فرهاد شینواری په خیبر کې د مشال راډیو خبریال دی او د هم هغې سیمې پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو موضوعاتو خبریالي کوي.
د خیبر پښتونخوا د ټاکنو کمېشن ویاند سهېل احمد د فبرورۍ پر څلورمه مشال راډیو ته وويل چې د دې کار مقصد د صوبايي اسمبلۍ انتخاباتو کې شفافيت يقيني کول دي.
د باړې تحصیل مرستیال کمېشنر شهاب الدین خان مشال ریډیو ته وویل چې د جنورۍ پر ۲۷مه د ماشوم جسد له کوهي راوویستل شو او کورنۍ ته یې وسپارل شو.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د پلانونو، پرمختیايي چارو او ځانګړو نوښتونو وزارت د جنورۍ پر درېیمه په یوه فرمان کې په قبایلي ضلعو کې د پرمختیايي چارو د پلانولو او ترسره کولو لپاره یوه کمېټي جوړه کړه چې پکې د خیبر پښتونخوا ګورنر هم شامل دی.
پولیسو د خیبر د جمرود پر تخته بېګ پوسته تر وسلوال او ځانمرګي برید وروسته پلټنې پیل کړې دي. د جنورۍ ۱۹مې په حمله کې دوه پولیس ووژل شول او د پوستې ودانۍ ته زیان واوښت. تحریک طالبان پاکستان د حملې ذمه واري منلې ده. ویډیويي رپورټ.
د جنورۍ پر ۲۰مه د جمرود په شاه کڅ کې د پولیسو په مرکز کې د منظور اپرېدي او یونس اپرېدي جنازې ته د خیبر د پولیسو او انتظامي مشرانو په ګډون یوشمېر چارواکو، ولسي استازو او مشرانو ګډون وکړ.
د اپرېدي کورنۍ وايي چې ماشوم د جنورۍ پر ۱۰مه هغه تنګ کوهي ته پرېوتی وو او د سیمې اوسېدونکو یې د ایستلو هڅې وکړې، خو بریالي نه شول.
د خيبر ضلعې د پوليسو مشر ويلي چې دا ټول څلور وسلوال ول چې لومړی يې پر امنيتي پوسته ډزې وکړې او لاسي بمونه یې وغورځول او بیا یې پرې ځانمرګی برید وکړ.
په پېښور حیات اباد کې د کوټې يو وګړی د چايو او پراټو يو مشهور ریسټورنټ لري. پر ریسټورنټ یې خوندونه نوم ايښی دی. هره ورځ ورته سلګونه خلک ورځي او خوندونه اخلي. دلته پينځه قسمه چای او لس قسمه پراټې پخيږي. د فرهاد شينواري په دې ويډيو کې یې نور حال وګورئ.
پټه دانه مو خوښيږي؟ پټه دانه يا پټه تيکه د پښتنو سيمو له مشهورو خوړو ده. ډيره نوم لرونکې یې د خيبر د لواړګي يا لنډيکوتل هغه ده چې خلک یې د خوراک لپاره له لیرې ليرې ځايونو ورځي. په دې ويډيو کې وګورئ چې د پټې دانې د پخولو طريقه څه ده او څومره خواري غواړي؟ ويډيو راپور: فرهاد شينواری
تر دې وړاندې په ۲۰۱۶ کال کې یوه سروې شوې وه چې پکې ویل شوي ول چې په پاکستان کې تر هغه مهاله څه باندې ۹۲ لاکه کسان په نشو روږدي دي.
تیرا دره له پېښوره په نږدې ۱۰۰ کیلومیټره واټن کې پرته ده. دا یوه غرییزه او ځنګل لرونکې سیمه ده. د یادې درې پولې اورکزو، کورمې او ننګرهار سره لګېږي او دغلته هر کال زیاته اندازه واورې ورېږي.
د خیبر پښتونخوا په حیات اباد کې د نجونو سیالۍ پای ته ورسېدلې. دې لوبغاړو خوښې ښودلې چې کولی شي په داسې لوبو کې ګډون وکړي. په دې سیاليوو کې ۸۰۰۰ نجونو او هلکانو برخه اخیستې وه. ځينو نجونو مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې غواړي سپورټس جاري وساتي تر څو ځپلې سیمې ته نوم او عزت راوړي.
د قبایلي زده کوونکیو د ټولنې مشر حارث شینواری وايي، حکومت د زده کوونکیو په بیا بیا احتجاج باندې دا کوټه بحاله کړه او اوس پکار دي چې عملي کار هم پرې وشي
د خیبر پښتونخوا د اسمبلې غړي او د خیبر د پرمختیایی کارونو کمیټۍ مشر محمد شفیق اپریدي مشال راډيو ته وویل چې دوی دا هر څه په پام کې نیولي دي.
په خیبر پښتونخوا کې د واکمن تحريک انصاف سیاستوال او په قامي اسمبلۍ کې د قبايلي او سرحدي چارو کمېټۍ پخوانی مشر اقبال اپرېدی د جرګې غوښتنې بې ځایه بولي. هغه د ډېسېمبر پر ۱۵مه له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې په پخواني نظام کې ټول واک له پولېټيکل اېجنټ سره وو.
کوکیخېل وايي، انتظامي چارواکو ورته د کډوالو د نوملیکنې فارمونه (فورمې) ورکړې دي چې هغوی پکې د خپلو کورنیو ټول معلومات شامل کړي او د پسرلي په پیل کې یې ستنې کړي. د خیبر انتظامیه وايي، د نوملیکنې بهیر د ډېسېمبر له ۱۲مې نېټې پیل شوی دی.
د خیبر په باړه کې د سوداګرو ټولنې مشر علي محمد اپرېدی وايي، د کارخانو لوګي اوبو خلک له لویو مشکلاتو سره مخامخ کړي دي. "هلته په بازار او خواوشا کلیو کې د دې سټيل (فولادو) مېلونو او کارخانو د لوګي له امله خلک له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي. په جوماتونو کې هم ګردونه وي، سکولونه هم ترې متاثرېږي."
نور وښیئ