فرخنده اسد د پاکستان او افغانستان په اړه د رپورټونو تر څنګ د ښځو د ژوند، ستونزو او حقونو په اړه ځانګړې اوونیزه خپرونه تاندې هیلې هم جوړوي.
په همدې حال کې مسکو او کییف د اوکراین په هغو سیمو کې د بشري مرستو لپاره د دهلېزونو پر پرانیستو سلا شوي چې پکې سخته جګړه روانه ده. اخوا د ناټو اېتلاف د بهرنیو چارو وزیران په برسلز کې غونډه لري.
پولیسو ویلي دي چې د پرلت له وجې یې د هېچا ضد مقدمه نه ده جوړه کړې او مظاهرچیانو ته یې ویلي چې خپل احتجاج دې د اسلام اباد تر پرېس کلبه محدود وساتي.
عمران خان په داسې حال کې روسيې ته تللی چې د اوکراين پر سر د امريکا په ګډون له لویديځو هېوادونو سره د مسکو اړيکې ترينګلي شوي دي او د فبرورۍ ۲۴مې پر سهار روسیې پر اوکراین حمله وکړه او د هغه هېواد د پلازمېنې په ګډون یې پر لږ تر لږه اووه ښارونو توغندي وورول.
روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین د فبرورۍ پر ۲۴مه سهار وختي په اوکراین کې د "ځانګړو" عملیاتو اعلان وکړ چې خپل مخالف ګاونډی هېواد د ده په وینا، "بې وسلې" او له "ناڅیانو یا نازیانو پاک" کړي.
د کمبوډیا په ساحلي ښار کې د چین په مالي مرسته یوه لویه پروژه روانه ده چې پکې هوټلونو او کورون جوړيږي. خو ځاييکب نيونکي وايي چې دا پروژه د دوی کاروبار خرابوي. په دې اړه د ريډيو فري ایشيا له ويډيو د فرخنده اسد جوړ کړی راپور وګورئ.
په افغانستان کې په سلایي مرکزونو کې د طالبانو تر راتګ وړاندې په زرګونو ښځو کار کاوه. د دغو ښځو په وينا دا د دوی لپاره یو اسانه کار وو. په کابل کې په هم داسې یو سلایي مرکز کې کارکوونکې افغان مېرمنې وایي چې دوی د دې کار له لارې د خپل کور ټول لګښتونه پرې کوي خو د طالبانو په واک کې له راتلو سره یې ډېريو
د سیند صوبایي حکومت په کراچۍ کې د ښځو لپاره کور په کور د کورونا واکسین کېمپېن پیل کړی دی. پر دې مهال د روغتيا ښځینه کارکوونکي کور په کور ګرځي او هغه ښځې واکسينوي چې د څه نا څه وجوهاتو له کبله د کورونا واکسین مرکزونو ته نشي تلای.
د چین جیانګ شي سیمه د شنې چایو یو زوړ تاریخ لري. په هغه سیمه کې خلک وایي، د شنو چایو کر او د دې د تیارولو روزګار له پېړیو راهیسې کوي. د دوی په خبره د جیانګ شي دا شنې چای په ټوله نړۍ کې د خپلې خوشبو او خوند رنګ له وجې ډېره مشهورتیا لري.
زما خاوند به پخوا نشې کولې نو وهل ټکول خو مخکې هم ول خو اوس د ایس نشه کوي، په تېرو دریو کالونو کې یې وهل هم زیات کړي ول.
د کینیا په شمالي سیمو کې د وچکالۍ له کبله نېږې ۲۲ لکه خلک د قحطي له صورتحال سره مخامخ دي. هلته د څښکلو پاکې اوبه نه شته، ځنګلونه، ونې بوټي وچ شوي دي او اوس د خلکو د روزګار یوازینۍ ذریعه څاروي دي. خو د کینیا د نېږدې ۲۳ سیمو اوسېدونکي وایي، د وچکالۍ له کبله یې څاروي هم مړه کېږي.
د افغانستان د زڼغوځیو کروند ګر وایي، دوی هیله مند دي چې په راروان وخت کې به یې د زڼغوځیو صادرول نورو هیوادونو ته هم پیل شي او ورسره به یې زیات خلک په روزګار شي. په دې اړه د رویټرز خبري اژانس راپور فرخنده اسد پښتو کړی دی.
د نومبر پر اتمه نېټه د تحريک طالبان پاکستان وياند محمد خراساني رسنيو ته په يو خپور شوي بیان کې د نومبر له نهمې څخه د ډېسېمبر تر نهمې پورې يې د ډزبندۍ اعلان کړی دی.
د کابل په ازادي پارک کې په داخلي توګه ګڼې بېکوره شوې کورنۍ ژوند کوي. په دغو کې زیاتره د شمالي ولایتونو دي چې د جګړو او ناامنیو له کبله یې خپل کورونه پرېښې دي. دوی وایي ژمی پرې را روان دی، ګرم کالي او کمبلې نه لري، ماشومان یې ناروغه دي او د خوراک له سخت کمي سره مخامخ دي.
د کوز چترال د ځنګلي حیات د محکمې یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل دوی د مارخور د ښکار لپاره د ټرافي هنټنګ په نامه اجازت نامي ورکړې دي.
هزاره ګان وایي، دوی په افغانستان کې د ویرې په حالت کې ژوند کوي او خپل کار روزګار او ژوند یې ډېر محمدوده کړې دې. د دوی په خبره اوس چې خپلو جماعتونو/امام باړو ته ځي نو په زړه کې ورسره دا اندېښنه هم وي چې ژوندي به کور ته لاړ شي که نه.
په کابل کې د یوې یتیم خانې چلوونکي وایي چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ورسره مرستې درېدلي او اوس د یتیمو ماشومانو په ساتلو او د هغوی د بنیادي اړتياوو په پوره کولو کې ستونزې لري. د دوی په وينا، په افغانستان کې زیاتره خیریه ادارې د پيسو له کمي سره مخامخ دي. بلخوا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو .
په پاکستان کې د څېړونکو په خبره د خوراک د نه ضایع کولو په اړه ولس ډېر کم مالومات یا پوهه لري.
نور وښیئ