غلام غوث په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
د سختدریزۍ د مخينوي مرکز جوړولو قانوني مسوده د اطلاعاتو او لوړو زده کړو لپاره د وزیر اعلا سلاکار کامران بنګش اسمبلۍ ته وړاندې کړه.
مشال راډيو سره په خبرو کې پخواني صوبايي وزير نایت الله وينا وه چې دس ويلر په نوم نوي نشيي مواد مارکيټ ته راغلي چې په لارو کوڅو کې هم په دغه نوم ياديږي، استعمال يې زيات شوې دې.
په حساسو ضلعو کې پېښور، مردان، کواټ، کورمه، بنو، لکي مروت او ډېره اسماعیل خان شامل دي.
د اګست ۱۵مې پر ماښام په ملتان کې خبریالانو ته وویل چې اسلام اباد د دوحې په مذاکراتو کې مثبت رول ولوباوه او تر دې وروسته به یې هم لوبوي.
په هغه برید کې چې یو بس پکې په نښه شوی وو د نهه چینايي وګړو په شمول ۱۳ کسان وژل شوي ول.
شېرپاو د اګست پر اتمه په پېښور کې خبري غونډې ته وویل چې په افغانستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی او په "یو شمېر ولایتونو کې جنګ روان دی" چې دا "د خیر خبر نه دی."
د خیبر پښتونخوا د ریاستونو (ډایرېکټرېټ) افسرانو د جولای پر ۲۹مه د صوبايي اسمبلۍ مخې ته احتجاجي مظاهره وکړه. دوی وايي، حکومت دې د سېکرېټرېټ د افسرانو په څېر د دوی د تنخاګانې او مراعات هم زیات کړي.
د چين بهرنيو چارو وزیر وانګ يي او د هغه پاکستاني سيال شاه محمود قریشي د جولای پر ۲۴مه پر دې موضوعاتو په چینګدو کې د ملاقات پر مهال غږېدلي دي.
د احتجاج کوونکو افسرانو د تنظیم وايي، په تنخاګانو کې د ۱۵۰ فیصده اضافې منظورولو لپاره به یې احتجاج اوس تر اختر وروسته هم دوام لري.
د چين د بهرنيو چارو وزارت له دې پېښې وروسته پاکستان ته ويلي ول چې د دوی د وګړو او پروژو خوندېتوب دې باوري کړي او د داسو د پېښې پلټنې دې وکړي.
جګړا د جون پر ۱۸مه د ۲۰۲۱-۲۲ مالي کال بجټ وړاندې کولو پر وخت په وینا کې ویلي ول چې حکومت د تنخاګانو او مراعاتو پر موضوع یوه کمېټي جوړه کړې ده چې د تنخاګانو په اړه به د سرکاري کارکوونکو او افسرانو د ستونزو د هواري هڅه کوي.
د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې د خبریالانو اتحادیو د پنجاب اسمبلۍ د یوه قانون ضد مظاهرې کړي. دا احتجاجونه د جولای پر پینځمه د خبریالانو د فېډرالي ټولنې (پي اېف یو جې) په غوښتنه شوي. خبریالان وايي، د جولای پر لومړۍ په پنجاب اسمبلۍ کې منظور شوې قانوني مسوده د بیان ازادي ګواښي. ویډیويي رپورټ.
د لاریونوالو په وینا چې د خیبر پښتونخوا او نورو سیمو په سلګونه کسان له تېرو څو کلونو راهیسې ورک دي چې له کبله یې کورنۍ تر سخت کړاو لاندې ژوند تېروي.
د لوړو زده کړو کمېشن یوه چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط وویل چې د پوهنتونو د ستونزو هوارولو لپاره یوه کمېټي جوړه شوې ده چې د خیبر پښتونخوا د ۳۱ پوهنتونو له وایس چانسلرانو سره په رابطه کې ده.
د صوبې د تر ټولو لوی روغتون لیډي ریډنګ ویاند ډاکټر محمد عاصم د جون پر پنځمه مشال راډیو ته وویل، هغوی سره تېره میاشت د کورونا ۴۷۰ کسان داخل شوي وو چې اوس دغه شمېره ۱۳۳ ته کوزه شوې ده.
د خیبر پښتونخوا سرکاري پوهنتونونو استادانو او نورو کارکوونکو د مالي ستونزو هواري لپاره احتجاج وکړ. د مې پر ۲۷مه په پېښور پوهنتون کې د احتجاج پر وخت د پوهنتونونو کارکوونکو له حکومته وغوښتل چې په راتلونکي بجټ کې دې ورته د ۱۵۰ اربه روپیو بندوبست وکړي. حکومت لا د دوی د غوښتنو په اړه څه نه دي ویلي
د سمېرا شمس وینا وه چې په کم عمرۍ کې د ودونو د مخنیوي لپاره د قانون په لړ کې به دوی د ولسي اګاهي بهیر پیلوي.
نور وښیئ