عمر وزیر د مشال راډیو خبریال دی چې د شمالي وزیرستان، بنو او لکي مروت پر امنیت، اقتصاد، سیاسي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
د میرامشا پولیسو يو افسر د نوم نه ښوولو په شرط د جولای پر دويمه مشال راډيو ته وويل چې وسله والو په رزمک کې د ملک نسيم په نوم يو ځايي مشر په نښه او وواژه. په بريد کې دوه کسان زخميان هم دي.
د مشال راډیو له ساتلیو معلوماتو سره سم، له دې تازه پېښې سره په شمالي وزیرستان کې د ۲۰۲۳م کال له پیله تر اوسه د هدفي بریدونو شمېر ۲۱ ته پورته شوی دی.
احتجاج د جون پر نهمه په میرعلي کې پیل شوی چې وروسته ميرامشاه ته يوړل شو او هلته يې پرلت وواه.
د جون پر ۲۴مه په میرامشا کې د احتجاج په مهال ښځینه زده کونکو او استادانو وویل چې په وروستیو کې هلته د تعلیم څانګې مشرې او نورو استادانو پرضد پر ټولنیزو رسنیو کمپاین پیل شوی چې له وجې یې پر هغوی ټولنیز او ذهني فشارونه زیات شوي او د زده کړې عمل یې ورسره اغېزمن شوی دی.
د علي وزیر وکیل بخت نیاز ایډوکیټ مشال ریډیو ته وویل چې د وزیر د ضمانت لپاره یې د بنو سیشن جج او ترهګرۍ ضد عدالت کې درخواست کړې وو، چې نن (د جون پر ۲۴مه) یې اوریدنه وشوه
د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو دفتر ترمخه د جون په ۲۰مه د شمالي وزيرستان په سپينوام کې دوه پوځي سرتيري د سړک غاړې په ماين چاودنه کې وژل شوي دي. په بله پېښه کې د جون پر ۲۰مه په ميرامشا کې د شمالي وزيرستان د مرستيال کمېشنر ريحان ګل خټک پر کور راکټ لګېدلی او د ګاډي ډريور یې په برید کې زخمی شوی دی.
د علي وزیر وکیل بخت نیاز اډوکېټ مشال راډیو ته وویل چې هغه د جون پر ۲۰مه په بنو کې د شمالي وزیرستان مجسټریټ نمبر ۲ ته وړاندې کړل شو هغه نوموړی د بنو زندان ته ولېږی.
په شمالي وزیرستان کې ځايي چارواکيو په رسمي توګه د علي وزیر د نيولو پخلی نه دی کړی البته مشال راډيو د پوليسو، د پلټنو وفاقي ادارې (اېف ای اې) او پوځ له څلور چارواکيو سره خبرې کړې او هغوي ټولو د نوم نه ليکلو په شرط د علي وزیر د نيول کېدو پخلی کړی دی.
د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ز کال کې په شمالي وزیرستان کې د وسلوالو پرضد د ضرب عضب په نامه پوځي عملیات کړي ول چې له کبله یې تر یو مېلیون زیات خلک بې کوره شوي ول او بازارونو او ودانیو ته پراخ زیانونه اوښتي ول.
هغه احتجاج تر شپږو ورځو پورې په میرعلي چوک کې روان وو، خود جون پر نهمه مظاهره چیانو د میرامشاه پریس کلب مخې ته پرلت ووهلو.
داوړ دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د شمالي وزیرستان د میرامشا بازار دوکاندارانو او مالکانو یو ځل بیا له حکومته غوښتي دي چې د ناامنۍ او عملیاتو پر مهال دې د شویو تاوانونو معاوضې ورکړي.
سېنېټر مشتاق احمد خان دا خبرې د جون پر ۱۲مه په میرامشاه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د نیول شویو غړو د خوشي کولو لپاره روان پرلت ته په وینا کې کړې دي.
د پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د جون پر ۱۱مه په بیان کې ویلي دي چې د جون نهمې او ۱۰مې ترمینځ شپې مهال په نښته کې درې مشکوک وسلوال هم وژل شوي او څلور ژوبل دي.
د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) د جون پر ۱۰مه شپې مهال په بیان کې ویلي دي چې د شنبې (خالي) پر ورځ بارانونو او طوفان په کرک، بنو، لکي مروت او ډېره اسماعیل خان کې تر ۶۰ زیاتو ودانیو ته هم تاوانونه اړولي دي.
پرلت د تېرو شپږ ورځو راهیسې په میرعلي چوک کې روان وو، خود جون پر نهمه مظاهره چیانو د میرامشاه پریس کلب مخې ته پرلت ووهلو.
احتجاج کوونکو په بنو کې تر لاریون وروسته مشال راډیو ته وویل، حکومت ورسره نه یوازې کېدونکی مرستې بندي کړي بلکې د هغوی په وينا د بېا ستنیدنې په عمل کې جدي نه دی چې له امله يې زرګونه خلک لا هم د کډوالۍ ژوند تېروي.
د ضلعي پولیسو مشر سلیم ریاض او د شمالي وزیرستان انتظامي مشر ریحان ګل خټک د جون پر شپږمه مشال راډيو ته وویل چې د نهې (سې شنبې) پر ورځ مخ پټو وسلوالو په میرلي کې د حاجي شېر محمد پر ګاډي ډزې وکړې او د پېښې له ځای وتښتېدل.
د پوځ مطبوعاتي څانګې (ايي اېس پي ار) د جون پر دویمه هم په یو بیان کې ویلي وو چې دوه وسله وال د جون په لومړۍ نېټه په دوسلي سیمه کې له امنيتي سرتېرو سره په نښته کې وژل شوي دي
نور وښیئ