فرخنده اسد د پاکستان او افغانستان په اړه د رپورټونو تر څنګ د ښځو د ژوند، ستونزو او حقونو په اړه ځانګړې اوونیزه خپرونه تاندې هیلې هم جوړوي.
د برازیل پر ساوپاولو نړیوال هوایي ډګر کې دا وخت ۱۳۰ افغان کډوال ایسار کړل شوي دي. د برازیل د انصاف وزارت، چې کډوالو ته د پناه ورکولو کار کوي، لا یې هم پر دغه مسله څه نه دي ویلي خو تېر کال برازیل اعلان کړی وو چې دوی به شپږ زره افغانانو ته پر بشري بنیادونو ویزې ورکوي.
د پنجاب په ټولو سرکاري پوهنتونونو کې د قبایلي زده کونکیو یوه مخصوصه کوټه (ټاکلې برخه) ده. په ۲۰۱۴م کال کې د پنجاب د هغه وخت اعلا وزیر شهباز شریف چې دا وخت وزیراعظم دی اعلان وکړ چې قبایلي ضلعو کې د پوځي عمیاتو له وجې دوی د پنجاب په پوهنتونونو کې د قبایلي ضلعو د زده کونکیو کوټه زیاتوي.
پېټه کدو یا حلوه کدو په امریکا کې یو زوړ تاریخ لري. ځينې خلک په خپلو کورونو کې د دې کر کوي او د مني په موسم کې یې استعمال زیات شي. د یوې سروې ترمخه امریکایان هر کال ۵۰۰ ميلیونه ډالره د پېټه کدو او له دې د جوړو شویو شیانو په اخېستلو مصرفوي.
په دوبۍ کې د هندوانو لپاره لوی مندر جوړ شوی دی. دا به یوازې هلته د مېشتې هندو ټولنې د عبادت ځای نه وي بلکې هغوی کولای شي چې په دغه ځای کې خپل کلتوري او مذهبي تهوارونه هم ولمانځي. د دې مندر جوړوونکي وایي چې دا یې یوه زړه غوښتنه وه او ډېر ورته خوشحاله دي.
د سیمې اعلاوزیر خالد خورشید د اکتوبر پر څلورمه خبري غونډې ته وویل، د سیالیو پر مهال فرهنګ ته پام کوي. "د حکومت په حیث موږ باید ټولو ته یو ډول موقعې ورکړو. څنګه چې مو زامن دي، همهغسې راته لوڼه هم ګرانې دي. موږ د خپلو مذهبي مشرانو د رایې احترام هم کوو.
په کراچۍ کې د علي وزیر پر ضد څلور مقدمې دایرې شوې دي او په ټولو مقدمو کې د هغه ضمانت شوی دی، خو علي وزیر دا مهال د شمالي وزيرستان د میرامشا د ۲۰۲۰ز کال په یو مقدمه کې د کراچۍ په زندان کې بند دی. په هغه مقدمه کې د نوموړي د ضمانت د درخواست اورېدنه د پېښور های کورټ په بنو څانګه کې روانه ده.
د شام يو اوسېدونکی حسن خلیفه له چینجو کرهنيزه سره جوړوي. نوموړی وایي دا د تورو زرو غوندې ده ځکه چې ډېرې ګټې لري. خليفه د دې لپاره یو فارم جوړ کړی او په لکونو چینجي پالي او سره ورڅخه جوړوي.
د پېښور ضلعي انتظامیې په ښار کې پر نشو د عادي کسانو د درملنې او بحالۍ لپاره له نشو پاک پېښور په نوم یو مهم پیل کړی دی، چې پکې دوی د ځینو غیر سرکاري ادارو په مرسته په ښار کې پر نشو د روږدو کسانو درملنه کوي. دا ټول عمل درې میاشتې وخت اخلي.
د طالبانو حکومت وایي دوی پر کاج ښوونيز مرکز د بريد په تړاو یو مشکوک تن نیولی او پلټنې یې پیل کړې دي. په کابل کې د سېپټېمبر پر ۳۰مه پر دغه ښوونیز مرکز په ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۱۹ کسان ووژل شول او ګڼ نور ژوبل شول چې زیاتره يې نجونه زده کونکې وې.
د هندوانو او سیکانو په دین کې مړي سوځول کېږي او وروستي رسمونه یې ادا کېږي. د سیک دین منونکي پر دې باور لري چې طبعي وجود د روح کور وي او همدا لامل دی چې هغوی د مړي سوځولو ته لومړیتوب ورکوي خو په دین کې د مړي ښخول هم جایز دي.
