غلام غوث په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
تر اسلام اباد او نورو ښارونو وروسته د یکشنبې یا اتوار پر ورځ د تحریک لبیک یا رسول الله ځېنې غړو په پېښور او نوښار کې هم مظاهرې او لاریونونه کړي. دوی په خپلو ویناګانو کې ګواښ وکړ چې د حکومت تر استعفا به احتجاج کوي. ویډیو وګورئ.
د اسلام اباد په فیض اباد کې د مذهبي ډلو د احتجاج ختمولو لپاره چې پوليسو کوم عملیات پیل کړي وو، هغه تېر مازیګر ودرول شوي او د حساسو ځايونو حفاظت لپاره پوځ ورغوښتل شوی دی. د تېرې ورځې په عملیاتو کې د مظاهره کونکیو او پولیسو ۲۰۰ کسان ژوبل شوي دي.
پر ښځو د تشدد مخنیوي او ښځو ته د واک اختیار تر لاسه کولو لپاره کارکوونکې ادارې - روزن - په یو تازه رپوټ کې ویلي چې په پاکستان کې ۳۶ فیصده ښځي د کورني تشدد ، ۲۶ فیصده د نفسیاتي تشدد او ۳۰ فیصده ښخي د اقتصادي تشدد ښکار دي.
په پېښور کې د سېکانو په ښوونځي له عصري او دیني تعلیم سره سره موسیقي هم زده کوي. دا سکول په ۱۹۹۰مه لسیزه کې جوړ شوی او منتظمین یې وايي چې د سېکانو ټولنه یې تمویلوي. دوی له شاوخوا ۱۰۰ بې وزله ماشومانو څخه پیسې هم نه اخلي. په دې اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.
د قامي وطن ګوند د ښځو څانګې په ډېره اسماعیل خان کې د یوې نجلۍ د بې پردې کولو په کلي کې د ګرځولو د پېښې غندنه کړې. د ۱۶ کلنې نجلۍ د بې حجابه کولو پېښه د اکتوبر پر ۲۷مه شوې وه. پولیس وايي، یو شمېر کسان یې نیولي. پر دې موضوع مو د قامي وطن ګوند له دوو مخکښانو نصرت خټک او نرګس امین سره خبرې کړې دي
د پېښور په نشترهال کي د خالي په ورځ ځینو قبايلی مشرانو او ځوانانو په یوه جرګه کي د قبايلي سیمو په خېبر پښتونخوا صوبه کي د ضم کولو سخت مخالفت وکړ. د دوی په وینا د قبایلو ګټه په دې کې ده چې د ازادې صوبې حیثیت دې ورکړل شي. دوی دا هم ویل چې که قبایلي سیمې په خیبر پښتونخوا صوبه کې شاملې کړل شوې نو قبایلی
نه د پاکستان حکومتي چارواکو او نه هم د پېښور پولیسو د دې خبر تر خپرېدو د قاضي محمد نبي احمدي په اړه څه نه دي ویلي.
د خیبر پښتونخوا حکومت په اسلام اباد کې پر خبریال احمد نوراني د نامالومو کسان له خوا شوی برید غندلی دی.
د اکتوبر ۲۰مه نېټه هر کال په کور دننه د کار روزګار کوونکو د حقونو د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي. په دې اړه په پېښور پریس کلب کې هم د مدني فعالانو له خوا یوه غونډه جوړه شوې وه.
د دې غورځنګ مشر احسان الله مشال راډیو ته وویل، د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د قانون او انصاف د کمېټۍ دا منظوري چې حکومت دې د اسلام اباد پر ځای د پېښور های کورټ واک تر قبایلو وغځوي، اصلاً د قبایلو په خیبر پښتونخوا د ورګډولو په
د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان د یکشنبې په ورځ په متنو کي د خپل ګوند د کارکنانو یوې جلسې ته په وينا کې د قبایلي سیمو په خېبر پښتونخوا کي د ضم کولو دفاع وکړه. نوموړي د مولانا فضل الرحمان په وروستیو څرګندونو سختي نیوکې وکړې . مولانا
جمعیت علما اسلام فضل الرحمان ډلې د اکتوبر پر ۱۴مه په پېښور کې د قبایلي سیمو د ځوانانو غونډه رابللې ده.
د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان وايي ، په پېښور کې د قبایلي چارو مرکزي دفتر – فاټا سیکرټرېټ – په اوسني نظام کې د درغلیو یو اډه ده.
سليم خان مشال راډیو ته وويل چې د تېکسونو وفاقي ادارې له لورې د پېښور د مځکو له کاروباريانو زيات ټېکس اخستل کېږي چې پر د مځکو پر کاروبار يې ناوړه اغېز کړی دی.
په پېښور کې د صوبايي اسمبلۍ غړي ضیا الله اپریدي په مشرۍ د افغانستان او جنوبي اسیا په اړه د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ نوې تګلارې پر ضد لاریون شوی. مظاهره کوونکو د ټرمپ پر تګلارې ټکونه وکړل او پر ضد یې نعرې ووهلې. رپورټ وګورئ.
فرحت الله بابر وايي دا یې وخت دی چې د فاتا ولس خپل واک ولري
د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي ادارې آی اېس پي آر د ویاند مېجر جنرال آصف غفور لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي دي چې بېګا شپه د بر دیر په یو غرنۍ سیمه کې د عملیاتو پر مهالرامنځ ته شوې ده او په دغه پېښه کې د یو پوځي میجر علي سلمان په ګډون څلور پوځي سرتېري وژل شوي دي.
د خیبر پښتونخوا وزیر اعلا پروېز خټک ویلي دي حکومت یې تیار د چې قبایلي سيمي په خپله صوبه کې ورسره شاملې کړي خو وفاقي حکومت په دې خبره کې سنجیده نه ښکاري.
د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان وايي د سپریم کورټ پر پرېکړه ځینې تحفظات لري خو بیا هم دا پرېکړه تسلیموي.
د پېښور په پرېس کلب کې د بشري حقونو تنظیمونو او د سیاسي ګوندونو په غونډه کې له صوبايي حکومته غوښتنه شوې ده چې د نرښځیانو د بشري حقونو د ساتنې په اړه دې صوبایي حکومت قانون سازي وکړي.
نور وښیئ