فرخنده اسد د پاکستان او افغانستان په اړه د رپورټونو تر څنګ د ښځو د ژوند، ستونزو او حقونو په اړه ځانګړې اوونیزه خپرونه تاندې هیلې هم جوړوي.
د طبعي ناورينو پر وړاندې د مبارزې اداره (پي ډي اېم اې) وايي چې د جون ۱۴مې راهیسې د اګست تر ۳۰ پورې د سيلابونو له وجې تر ۱۱۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.
په کابل کې یوشمېر فعالانو او د بشري حقونو کارکوونکو د اګست پر ۲۴مه د ښځو لپاره ځانګړی کتابتون پرانیست. اوسمهال په کتابتون (لایبررۍ) کې شاوخوا ۱،۰۰۰ کتابونه ایښي دي
په کوسوو او بوسنیا کې د جولای او اګست په میاشتو کې ډېر ودونه کېږي. هلته اکثر ودونه له پخوانیو فرهنګي دودونو سره سم کېږي. په یو ډول واده کې د ناوې پر مخ رنګین نقشونه جوړېږي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
په سیند کې بارانونو او سېلاوونو خلکو ته د مرګژوبلې تر څنګ لوی مالي زیانونه هم ور په برخه کړي دي. د سیند د یوشمېر کلیو کروندګر وايي، سېلاوونو یې د پنبې ولاړ فصلونه خراب کړي دي. په هغه صوبه کې زیاتره کروندګر پنبه کري. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د امریکا ولسمشر جو بایډن په سپينه ماڼۍ کې د اګست پر لومړۍ نیټه اعلان وکړ چې د القاعدې شبکې مشر ایمن الظواهري یې په کابل کې په یو ډرون بريد کې وژلی دی.
د امريکا ولسمشر جو بایډن ويلي چې د القاعده شبکې مشر ايمن الظواهري په کابل کې په يو امريکايي ډرون بريد کې وژل شوی دی. ايمن الظواهري په ۲۰۰۱ز کال راهيسې، چې کله د القاعده بنسټګر اسامه بن لادن ووژل شو، د دې ترهګريزې ډلې مشري پر غاړه واخيسته. .
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) په مرسته په افغانستان کې په داخلي توګه د بېکوره شویو کورنیو خپلو سیمو ته ستنېدل پيل شوي دي. له دغو کورنیو سره د بیا ستنېدو پر مهال مالي مرستې هم کېږي. په دغو کې زیاتره کورنۍ کابل ته د کار و روزګار لپاره تللې وې
د پاکستان د بشري حقونو کمېشن له حکومته غوښتنه کړي چې د احتساب قامي ادارې پخوانی مشر ريټارير جج جاويد اقبال باندي د جنسي ځورونو تورونو پلټني وکړي.
د صوبايي اسمبلۍ د روغتیايي چارو په کمېټۍ کې د واکمن تحریک انصاف ګوند یو غړي وویل، حکومت یې له دې مسلې خبر دی.
پر اوکراین د روسیې له یرغل راهیسې لکونه خلک له خپلو سیمو خوندي ځایونو ته کډه شوي دي. خو د یوشمېر جګړه ځپلو سیمو ځینې کورنۍ د څارویو او کورونو ساتلو لپاره لا هم هلته اوسي. د اوکراین په ختیځ کې د سلوویانسک په نوم په یوه وړوکي ښار کې یوه روسۍ شپنه اوسي چې اوس هم هلته پاتې ده.
د جون پر ۱۹مه وسله والو د شمالي وزیرستان په میرلي کې د سازمان څلور مخکښ غړي وویشتل. تر اوسه د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، په زلزله ځپلو سیمو کې یې مرستندویه چارو ته دوام ورکړی دی. د جون پر ۲۲مه تر نیمې شپې وروسته په زلزله کې ۱،۱۵۰ کسان وژل شوي او سلګونه ژوبل دي. د پکتیکا ځینې اوسېدونکي وايي، د کورنۍ یوشمېر غړي یې مړه شول. د رویټرز اژانس ویډیويي رپورټ.
د خیبر پښتونخوا د ځوانو استادانو چې شمېره یې د ۵۸ زرو نه زیاته ده د اتحادیې مشر عطاالرحمان د جون پر ۱۸مه مشال راډیو ته وویل، حکومت دوی د جولای د لومړۍ نیټې نه مستقل یا ریګولر کوي ولې دغه استادان په ۲۰۱۸م او ۲۰۱۹ کال کې اخیستل شوي دي.
د جون ۱۸مه هر کال په نړۍ کې د کرکجنو بیانونو د مخنیوي د ورځې په توګه لمانځل کېږي. ملګرو ملتونو پر خپله وېبپاڼه ليکلي چې په نړۍ کې دې د کرکې يا نفرت له لارې د چا په نښه کول، چا ته تاوان رسول او د خلکو د پارلولو مخه ونیول شي او په دې لړ کې دې حکومتونه عملي ګامونه پورته کړي..
حسام جمال د یوې عدسې له لارې د لمر په رڼا کاغذ سوځوي او انځور ورباندې جوړوي. دی د هګیو د سپینو په پخولو او د شګو په کارولو هم انځورونه جوړوي چې دا د هنر نامانوسه او غیرمعمولي طریقې دي. جمال تر اوسه خپل هنر نندارې ته نه دی وړاندې کړی خو پر ټولنیزو رسنیو یې خپروي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
په ايران کې يوه اووه کلنه نجلۍ د ګاډي ځغاسته زده کوي. رها قرباني له اوسه په تېزۍ د ګاډي ځغلولو لپاره نوم ګټلی دی. هغه وايي پلار یې ورسره مرسته کوي او غواړي چې په راتلونکې کې د موټرو د ځغاستې اتله شي. د اسوشیېټېډ پرېس اژانس ویډیويي رپورټ.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کوکنارو د فصل وهلو کيمپېن پیل کړی دی. دا تر هغه وروسته ده چې د روان کال په اپرېل میاشت کې طالب مشرانو په یو فرمان کې د کوکنارو پر کر بندیز اعلان کړی وو. ویډیويي راپور.
په بحرین کې کولالي او د خاورینو لوښو صنعت پخوانی تاریخ لري. د هغه هېواد د العالي سیمه د خاورینو لوښو د جوړولو لپاره نوم لري. د کولالۍ هنر په بحرین کې له پېړیو راهیسې له یوه نسله بل ته انتقال شوی دی. د رویټرز اژانس ویډيويي رپورټ.
نور وښیئ