د لاسرسي ځای

تازه خبر

بر کوهستان کې پر بس شوی برید ځانمرګی وو: قریشي


د بر کوهستان په داسو سیمه کې په نښه شوی بس چې پکې د نهه چینايي وګړو په ګډون ۱۳ تنه وژل شوي ول: ۲۰۲۱، ۱۴م جولای
د بر کوهستان په داسو سیمه کې په نښه شوی بس چې پکې د نهه چینايي وګړو په ګډون ۱۳ تنه وژل شوي ول: ۲۰۲۱، ۱۴م جولای

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي د تېرې جولای میاشتې پر ۱۴مه د بر کوهستان په داسو سیمه کې د چینايي کارکوونکو پر بس ترسره شوی برید ځانمرګی وو او تور یې پورې کړ چې په هغه حمله کې د هند او افغانستان د استخباراتي ادارو لاس وو.

په هغه برید کې چې یو بس پکې په نښه شوی وو د نهه چینايي وګړو په شمول ۱۳ کسان وژل شوي ول.

قریشي زیاته کړه، تر دې دمه چین له پاکستاني لوري له ترسره شويو پلټنو مطمین دی، ''زه چین ته هم تللی وم او موږ فیصله کړې ده چې د چین - پاکستان اقتصادي راهدارۍ پروژې به نه یواځې جاري وي بلکې پر وخت به دا سرته رسوو.''

د بهرنیو چارو وزیر په اسلام اباد کې د خیبر پښتونخوا د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) له چارواکو سره په ګډ خبري کانفرنس کې خبریالانو ته د داسو د برید د پلټنو په اړه تفصیلي معلومات ورکړل.

شاه محمود قریشي او د سي ټي ډي چارواکو دا هم وویل چې د پېښې له ځایه یې د ځانمرګي بریدګر د بدن نمونې او د ګاډي بېلابېلې برخې او انجن ترلاسه کړی وو او د داسو ډېم پروژې له څه نا څه ۱،۰۰۰ کارکوونکو یې پوښتنې ګروېږنې کړې وې.

د دوی په خبره، تر ۱،۰۰۰ کیلومیټره اوږد سړک د څارګرو کیمرو ویډیوګانې یې هم پلټلې دي.

د سي ټي ډي مشر جاوېد اقبال په خبري کانفرنس کې وویل، چې په هغه پېښه کې کارول شوی ګاډی له افغانستانه د چمن له لارې په پټه راتېر کړل شوی وو چې قانوني اسناد یې نه لرل. د دوی په وینا دغه ګاډی د سوات په یوه بارګېن کې حسېن نومې کس اخیستی وو او له هغه بیا د کراچۍ یوه تن چې ایاز یې نوم دی رانیولی وو او هغه بیا دغه موټر د بریدګرو ډلې ته سپارلی وو.

جاوېد اقبال وویل، د دې برید پلان په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان طارق نومي تن جوړ کړی وو چې تر پېښې وروسته افغانستان ته ستون شوی دی. د نوموړي په ادعا، په پاکستان کې د ایاز او حسېن په نوم د هغه سهولت کاران نیول شوي دي، او د ځانمرګي بریدګر ډي اېن اې ټېسټ ښيي چې هغه د پاکستان وګړی نه وو خو زیاتوي چې د دوی د راغونډ کړیو مالوماتو له مخې د هغه نوم خالد وو او د شیخ په نامه یادېده.

خو د تحریک طالبان پاکستان د ویاند محمد خراساني په یوه خپور شوي بیان کې ټي ټي پي د پاکستاني چارواکو دا ادعا رد کړې ده او ویلي یې دي چې د داسو برید دوی نه دی کړی.

هند او افغانستان د پاکستان د دغه تازه تورونو په ځواب کې څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې دغه دواړو هېوادونو پر پاکستان په افغانستان او هند کې د ترهګر بریدونو او له وسلوالو سره د مرستې تورونه لګولي دي.

XS
SM
MD
LG