د لاسرسي ځای

تازه خبر

له شمالي وزیرستانه کډه شویو خلکو خپلو سیمو ته د ستنېدو غوښتنه کړې ده


د شمالي وزيرستان کډوال د اکتوبر پر ۱۲مه په بنو کې د احتجاج په مهال شعارونه ورکوي.
د شمالي وزيرستان کډوال د اکتوبر پر ۱۲مه په بنو کې د احتجاج په مهال شعارونه ورکوي.

د شمالي وزیرستان د دته خېلو او شوال تحصلیونو کډوالو په بنو کې د لاریون په ترڅ کې له حکومته غوښتنه وکړه چې د هغوی د ستنېدو چارې دې وکړي.

د اکتوبر ۱۲مې په مظاهره او لاریون کې لسګونو کسانو برخه واخیسته او هوډ یې ښکاره کړ چې تر هغه وخته به خپل احتجاج نه ختموي چې حکومت یې د واپسۍ مهالوېش نه وي اعلان کړی او پر هغوی بندې شوې مرستې یې بیا نه وي بحالې کړې.

مظاهره کوونکو د بنو او میرامشاه ترمینځ لویه لاره هم تر څو ساعتونو تړلې وه.

د شمالي وزیرستان د کډوالو د کمېټۍ مشر ملک رحمت غلام مشال راډیو ته وویل حکومت ورسره کړی ژمنې عملي نه کړی نو ځکه بیا سرکونو ته راوتل."زموږ خپل کلي، خپل وطن ته دې په پرامنه توګه واپسي وشي، موږ سره په وار وار وعدې کېږي چې تاسو به په دې یا هغې میاشت کې واپس لېږو خو بیا هغه وعدې دروغجنې ثابتې شي."

د شوال او دته خېلو سیمو سره تړاو لرونکو کډوالو تر دې وړاندې هم د مظاهرو په ترڅ کې له حکومته غوښتي چې د هغوی د واپسۍ انتظامات دې وکړي او پر هغوی دې مرستې نه بندوي.

.مظاهره کوونکیو د بنو او میرامشاه لویه لاره تر څو ساعتونو تړلې وه
.مظاهره کوونکیو د بنو او میرامشاه لویه لاره تر څو ساعتونو تړلې وه

دا کډوال د شمالي وزیرستان دته خېلو او شوال تحصیلونو سره تعلق لري او د هغوی په وینا له نهو زیات کلونه یې په کډوالۍ کې تېر کړې دي. دا خلک وايي، د ضرب عضب پوځي عملیاتو پر مهال د شمالي وزیرستان له نورو سیمو هم وزیرستانیان کډه شوي ول خو حکومت هغوی ستانه کړل، یوازې د شوال او دته خېلو خلک لا هم پاتې دي.

مظاهره کوونکو وویل، اوږده کډوالي نوره نه شي زغملی او حکومت دې د هغوی د واپسۍ غم وخوري. دوی دا هم وویل چې حکومت ورسره د کډوالۍ پر مهال مرستې هم بندې کړې دي.

د شوال او دته خېلو کډوالو تر دې وړاندې هم د مظاهرو په ترڅ کې له حکومته د ستنېدو او د مرستو بحالېدو غوښتنه کړې وه.

د شمالي وزیرستان مرستیال کمېشنر منظور اپرېدي د اکتوبر پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل، د دواړو تحصیلونو ځینې سیمې لا هم له وسلوالو پاکې شوې نه دي نو ځکه کډوال نه دي ستانه کړل شوي.

د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ز کال کې په شمالي وزیرستان کې د وسلوالو پرضد د ضرب عضب په نامه پوځي عملیات کړي ول چې له کبله یې تر یو مېلیون زیات خلک بې کوره شوي ول او بازارونو او ودانیو ته پراخ زیانونه اوښتي ول.

د عملیاتو پر مهال د میرامشا، میرلي او دته خېلو درې لوی بازارونه ړنګ شوي ول. په ۲۰۱۶ز کال کې چې د سیمې د خلکو خپلو کلیو ته د ستنېدو بهیر پیل شو نو د شاوخوا دوو کلونو په موده کې انتظامیې او پوځ د میرامشا او میرلي د بازارونو څه برخې بیا ورغولې. د دې تر څنګ ځايي وګړو هم په خپل لګښت نوي مارکېټونه جوړ کړل خو د دته خېلو بازار لا هم نه دی رغېدلی.

په دوی کې زیاتره د خیبر پښتونخوا نورو سیمو او د افغانستان خوست ولایت ته کډه شوي ول چې زیاتره یې ستانه شوي دي او ځینې لا هم کډوال دي.

XS
SM
MD
LG