ کې د پرلت مشر شاه حسین شینواري وویل چې د خیبر له انتظامي چارواکو او ټيسکو افسرانو سره یې موافقه لاسلیک کړې ده او په هر ګرېډ سټېشن کې به د دوی د کمېټۍ دوه، دوه غړي ناست وي.
د جمرود کوکي خېل پرلت مشر ملک نصیراحمد وایي د غوښتنو تر منل کېدو به یې پرلت دوام ولري.
په تورخم کې د سوداګرو د اتحادیې مشر مجیب شینواري د فبرورۍ پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل چې د سکېنر د خرابۍ له کبله اوس هم په مالونو بار ټرکونه په لارو کې ولاړ دي.
په تورخم کې د پاکستان د ګمرکاتو یا کسټم چارواکي مشال راډيو ته وویل چې د دواړو خواوو د چارواکو تر پرېکړې وروسته د فبرورۍ د ۲۵مې د سهار له شپږو بجو د تورخم لاره پرانیستل شوې ده.
د طالبانو د حکومت چارواکو د فبرورۍ پر ۱۹ مه د تورخم دروازه تړلې وه چې تر هغې وروسته د پاکستان لوري ته ټول سرکاري دفترونه وتړل شول او دوه اړخيزه تجارت ودرېد. د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ خونې مشر ویلي چې تر ۶،۰۰۰ پورې په سامانونو بار ټرکونه د تورخم پولې دواړو خواو ته ولاړ ول.
د افغانستان لورې ته د طالبانو د حکومت چارواکو د فبرورۍ پر ۱۹ مه د تورخم دروازه تړلې وه او له هغه وروسته د پاکستان لورې ته هم ټول سرکاري دفترونه تړل شوي او دوه اړخيزه تجارت درېدلی دی.
د دې دروازې تړل کېدو له کبله له پيښوره تورخمه ته پر غځېدلې لاره افغانستان ته مالونه وړونکي په سلګونه ټرکونه ولاړ دي.
دا تر هغې وروسته ده چې طالبانو د فبرورۍ پر ۱۹مه تورخم دروازه د تګ راتګ لپاره وتړله.
د فبرورۍ ۱۸ مه د پښتو د غزل د بابا امیر حمزه خان شینواري ۲۹م تلین دی. حمزه شينواری د ۲۰مې ميلادۍ پېړۍ یو وتلی پښتون شاعر او ليکوال وو. نوموړي د غزلونو او نظمونو تر څنګ ناول،
د پاکستان په ليري پرتو سيمو کې ګڼې ښځې شناختي کارډونه نه لري چې له کبله يې په انتخاباتو کې د رايې ورکولو له حقه محرومې پاتې کېږي.
تر دې دمه امنيتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي خو یو انتظامي چارواکي د نوم پټ ساتلو په شرط د فبرورۍ په ۱۰مه مشال راډیو ته وویل، هغوی هڅه کوي د یوې جرګې له لارې د شلوبر قام او پوځ ترمنځ دا مسله هواره کړي
نور وښیئ