په ۲۰۱۸ز کال کې د اسلام اباد احتساب عدالت د لندن په اېونفیلډ سیمه کې د څلورو اپارتمانونو لرلو په قضیه کې د مریم نواز پلار او پخواني وزیراعظم میا نواز شریف ته د ۱۰ کلونو او د هغې مېړه او پخواني پوځي افسر محمد صفدر ته هم د یو کال بند سزاګانې اورولې وې.
د پاکستان دولتي راډیو وايي، شریف د سېپټېمبر پر ۲۳مه د عمومي جرګې غونډې ته په وینا کې په خپل هېواد کې د اوړي په میاشتو کې له سېلابونو د اوښتو زیانونو، اغېزمنو خلکو ته د مرستو رسولو او د بحالۍ پر چارو غږېږي.
چارواکي وایي د پاکستان په ورستیو سېلابونو کې تر لسو لکو زیات څاروي وژل شوې دي. د دې ترڅنګ سېلابي اوبو ځیني څاروي له ځان سره وړي او څه بیا له ناروغیو مړه شوې دي. خو په سیند صوبه کې د څارویو مالکان وایي هلته ګیا او د څارویو لپاره د خوراک سخت کمی دې نو ځکه زیاتره یې له لوږې مړه کیږي.
د سيپتمبر ۲۱مه هر کال د امن د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي. ملګرو ملتونو پر خپله وېبپاڼه د دې ورځې په مناسبت لیکلي، باید د یوې داسې ټولنې د جوړولو لپاره کار وشي چې پکې د ټولنې هر وګړی او هر اوسېدونکی خپل ښه راتلونکی او روښانه مستقبل وویني او له چا سره هم د صنف او جنس پر بنیاد توپيري چلند ونه شي. خو سږ کال په خيبر پښتونخوا کې دا ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې هلته خلک د ناامنۍ د پېښو خلاف احتجاجونه کوي او پر خپله خاوره د امن غوښتنه کوي. بلخوا په افغانستان کې د طالبانو د حکومت یو کال تېرېدو باوجود په زیاترو سیمو کې تر شپږم ټولګي پورته د جینکو سکولونه او تعلیمي ادارې بندې دي او ښځې نه شي کولای خپل کار و روزګار د پخوا په شان وکړي. په دې اړه زمونږ همکاره فرخنده اسد نور تفصیل وړاندې کوي.
۲۱ کاله وړاندې د القاعدې شبکې ۱۹ غړیو پر امریکا تر ټولو لوی خونړي بریدونه وکړل،بریدګرو په څو ساعته کې دننه د امریکا د اقتصاد یو لوی مرکز او د دفاع وزارت ودانۍ په نښه کړې، چې شاوخوا ۳،۰۰۰کسان پکې ووژل شول.
ټاکل شوې د پوځ د اوسني مشر جنرال قمر جاوېد باجوه کاري موده راتلونکې نومبر مياشت پای ته ورسي او حکومت باید تر هغې مخکې د هغه ځایناستی ونوموي.
د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف يو ځل بيا پر نړيوالو غږ کړی چې مرستې دې ژر وروليږي.
د خوراک د خوندیتوب په اړه د قامي اسمبلۍ د کمېټۍ او د واکمن مسلم لیګ (ن) یو غړي احمد رضا مانېکا د سېپټېمبر پر درېیمه مشال رېډیو ته وویل حکومت په سېلاب ځپلو سیمو کې د خوراک د کمښت پر مسله خبر دی او په دې اړه یې کار پیل کړی دی.
ه پاکستانو کې د سېلاوونو له امله د سبزیو نرخونه لوړشوې دي. کراچۍ ته عموما د ملک له نورو برخو نه ترکاریانې وروړل کېږي خو د وروستیو ورښتونو او سېلاوونو نه پس سبزیانې پر وخت هلته نه رسېږي او په لارو کې ورستېږي. خلک وایي د سبزیانو بیې خورا لوړې شوې دي
په سپېن کې هرکال پر یو بل د ټماټرو د ګوزارونو مېله ( ټومېټینا فېسټېول )کیږي. د اګست پر ۳۱مه دې مېلې ته په زرګونه خلک ورغلي ول چې پر یو بل یې د ټماټرو ګوزارونه وکړل. دغه مېله څو ساعته وي چې پکې بوخت خلک یو بل نه پېژني
نور وښیئ