فرخنده اسد د پاکستان او افغانستان په اړه د رپورټونو تر څنګ د ښځو د ژوند، ستونزو او حقونو په اړه ځانګړې اوونیزه خپرونه تاندې هیلې هم جوړوي.
د عمران خان څرګندونو د پاکستان په سېنېټ کې د بېلابېلو ګوندونو استازي غبرګونونو ته اړ کړل. وزیراعظم شهباز شریف هم د خان پر څرګندونو انتقاد کړی او د پیپلز ګوند مشر اصف زرداري یې څرګندونې غندلې دي.
د اردن یو اوسېدونکی وايي، ۴۰ کاله پخوا ورته پلار د مارانو نیولو چل ښوولی وو او له هغه وخت راهیسې یې همدا دنده ده. یاسین الصقور په کلیو او ښارونو کې ګرځي او ماران نیسي. اکثر وخت ورته خلک ټېلېفون کوي چې ورشي او مرسته ورسره وکړي. نور د رویټرز اژانس په ویډیويي رپورټ کې.
د سعودي عرب حکومت د ۲۰۲۱ز کال په ډېسېمبر کې د یو کال لپاره د پاکستان په مرکزي بانک کې درې اربه ډالر ایښي ول او اسلام اباد ته یې د ۱،۲ اربه ډالرو تېلو د پیسو په ستنولو کې د یو کال رعایت ورکړی وو.
حکومت د مې پر ۲۴مه وویل چې تحریک انصاف ګوند ته د لاریون اجازه نه ورکوي او مخه یې نیسي. د اسلام اباد انتظامیې له فیض اباد سره نېږدې لویه لار تړلې او پر سړک یې کانټینرونه ایښي دي.
د زرداري په خبره، په هېواد کې د شفافه انتخاباتو لپاره باید په انتخاباتي قانون کې بدلونونه او مهم اصلاحات وشي، عملي شي او تر دې وروسته دې د انتخاباتو نېټه اعلان شي.
د لیبیا په مرکز طرابلس کې ځینې رضاکاران د قران شریف او نورو اسلامي کتابونو د پخوانیو او ضعیفو نسخو د ترمیمولو کار کوي. دوی وایي تر اوسه یې د پینځو لکو نه زیات د قران پاک پشمول د اسلامي او دیني کتابونو زړې یا ضعفې شوې نسخې رغولې. او دغو ته يې یوه نوې بڼه ورکړې ده. په دې اړه نور تفصیل د رویټرز خبري اژانس په ویډیو کې وګورئ.
د لاتیني امریکا هېواد کولومبیا له پلازمېنې بوګوتا سره د یوې نېږدې سیمې اوسېدونکي وایي، یو ډول زهرجن ځګ یې کورونو او بازارونو ته رسېدلی دی. د بوګوتا د صحت محکمې چارواکي وایي، خلکو د سیند اوبو ته صابونونه، شامپو او ځینې پلاسټیکي شیان غورځولي دي چې ځګ یې نېږدې رهایشي سیمو ته خپور شوی. تفصیل د رویټرز خبري اژانس په ویډیويي رپورټ کې.
د اپرېل پر ۲۶مه د اوکراین په مرکز کییف کې خلکو د پخواني شوروي اتحاد د وخت یو یادګار وران کړ. هغه یادګار د شوروي اتحاد تر ړنګېدو وروسته د اوکراینیو او روسیو ولسونو ترمینځ د دوستۍ یوه نښه ګڼل کېده. په همدې حال کې رپورټونه وايي چې په جګړه کې د ماریوپول ښار زیاتره برخې ړنګې شوې دي او زرګونه کسان وژل شوي دي. د اسوشیېټېد پرېس اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
د اوکراین ۸۲ کلنه زېنایدا ماکیشایېوا وایي دې په خپل ژوند کې دوه جګړې لیدلې دي او اوس یو ځل بیا په جنګي حالاتو کې ژوند کوي. نوموړې چې په خپل کور کې چرګان ساتي، وایي، سخت وخت ورباندې راغلی دی خو "خدای به یې تېر" کړي. د ماکیشایېوا د ژوند په اړه د رویټرز اژانس له ویډیو څخه جوړ رپورټ وګورئ.
نوموړی د ۲۰۱۷ز کال د اپرېل پر ۱۲مه قهرجنو زده کوونکيو په وهلو وهلو وژلی وو.
د اوکراین مهم بندري ښار ماريوپول له روسي بمباریو وروسته ویجاړ شوی دی. د ماريوپول ښاروال وایي،هلته لا هم د یو لاکو نه زیات خلک له سختو بحراني حالاتو سره مخامخ دي.بلخوا اوکرایني چارواکي وایي،دوی هلته د پاتې شویو خلکو په اړه اندېښمن دي. په دې اړه د رویټرز اژانس دا ویډیو وګورئ.
ملګري ملتونه وايي، پر اوکراین د روسیې له یرغل راهیسې په څه باندې یوه میاشت کې له هغه هېواده تر څلور مېلیونه زیات کسان اروپايي هېوادونو ته کډوال شوي دي. له کډوالو څخه یې یوه نتالیا ولادیمیرووا ده چې اوسمهال د پرتګال په مرکز لېزبن کې له خپلې څلور کلنې لور سره اوسي. تفصیل د اسوشيېټډ پرېس اژانس په ویډیو
اوکرایني عسکر وایي دوی له کیيف سره نېږدې په یو کلي کې روسي عسکر پر شا تمبولي او له هغوی څخه یې ټانکونه او ځینې نورې وسلې نیولي دي. دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین په یو شمېر سیمو کې سخته جګړه روانه ده. په دې اړه د مشال راډيو د اوکرایني څانګې ویډیويي راپور وګورئ.
د کابل په خرابات کوڅه کې د موسیقۍ استادان وایي د طالبانو له راتګ سره یې کار درېدلی دې. دوی وایي پخوا چې به د موسیقۍ پروګرامونه وو نو د دوی کار روزګار به هم روان وو خو اوس په افغانستان کې پر موسیقۍ د بندیزونو له وجې یې روزګار نشته. تفیصل په دې ویډیو کې وګورۍ.
موږ د اسنادو په اړه په صوبایي اسمبلۍ کې د کورنیو چارو د کمېټۍ له مشر او د واکمن تحریک انصاف ګوند له غړي نذیر احمد عباسي سره خبرې وکړې خو نوموړي یې نه د کره والي تصدیق وکړ او نه یې تردید. خو د خیبر پښتونخوا د اعلا وزیر د اطلاعاتي چارو سلاکار وايي، د دې اقدام پرېکړه د صوبايي کابینې په غونډه کې شوې.
د هند د کرناټکا ایالت یو اوسېدونکی وایي چې ده یو داسې مشین (سکوټر) جوړ کړی چې د هغه په واسطه د خورما (کجورو) د دنګو ونو سر ته خېژي او کجورې راشکوي.ګانا پتي بټ وایي له نوموړي سره په دغه کار کې د هغه مېرمن او ماشومان هم مرسته کوي. ګانا پتي وایي د دې مشین په جوړولو سره يې د ورځو کار دقيقو ته را لنډ شوی
نور وښیئ